ځیرک تلېفون وینه کې شکره هم کنټرولوي

د عکس سرچینه، J SHAO
ساینسپوهانو په موږکانو کې د ژوندیو ژونکو د خوځښت کنټرولولو لپاره ځیرک تلېفون کارولی دی.
د ژوندپوهنې او ټیکنالوجۍ دا ګډ کار د موږکانو په وینه کې د شکرې د اندازې کنټرولولو لپاره شوی.
ساینس ټرانسلیشن میډیسن جریده کې دا څېړنه خپره شوې او ساینسپوهان وايي، چې دا لار د ډېرو نورو ناروغیو لپاره هم کارېدلی شي.
چینايي ساینسپوهان وايي، چې په دې رودې سره طب کې 'د یوه نوي پړاو لار پرانیستل کېږي'.
په دې روده کې دعامو ژونکو جنین بدلېږي او داسې درمل جوړېږي چې د انسولین په څېر په وینه کې د شکرې کچه کنټرولوي او دا کار د ځانګړې رڼايي پر مهال کېږي.
دې رودې ته اپټو جینیټیکس وايي او دا هغه وخت کار ور کوي چې سره رڼايي ځانګړو وړانګو ته مخ وي.
له دې وروسته ټیکنالوجي په کار اچول کېږي، چې له تار پرته د انرژۍ یا برېښنا د اېل اي ډي سېټ د ځيرک تلیفون د اېپ په مټ کنټرولېږي.
د شانګهای په ختیز چین نارمل پوهنتون کې څېړنډلې دا روده پر موږکانو تجربه کړې او په دوی کې د شکرې ناروغۍ په کنټرولو کې بریالي شوي دي.

د عکس سرچینه، J SHAO
څېړونکي وايي، چې په دې موندنې سره د طب نړۍ کې د درملنې لپاره ځانګړې ډیجیټل او نړیواله روده رامنځته کېدلی شي.
ساینسپوهانو ته د وینې د زرې په څېر څاڅکی پکار و، چې معلومه کړي، په وینه کې شکره یا د شکر ناروغي کچه څومره ده او له دې لارې ژوو ته درمل پیچکاري کړي.
څېړونکي وايي، د دوی دا نوې موندنه په خورا لومړي پړاو کې ده، خو یواځې په شکر ناروغۍ پورې محدوده نه ده، بلکې د نورو ناروغیو درملنې ته هم کارېدلی شي.
په وي یومنګ پوهنتون کې مالیکولي ژوندپوه پوهاند مارک ګوملسکي دا څېړنه "هیښوونکې بریا" بولي.
هغه هیله من دی چې ژر تر ژره کوڅو کې داسې خلک وویني چې پر مړوند به یې اېل اي ډي تړلی وي او د ناروغیو لپاره به تري درمل برابروي.
نوموړی وايي، دغه نوښت په راتلونکي کې د ځیرک ټلیفون په مټ د دارو درمل برابرولو لار جوړه کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images








