خوړو او څښاک کې د شکرې د کمولو هلې ځلې

په بريتانيا کې د چاغوالي او شکرې له ناروغيو سره د مبارزې په موخه يوه ډله جوړه شوې چې غواړي خوړو او څښاک کې د شکرې اندازه کمه کړي.
د ډلې هدف دا دى چې خلک د پټې شکرې له اخيستلو وژغوري او کارخانې اړباسي چې د وخت په تېرېدو سره په خوړو کې د شکرې اندازه کمه کړي.
په خوړو کې د شکرې شتون خورا ډېردى.
کېداى شي چې دا يوه هېښونکې خبره وي چې د کولا يوه قوطۍ نهه کاشغه شکره لري.
د سرو بادنجانو د ښورا يوه قوطۍ او خوندورو اوبو بوتل څلور کاشغه شکره لري او آن له غوړو تشې مستې هم په لوړه کچه شکره لري.
په بريتانيا کې د روغتيا ملي خدمتونو اداره وايي واړو او زاړه په دې هېواد کې ډېره اندازه شکره کاروي.
د شکرې لومړى اغيز دادى چې د لوړې کالورۍ د لرلو له کبله خلک چاغوي.
په بريتانيا کې په هرو درېو کسانو کې يو يې چاغ دى چې چاغوالى بېا په خپل وارسره د شکرې او زړه ناروغۍ رامنځ ته کوي.
ځني بيا وايي چې شکره کېداى شي چې د ځېگر د غوړ د ډېرولو په څير لا سختې ناروغۍ رامنځ ته کړي.
ډله باور لري چې درې تر پنځه کلونو پورې به خوړو کې تر دېرش سلنې پورې شکره کمه شي.








