ناټو: افغانستان کې مو د خپل شتون په اړه وروستۍ پرېکړه ونکړه، د سولې خبرې باید بریالۍ شي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه په افغانستان کې د ناټو پوځي شتون د راتلونکي په اړه له کومې پرېکړې پرته پای ته ورسېدله.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پنجشنبه ماسپښین یو خبري کنفرانس ته وویل، ناټو به په راتلونکو اوونیو کې سلا مشورې کوي، خو د اوس لپاره غواړي چې د سولې پر بهیر تمرکز وکړي او دا خبرې بریالۍ شي.
هغه وویل: "له سخت حالت سره مخ یو. که د می له لومړۍ نېټې وروسته په افغانستان کې پاتې کېږو نو امکان شته چې تاوتریخوالی او زموږ پر ځواکونو بریدونه ډېر شي. خو که له افغانستانه ووځو نو داسې وېره هم شته چې د تېرو شلو کالو قربانۍ او لاسته راوړنې ضایع شي ".
نوموړي په افغان کشاله کې پر ښکېلو غاړو، په ځانګړې توګه پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې خبرو ته حاضر شي، تاوتریخوالی کم کړي او له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان کې تر ټولو ښه حل یو سیاسي جوړجاړی دی.
د ناټو سرمنشي وویل، دغه سازمان فکر کوي چې د می میاشتې لومړۍ نېټې (له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو صرب الاجل) ته لا هم وخت شته، او هیله شته چې د سولې خبرې بریالۍ شي.
هغه زیاته کړه چې د امریکا دفاع وزیر ورسره ژمنه کړې ده چې په افغانستان کې روان وضعیت په اړه به ورسره مشوره او همغږي کوي، او ناټو او امریکا به په ګډه پرېکړه کوي.
ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانستان کې د دې سازمان اړوندو ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتلو پریکړه شرطونو پورې تړلې ده.
د سولې خبرو پر بریا ټینګار

د عکس سرچینه، NATO
د ناټو سرمنشي له خبرو داسې ښکاره چې دا سازمان غواړي د اوس لپاره د افغان سولې د بهیر بریا لپاره له ټولو لارو چارو کار واخلي.
ینس سټولټنبرګ بیا بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پر ځای د خبرو لاره غوره کړي، او هیله یې وښوده چې دوحه کې روانې خبرې بریالۍ کېدلی شي.
د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې دې ډلې ژمنه کړې چې تاوتریخوالي به کموي، له القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره به اړیکي پرې کوي او د سولې خبرو ته به کېني.
که څه هم دې ډلې له تېر سپټمبر راهیسې له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړې، خو کوم پرمختګ پکې نشته.
همدا راز تېرو څو میاشتو کې افغانستان کې تاوتریخوالی نور هم زیات شوی، او د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، طالبان لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې پالي.
طالبان ټېنګار کوي چې دوی د دوحې پر تړون عمل کړی، او بهرني ځواکونه باید له افغانستان په ټاکلي وخت ووځي.
خو افغان حکومت، امریکا او ملګري ملتونه وايي تاوتریخوالی تر بل هر وخت پراخ او طالبانو خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.
افغان حکومت له دې وړاندې "د شرایطو له مخې" له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د ناټو د دریځ هرکلی کړی دی. او له دې غونډې یې تمه دا ده چې په پوځي برخه کې ناټو سازمان له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ناټو افغانستان کې څومره پوځ لري

د عکس سرچینه، Getty Images
- دا مهال ناټو افغانستان کې ۹۵۹۲ پوځیان لري.
- په دې پوځیانو کې ۲۵۰۰ د امریکا دي.
- د جرمني ۱۳ سوه سرتېري دي.
- د ایټالیا ۸۹۵ پوځیان او د بریتانیا ۷۵۰ سرتېري دي.










