د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه؛ افغان حکومت او طالبان یو بل ملامتوي
د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وايي، طالبانو په قطر کې د سولې روانې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته رسولې دي. نوموړي نن (شنبه تله ۱۹) د افغانستان لویه څارنوالۍ کې د خبرو پر مهال وویل، طالبانو د مذاکراتو په طرزالعمل کې د ځینې بې ځایه موضوعات پر سر ټینګار سره د سولې خبرو بهیر په ټپه درولی دی.
بل لور ته وسله وال طالبان بیا پر افغان حکومتي مشرانو تور پورې کوي، چې په لوی لاس د خبرو پر وړاندې خنډونه راپورته کړي.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره خبرو کې تور پورې کړ چې د افغان حکومت مشران وخت ناوخته د پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي. ښاغلی مجاهد وایي:
"دوی کوښښ کوي دې خبرو سره بې باوري رامنځته کړي، ستونزې ایجاد کړي او دا ټول په دې معنا دي، چې دوی د سولې مخالف دي او نه غواړي چې دا بهیر پایله ولري یا مخکې لاړ شي".
د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ د خبرو له پیله یوه میاشت تېره شوې، خو تر اوسه مرکچي پلاوي نه دي توانېدلي د مذاکراتو لپاره پر یوه طرزالعمل هوکړې ته سره ورسېږي.
د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، طالبان ټینګار کوي چې یوازې حنفي فقه او د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه باید د اختلافونو د حل بنسټونه وي، خو دولتي پلاوی غواړي چې جعفري فقه او د دولت او امریکا ګډه اعلامیه هم باید په پام کې ونیول شي.
څو ورځې وړاندې د افغان دولت مرکچيپلاوي وویل، دوی د دې ستونزې د حل لپاره بدیلې تګلارې هم وړاندیز کړې، خو طالبان لا هم پر خپله غوښتنه ټینګار کوي.
سرور دانش د طالبانو دریځ په اړه څه ویلي؟

د عکس سرچینه، danish media office
د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش نن وویل، دولت طالبانو ته د اختلاف حل لړ کې د قرآن، سنت او شریعت وړاندیز کړی، خو طالبان لا هم له امریکا سره پر خپله هوکړه ټینګار کوي.
ښاغلي دانش وايي: ''طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره اوس شریعت هم له پامه غورځوي، چې تل یې شعار و. طالبان خلکو ته د تبعیض له نظره ګوري، چې له دیني اصولو، د هېوادوالۍ او ملي ارزښتونو صریح مخالفت دی. دا له ښځو، د اسلامي مذاهبو له منونکو او لږکیو پر وړاندې ښکاره تبعیض دی. ''
ښاغلي دانش د افغان دولت مرکچې پلاوی د یوې بلې برترۍ په توګه یاد کړ، ځکه په وینا یې له بېلا بېلو ګوندونو، قومونو، دیني عالمانو، پوهنتون استادانو، ښځو او نارینه وو تشکیل شوی دی.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي دانش د دې څرګندونو په ځواب کې بي بي سي ته وویل:
"بې له شکه چې د اسلامي امارت جهاد دوام د اسلامي حاکمیت د اشغال د خاتمې لپاره و او دی، دا سمه ده چې بهرني ځواکونه د تړون له مخې له افغانستانه وځي، ولې د اسلام حاکمیت زموږ ارمان او هدف دی او تر څو چې دا هدف لاس ته نه وي راغلی، ټول مجاهدین جهاد ته ژمن دي او د دې لوړ هدف د ترلاسه کولو لپاره جهاد مشروع دی".
تاوتریخوالی د چا لخوا ډېر شوی؟
افغان دولت تور پورې کوي چې طالبانو د سولې خبرو له پیل سره سم جګړې ته زور ورکړی او دولتي ځواکونه یوازې په دفاعي حالت کې دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.
ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په لویو ښارونو کې بریدونه نه کوي، د سیمو او پوځي مرکزونو نیولو هڅه نه کوي. نوموړي پر حکومتي مشرانو تور پورې کړ، چې له دوی د سیمو نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
د وږي میاشتې پر ۲۲ نېټه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې خبرې پیل شوې، چې په پرانیستغونډه کې یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تر څنګ یو شمېر افغان چارواکو هم برخه درلوده.










