دوستم: د دولت مرکچي پلاوی دې له دوحې بېرته راشي
د افغانستان د اسلامي جنبش ګوند مشر او د ولسمشرۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم وایي، که طالبان په دوحه کې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي نو بیا د افغان دولت مرکچي پلاوي ته هم پکار نه ده چې سوال ورته وکړي، او بېرته دې راشي.
ښاغلي دوستم له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې تور لګولی چې طالبان دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي ته په سپکه ګوري او خبرو ته نه کېني.
نوموړی وایي: "هر انسان خپل غرور لري، په ځانګړې توګه افغانان. دا چې دوحې ته تللي، دوی عادي خلک نه دي. د دولت استازي دي. زما زوی هم پکې دي. دوی د میلیونونو خلکو استازي دي. که زما پر ځای یاست تاسې به څه کوئ. بېرته راشئ. که دوی (طالبان) خبرو ته نه حاضرېږي نو موږ ولې هلته کېنو او سیل یې وکړو".
مارشال دوستم په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د افغانستان دولت او طالبانو د مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرې له څو اوونیو په ټپه ولاړې دي.
افغان حکومت تور لګوي چې طالبان خبرو ته نه حاضرېږي او پر ځای یې جګړې ته دوام ورکوي.
که څه هم طالبانو څه موده وړاندې بي بي سي ته ویلي وو چې دا خبرې به ډېر ژر بېرته پیل شي، خو تر اوسه یې د بیا پیلېدو کوم څرک نه دی لګېدلی.
په ورته مهال د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې یو ځل بیا د خبرو بهیر پیل کړي.
"که لاسته راوړنې خوندي شي غني هم ښایي لنډمهالی حکومت ومني"

مارشال عبدالرشید دوستم له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، که د تېر شلو کالو لاسته راړونې خوندي شي نو ښایي پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم لنډمهالي حکومت سره مخالفت ونکړي.
نوموړی وایي، ځینې وخت داسې حس کوي چې ولسمشر غني له ده سره توپیري چلن کوي.
هغه د بېلګې په توګه د خپلې مارشالۍ د مراسمو خبره یاده کړه او ګیله یې وکړه چې دا مراسم باید په کابل کې پخپله د ولسمشر غني په شتون کې ترسره شوي وای، خو داسې ونشول.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ولسمشر غني پر ده ډېر اعتماد نه دی کړی، مارشال دوستم وویل چې لامل یې ښایي هغه تبلیغات وي چې د ده پر ضد کېږي.
نوموړي تور ولګاوه چې ولسمشر غني ته ځینې نږدې کړۍ داسې تبلیغات کوي چې ښایي مارشال دوستم خپلسرې ملیشې جوړوي او د افغانستان په شمال کې نور قامونه ځپي.
له ولسمشر غني سره سیاسي مخالفتونه

د عکس سرچینه، Getty Images
مارشال عبدالرشید دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په لومړۍ دوره کې د ولسمشرۍ لومړۍ مرستیال و، خو هغه مهال یې هم له ښاغلي غني سره اړیکې ښې نه وې او تر ډېره له صحنې ایستل شوی و.
نوموړی د ځینو ناندریو له کبله اړ شو چې افغانستان پرېږدي او د څه مودې لپاره ترکیې ته لاړ شي.
خو وروسته د یو سیاسي جوړجاړي له مخې یو ځل بیا هېواد ته ستون شو او له هماغه راهیسې ډېری وخت په خپل ولایت جوزجان کې وي.
مارشال دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني د سیال ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و.
نوموړي په دې وروستیو کې د افغان حکومت او اوسني نظام په اړه یو ځل بیا خپل دریځ نرم کړی او بیا بیا یې ملاتړ کوي.
مارشال دوستم څو ورځې وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د دې ګواښنې په ځواب کې چې ګواکې ارګ به محاصره کړي، هغه ته خبرداری ورکړ چې دی به د نظام دفاع کوي، او که ګلبدين حکمتیار په زور ارګ ته ننوځي نو د بېرته راوتلو لاره به نه لري.











