دوستم: که شپږ میاشتې وخت را کړل شي طالبان ماتوم

د افغانستان د جنبش ملي اسلامي ګوند بنسټګر عبدالرشید دوستم د چارشنبې په ورځ ( د جولای ۱۵) وویل، که شپږ میاشتې وخت ور کړل شي، طالبان به مات کړي.
نوموړي دا خبرې هغه غونډه کې وکړې چې ده ته د حکومت له خوا د مارشالۍ رتبې ورکولو لپاره د جوزجان مرکز شبرغان کې جوړه شوې وه.
ښاغلي دوستم خپلو خبرو کې له افغان حکومت وغوښتل چې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره د طالبانو څو سوه پاتې بندیان خوشي کړي، چې دې ډلې ته "د خبرو ځنډولو پلمه" پاتې نه شي:
ور پسې یې زیاته کړه، که طالب بندیان خلاص شول، طالبان نوره پلمه نه لري. که زړه یې د جګړې دوام او امارت جوړول وي بیا نو خبرې نتیجه نه ورکوي.
ښاغلي دوستم وویل، په دې صورت کې دې بیا ده ته دې وخت ور کړل شي چې طالبان وځپي:
"زه ټول پوځ ته دا خبره کوم، افغان ولس او ځوانانو ته وایم، که طالبان جګړې ته دوام ور کوي، جغرافیه له لاسه ورکوي، ماتې خوري، ناټو او مېلر ته وایم، ما پرېږدئ چې ثابته کړم، د مارشالۍ وړ یم که نه، پردئ وښیم چې طالبان له خاورې شړلی شم که نه. که شپږ میاشتې باور راباندې وکړئ، د بهرنیانو بمبار هم نه غواړم، زموږ پوځ له بهرنیو کمانډو کم نه دی، شپږ میاشتې که نړۍ راباندې باور وکړي، زه تاسو ته ښیم، مارشال په دې پوځ، پولیسو او د خدای په زور طالبانو ته ماتې ورکوم".

له ټرمپ غوښتنه
ښاغلي دوستم خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې ولسمشر ټرمپ دې ټاکنو کې د خپل بریالیتوب لپاره خپل پوځ په بیړه له افغانستان نه وباسي:
"که امریکا په بیړه له افغانستان وځي، پښېمانېږي، خپل ملګري له لاسه ورکوي، څومره یې چې وینې ورکړې او شهیدان یې ورکړي ټول له لاسه ورکوي".
په دې مراسمو کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله دا رتبه په رسمي ډول دا مډال ور کړ.
ښاغلي عبدالله خپلو خبرو کې پر تاوتریخوالي وغږېد او د سمنګان وروستۍ پېښې ته په اشارې یې وویل، چې که هره ډله دې پایلې ته رسېدلې وي، چې په جګړه به پر ملت واکمنه شي نو دا تېروتنه ده:
"د سولې خبرو پیلولو زمینه برابره شوې، زه باوري یم چې د بندیانو د خلاصون پروسې بشپړول پای ته رسېږي او نور باید د سولې خبرو ځنډولو ته پلمه پاتې نه شي".
دوستم ته څنګه مارشالي ور کړل شوه؟

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو جنجال پسې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ هوکړه کې ښاغلي غني د عبدالله ټاکنډلې ته د پنځوس سلنه کابینې او د هغه ملاتړي جنرال دوستم ته د مارشالي رتبې ور کولو ومنل.
پر خواله رسنیو غبرګونونه
دغه مراسمو چې د جورجان په مرکز شبرغان کې جوړ شوي وو، نه ولسمشر محمد اشرف غني او نه یې هم مرستیالانو ګډون کړی و، خو د ولسمشر غني د دفتر مشر شاکر کارګر پکې برخه اخیستې وه او هلته یې عبدالرشید دوستم ته د ولسمشر له لوري د مارشالۍ رتبې د ورکړې فرمان ولوست.

په دې فرمان کې راغلي "د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۹ بند له مخې، مارشالي د هېواد محترم سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته هېواد کې د ټیکاو او د سیاسي بندون حل کې د نوموړي خدمت لپاره ورکول کېږي".
ښاغلي دوستم له عبدالله مننه وکړه چې د دې رتبې غوښتنه یې کړې وه او له ولسمشر محمد اشرف غني هم منندوی شو چې ده ته یې دا رتبه ورکړه.
په خواله رسنیو کې عامو خلکو او یو شمېر سیاستوالو د سیاسي جوړجاړي په پایله کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د مارشالۍ د ورکړې رتبې ته بېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
ځینې کسانو دا رتبه د ټاکنیزو جنجالونو د ختم او په افغانستان کې د سولې راوستلو په خاطر ستایلې خو نورو بیا د ولسمشر غني دغه فرمان تاریخي شرم بللی دی.









