یوناما: د خبرو دویم پړاو د جګړې پای او سولې راتلو لپاره مهم دی

د عکس سرچینه، DeborahLyonsUN
په داسې حال کې چې د افغان دولت د سولې مذاکراتي ټیم تر دریو اونیو سلامشورو وروسته د دویم ځل خبرو لپاره قطر ته خوځېدلی، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سول د خبرو بیا پیلېدا هرکلی کړی او وايي، په چټکه توګه په قطر کې د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د مذاکرې پیل ته سترګې په لار دي.
یوناما د سې شنبې په ورځ (جنوري پنځمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي "دا خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره مهمې دي. مذاکره کوونکي له یو لړ پېچلو ننګونو سره مخامخ شول او لا ډېر کار پاتې دی، خو دواړه پلاوو د خبرو اترو په لومړي تاریخي پړاو کې چې په سپټمبر کې پیل شو ښه همکاري درلوده چې په تدریجي ډول یې ریښتینی پرمختګ وګړ".
د یوناما مشرې دیبرا لاینز ویلي، له دواړو غاړو یې غوښتنه دا ده چې له دې فرصته په ګټه اخیستو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره زمینه برابره کړي، چې د لا ډېرو افغانانو وژل کېدل پای ته ورسېږي.
اغلې لاینز وايي، د یوه داسې سياسي ثبات راتلو په هیله ده چې د افغان ټولنې د ټولو برخو لپاره د منلو وي.

د عکس سرچینه، Social media
بل خوا، قطر ته د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي، د خبرو دې پړاو کې د داسې هوکړې په تمه دي چې وینه بهېدنه پکې ودرول شي.
معصوم ستانکزي رسنیو ته په یوه استول شوي وېډيويي پیغام کې ویلي، "له ټولو اړخونو سره تر سلا مشورو او د هغوی د نظرونو، لارښوونو او سپارښتنو تر اورېدو وروسته موږ د خبرو دویم پړاو پیلوو، هیله مو دا ده د خلکو هغه غوښتنه چې نور باید وینه بهېدنه ودرل شي عملي شي، ځکه دلته اوس هره ورځ، هره شپه او ان هره شېبه خلک قرباني کېږي".

د عکس سرچینه، Dr Abdullah
قطر کې د خبرو د دویم پړاو له پیلېدا سره سم، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره پر افغان سولې تر خبرو وروسته کابل ته تللی او له ځینو افغان چارواکو سره یې کتلي.
د ملي پخلاینې د عالي شورا له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې خلیلزاد ددې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدنه کې، چې کابل کې د امریکا مرستیال سفیر راس ویلسن او په دې هېواد کې د پرېکنده ماموریت مشر جنرال سکاټ مېلر هم و، د مذاکراتو لومړی پړاو بریالی وباله.
خلیلزاد د هم ویلي، دواړه غاړې باید له فرصته ډېره ګټه واخلي چې یوې دایمي سولې او جګړې بندېدو هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي د تاوتریخوالي ډېرېدل د نه منلو وبلل او پر کمېدو یې ټینګار وکړ.
د افغان دولت او طالبانو خبرې د سپټمبر پر ۱۲ پیل شوې، خو تر څو اتیا ورځو وروسته یې اړیکډلې د خبرو پر چلنلار سلا شوې.
دواړو لورو ۲۱ ورځې مخکې د سولې خبرو کې د شل ورځنۍ دمې غوښتنه وکړه.


د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو سره ټیلیفوني خبرو کې د سولې پر بهیر خبرې وکړې او دواړو مشرانو پر سم لاسي اوربند ټینګار وکړ.
له ارګه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي د اندونیزیا ولسمشر د افغان سولې بهیر ملاتړ اعلان کړ او "له سولې پروسې د علماوو بین المللي دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه یې وکړه".
دواړو مشرانو په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

اوربند ته خبرو کې لومړیتوب
د افغان دولت پلاوي لومړي پړاو خبرو کې هم پر اوربند ټینګار کاوه، خو طالبانو دا غوښتنه نه منله.
کابل ته تر ستنېدو وروسته هم د دې پلاوی غړو ویل چې دویم پړاو خبرو کې به لومړیتوب اوربند وي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د دولت د مذاکراتي پلاوي ویاند نادر نادري خپل ټوېټر کې لیکلي، چې خبرو کې اوربند غوښتنه د افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده:
"د افغانستان مرکچي پلاوی، په بریالۍ توګه د سولې خبرو دویم پړاو د پیل لپاره، له لازمو نظریاتو او لارښوونو برخمن شوی، څو په هېواد کې د سراسري سولې ټینګښت په موخه، خبرې له سره پیل کړي. د مشورو پرمهال روښانه شوه چې اوربند د افغانستان د خلکو لومړنۍ غوښتنه ده".








