سیمه کې غلا شوي ځیرک ټیلیفونونه؛ د ایران افغانستان او اماراتو ترمنځ وړل راوړل کېږي

- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
ځیرک ټیلیفونونه په اوسنیو حالاتو کې یوازې مخابراتي اهمیت نه لري، بلکې یو ډول د تجمل او فېشن وسیله هم ګرځېدلې. د بي بي سي موندنې ښیي چې غلا شوي ګرځنده ټیلیفونونو د سیمې په کچه یو لوی تجارت رامنځ ته کړی.
په کابل کې له ګڼې ګوڼې ډک یو بازار چې د ځیرکو ټیلیفونونو بازار بلل کېږي، هم دلته په کابل او هم د افغانستان په ډېرو نورو لویو ښارونو کې د نویو ټیلیفونونو ترڅنګ یو ځل کارول شوي ټیلیفونونه هم په اسانۍ موندل کېږي. د دویم لاس ټیلیفونونه هغه ټیلیفونونه دي چې یو ځل کارول شوي خو په بازار کې په همدې نامه غلا شوي ټيلیفونونه هم پلورل کېږي.
یوشمېر دا ډول د دویم لاس ټیلیفونونه چې په یوه هېواد کې غلا کېږي تر اوږده مزل وروسته پېرودونکي ته په بل هېواد کې ورسپارل کېږي.
حکیم په کابل کې د ګرځنده ټیلیفونونو یو پلورونکی دی: "ځینې موبایلونه غلا کېږي. هغه خپل مشخص خلک لري. مشخص کسان ورځي او معامله کوي خو دا چې بیا یې پر چا خرڅوي نه مالومېږي. ښه او بد وګړي مالوم دي. مثلاً ما ته مالوم دي چې څوک دا کار کوي او څوک یې نه کوی".
یوشمېر پېرودونکو بي بي سي ته ویلي کله چې د ځیرک ټیلیفونونو د پلورنځي له څښتنه یې د دوو سره ورته ټیلیفونونو د بیې د توپير په اړه پوښتلي ورته ویل شوي چې ارزانه ټیلیفون غلا شوی ټیلیفون دی او له پلاني هېواد غلا شوی.

ډېری غلا شوي ټیلیفونونه له عربي متحده اماراتو، ایران او پاکستانه افغانستان ته په قاچاقي ډول راوړل کېږي. د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې هم د دې ډول ټیلیفونونو بازار تود دی.
د دې ډول ټیلیفونونو راوړونکي مرکې ته نه چمتو کېږي، خو وایي په ایران او افغانستان کې داسې کسان شته چې په منظم ډول د غلا شویو ټیلیفونونو کار و بار لري.
ښایي د ځیرکو ټیلیفونونو ټول پلورونکي به هم په دې نه پوهېږي چې کوم ټیلیفون غلا شوی او کوم نوی دی، خو دوی په دې پوهېږي چې د غلا شویو ټیلیفونونو پر سر لوی تجارت روان دی.
په هرات کی د ګرځنده ټیلیفونونو د پلوروونکو د ټولنې یو چارواکی عبدالغفور حکیمي وايي:
"دا یوه لویه مبارزه غواړي. دا ډېره لویه ننګونه ده او یوازې د افغانستان دولت یې پر وړاندې مبارزه نه شي کولی. له دې ځایه هم چې ټیلیفونونه غلا کېږي یا نورو ولایتونو ته ځي او یا نورو هېوادونو ته، لکه ایران او پاکستان ته وړل کېږي، هلته بیا ثبت او راجستر کېږي".
(اترا) څه وايي؟

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) وایي د هغو ټیلیفونونو د شنډولو لپاره اقدام کوي چې غلا شوي دي، خو نکه ده مالومه چې دا کار به کله ترسره کېږي.
د اترا ادارې ویاند نور ولي سعید شینواری:
"د ورکو شویو موبایلونو د شنډولو او بلاک کولو کړنلاره د اترا اداری له خوا وروستۍ شوې او د عملي کولو وړ ده او نورو دولتي او امنیتي ارګانونو او مخابراتي شرکتونو ته هم په دې اړه اطلاع ورکړل شوې، خو په دې اړه غواړو د اې ای ار (EIR) ملي شبکه جوړه کړو او هغه د نړیوالې اې ای ار شبکې سره ونښلوو. دا چاره وخت غواړي".
ځیرک ټیلیفونونه په اوسنیو حالاتو کې یوازې مخابراتي اهمیت نه لري، بلکې یو ډول د تجمل او فېشن وسیله هم ګرځېدلی.
ډېری خلک هڅه کوي دا ډول ټیلیفونونه له معتبرو څانګو او پلورنځیو ترلاسه کړي. ښایي ټولو ته ښه سپارښتنه دا وي که ځیرک ټیلیفون اخلئ نو په ځیر یې لومړی وګورئ ځکه د دې ډول ټیلیفونونو عمر هم ډېر اوږد نه وي او تر دوو یا دریو کلونو وروسته له کاره لوېږي.









