انتوني بلېنکن: امریکا افغانستان کې د عادلانه پایېدونکي جوړجاړي ملاتړ کوي

د عکس سرچینه، Dr Abdullah
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې په تړاو د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.
ویناپاڼه کې راغلي، ښاغلي بلېنکن د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د تګلارې د بیا کتنې په اړه له ښاغلي عبدالله سره وغږېد.
په همدې حال کې د افغانستان د پخلاینې عالي شورا د ښاغلي عبدالله او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ټیلېفوني خبرو په تړاو ویلي، چې ښاغلي بلېنکن په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.
ویناپاڼه په دې تړاو نور جزییات نه ورکوي، خو وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه تلپاتې او هر اړخیز اوربند او یوه پاتېدوني او نیاومن سیاسي حل د ملاتړ په برخه کې د امریکا د هوډ څرګندونه وکړه.
د ویناپاڼې له مخې، نوموړي د جګړې او تاوتریخوالي پر درېدو او د افغانستان د ستونزې پر سیاسي حل هم ټینګار وکړ.
ویناپاڼه زیاتوي، ښاغلي عبدالله له ښاغلي بلېنکن سره په خبرو کې د تلپاتې د سولې په راتلو کې سیمه ییز او نړیوال ملاتړ مهم یاد کړ او د سولې بهیر په چټکولو کې د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ غوښتونکی شو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره جمعه مونیخ امنیتي کنفرانس ته په وینا کې د افغان جګړې ختمولو په موخه د روانو ډیپلوماتیکو هڅو د ټینګ ملاتړ خبره کړې ده.
په ورته وخت کې افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو لپاره د ځینو سیاستوالو له لوري د یوې حل لارې په توګه د لنډمهالې ادارې د رامځته کېدو وړاندیزونه شوي، خو ولسمشر غني ویلي، تر څو چې ژوندی دی په وینا یې طالبان به د لنډمهالي حکومت مخ ونه ویني.
ښاغلي غني چې د وژل شویو افغان امنیتي ځواکونو د کورنیو له غړو سره خبرې کولې، وویل د لنډمهالي حکومت د رامنځ ته کېدو بحث د خلکو د ذهنونو د مغشوشولو په پار وړاندې کېږي.
که څه هم طالبانو په څرګنده د لنډمهالې ادارې د جوړېدو په تړاو څه نه دي ویلي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د طالبانو د یوه پلاوي په مشرۍ خپل وروستي سفر کې ادعا کړې وه چې اوسنی افغان حکومت د سولې پر وړاندې یو خنډ دی.











