ستانکزی: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي دولت اړ دی چې د افغانستان دفاع وکړي

ستانکزی

د عکس سرچینه، State Ministry for Peace

د عکس تشریح، معصوم ستانکزي چارشنبه کابل کې یو څېړنیز مرکز کې خبرې کولې

د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي دولت ناچاره دی چې باید له افغانستانه دفاع وکړي.

ښاغلي ستانکزی چې چارشنبه یې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د سولې په تړاو یوې غونډې ته خبرې کولې زیاته کړه، حکومت د تلپاتې سولې لپاره باید ټول اړین ګامونه واخلي.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ښکېلې غاړې باید یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره له خپلو ځینو غوښتنو تېر شي.

معصوم ستانکزي وویل، د افغان سولې خبرو کې یوه بله مهمه موضوع په افغانستان کې د بهرنیو اورپکو شتون دی، او وېره یې څرګنده کړه چې ښایي راتلونکي کې کومه بله نوې ډله سر راپورته کړي.

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو راتلونکی برخلیک د سولې په خبرو کې د افغان ولس او د اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي لپاره یوه مهمه موضوع ده.

یاده دې وي چې طالبانو تر دې دمه د اوربند لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه رد کړې او وایي، د اوربند موضوع به د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا برخه وي.

ناټو: د افغان سولې بهیر د بریا هېڅ ضمانت نشته

ین سټولټنبرګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ین سټولټنبرګ: "که بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي، البته دا خطر شته چې جګړه او تاوتریخوالی ډېر شي"

بل لورته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي، خو د دې بهیر د بریا لپاره هېڅ ضمانت نه شته.

نوموړي دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (مرغومی ۹مه) د جرمني له یوه خبري اژانس سره کړې دي، چې وايي، که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، ښايي په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې څو کلنې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.

ینس سټولټنبرګ وویل، "هر ضمانت چې ترلاسه کړو، بیا هم خطر شته که له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړو، دا وېره شته چې له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې مو لاسته راوړنې په سیند لاهو او افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ پټنځی وګرځي".

د ناټو سرمنشي وايي، که بهرني ځواکونه افغانستان کې پاتې شي، البته دا خطر شته چې جګړه او تاوتریخوالی ډېر شي او "په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره په پوځي شخړه کې ښکېل شو".

ولسمشر ټرمپ له افغانستان نور پوځیان هم وباسي

دا مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۶۰۰ کسه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا ۸۶۰۰ کسه دی.

د ختمېدونکي ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاسلیکېدا وروسته- چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یې یوه برخه ده- افغانستان کې د دې ځواکونو شمېر په تدریجي ډول کمېږي.

په تېره نومبر میاشت کې د امریکا دفاع وزارت وویل چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ کسانو ته راټیټ شي.

د پوځيانو د شمېر دا کمېدنه د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د جو بایډن د لوړې تر مراسمو پنځه ورځې مخکې ترسره کېږي.

د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو ترمنځ هم د سولې خبرې د سپټمبر پر ۱۲مه پیل شوې وې، چې تر کابو ۹۴ ورځو وروسته یې د دریو اونیو لپاره رخصتي وکړه.

اوس په قطر کې د خبرو د دویم پړاو پیلېدو لپاره چمتووالی روان دی، او تمه کېږي چې دا خبرې د راتلونکې جنورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بېرته بیل شي.