صالح په افغانستان کې د هدفي وژنو تور پر طالبانو پورې کړ، طالبان وايي، پر ملکي خلکو بریدونه نه کوي

د ویډیو تشریح، امریکا: افغانستان کې هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په دا وروستیو کې هدفي وژنې د طالبانو کار دی، چې د ده په خبره د هغو د مذاکراتو پالیسې پورې تړاو لري.

ښاغلي صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي:

''هغه بمي چاودنې چې څوک یې مسوولیت نه مني، د مدني فعالانو هدفي وژنې د طالبانو د ترور له ۱۱ تاکتیکونه دوه دي، چې د سولې په خبرو کې یې د خپلې پالیسۍ اړوند لري، دوی غواړي د افغانستان د خلکو سیاسي هوډ مات کړي او ناشوني امتیازات ترلاسه کړي. څه چې رښتیا دي باید وویل شي، په دې برخه کې ابهام مرسته نه کوي. ''

ښاغلي صالح د تاو تریخوالي په تړاو د طالبانو ۱۱ مادو هغه پروګرام په هکله څه نه دي ویلي، چې ده یاد کړی.

دا وروستیو ورځو کې پر یو شمېر خبریالانو او مدني فعالانو مرګوني بریدونه شوي دي. هېچا د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو افغان حکومت په تکرار سره طالبان تورن کړي، چې دې وژنو کې لاس لري.

خبریالان او مدني فعالان

د عکس سرچینه، .

بل لور ته د ښاغلي صالح د ټویټر پیغام په ځواب کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چې دوی 'پر غیر نظامي کسانو د بریدونو هېڅ پلان نه لري. '

نوموړي د افغانستان پر ملي امنیت ادارې تور پورې کړ، چې د ده په وینا یو شمېر کسانو ته یې ګواښونه او اخطارونه کړي دي. ښاغلي مجاهد زیاته کړه:

''زموږ دښمن معلوم دی، تر اوسه هم پر جګړه ټینګار کوي او دغه پېښې په سوله پورې تړاو نه لري. ''

نژدې یوه میاشت مخکې امرالله صالح د ملي امنیت ادارې په حواله ویلي و چې طالبانو پرېکړه کړې د افغانستان په لویو ښارونو کې د مدني ټولنې غړي 'په نښه کړي. '

ګلبدین حکمتیار: د کابل امنیتي وضعیت له زغم وتلی

حکمتیار

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پلازمېنې کابل د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د هدفي وژنو د ډېریدو په اړه اندېښنه وښوده.

ښاغلي حکمتیار نن جمعه (مرغومي/جدي ۵مه) یوې خبري غونډې ته وویل د کابل امنیتي وضعیت له زغم وتلی او خلک پخپله باید د ځانونو د امنیت ساتلو لپاره لاس په کار شي.

د حزب اسلامي مشر وايي "زموږ وړاندیز دا دی چې د کابل خلک دې پخپله خپل امنیت تامین کړي".

ګلبدین حکمتیار وايي که کابل پر ۳۰ امنیتي حوزو وویشل شي او هره حوزه شاوخوا ۲۰۰ سرتیري ولري نو پلازمېنه کې د امنیتي پېښو او هدفي وژنو مخه نیول کېدای شي.

د حزب اسلامي تر مشر یوه ورځ وړاندې د جمعیت اسلامي ګوند اجراییوي رییس عطا محمد نور هم د هېواد د امنیتي وضعیت له خرابېدو شکایت کړی و.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم افغانستان کې وروستیو هدفي وژنو ته په اشاره وايي، د "ترهګریزو" بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي.

کابل کې وروستي بریدونه پر افغان چارواکو سربېره ناټو او ملګرو ملتونو هم غندلي دي.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زلمی خلیلزاد وايي، هدفي وژنې د سولې بهیر ګواښي.

زلمی خلیلزاد هم خپلو ټوېټونو کې په کابل او ولایتونو کې د مدني او ټولنیزو فعالانو د وژنې په غندلو سره زیاتوي:

"د یوسف رشید وژنه د غندنې وړ ده. موږ یې غندو. موږ د هغو ډاکترانو چې څرخي پله کې کار کاوه او د ښځو د حقونو فعالې، فرشته کوهستانۍ، وژنه هم غندو. د دغو ترهګریزو بریدونو تر شا کسانو سره باید حساب وشي. "

افغانستان کې دې وروستیو کې پر خبریالانو او مدني فعالانو بریدونه ډېر شوي، خو کومې ډلې یې مسوولیت نه دی منلی او ور سره دا وېره ښودل کېږي چې دا ډول بریدونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدو خنډ نه شي.

زلمی خلیلزاد هم خپلو ټوېټونو کې دې اندېښنې ته په اشاره زیاتوي دا وژنې باید بندې شي د سولې بهیر ګواښي.

نوموړی د تېر په څېر بیا هم پر اوربند ټینګار کوي:

" افغانان سوله غواړی، ځکه اوربند او سیاسي جوړجاړی بېړنی دی. زه له مذاکره کونکو ډلو غواړم چې خپلې هڅې دوچنده کړي. موږ مرسته کولو ته چمتو یو. "

وروستیو اونیو کې د مدني فعالانو او خبریالانو هدفي وژنې بې مخینې ډېرې شوې او په غبرګون کې یې پنجشنبه هم مدني او د بشري حقونو فعالانو کابل کې یوه خبري غونډه کې اندېښنه وښوده او د خپل امنیت د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه.

د خبرو کوربتوب ته د اندونیزیا لېوالتیا

له بلې خوا د اندونیزیا د محمدیه عالمانو شورا مشر او د دغه هېواد د ولسمشر پخواني مرستیال یوسف کلا له افغان ولسمشر سره خبرو کې ویلي چې اندونیزیا د افغان سولې خبرو د یو پړاو کوربتوب ته لېواله ده.

د ارګ خبرپاڼه کې راغلي ښاغلي کلا بېګا ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې وویل، د سفر موخه یې دا ده چې اندونیزیا د "ستر" اسلامي هیواد په توګه د افغان سولې پروسه کې څنکه مرسته او همکاري کولی شي:

"دوی په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ عالمانو په ګډون د یوه کنفرانس جوړېدو په خاطر چې د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي چمتووالی وښوده او زیاته یې کړه، په اندونیزیا کې د سولې مذاکراتو د یو پړاو کوربتوب ته تیار دي. "

یوسف کلا له یوه پلاوي سره کابل ته په دوه ورځني سفر راغلی او د حج او اوقافو، سوداګرۍ او صنعت، ملي امنیت سلاکار، د افغان سولې مرکچي پلاوي او د افغان عالمانو شورا ځینې غړو سره یې هم ولیدل.

د اندویزیا محمدیه عالمانو شورا مشر دا غوښتنه په داسې مهال ده چې ټاکلې ده د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوی د جنورۍ پر پنځمه خبرې بیا پیل کړې.

د افغان ولسمشر په ګډون مختلفو افغان چارواکو په افغانستان کې د دې خبرو پیلېدل غوښتي، خو وسلوالو طالبانو له دې وړاندیز سره مخالفت ښودلی دی.

خبرو کې دمه

قطر

د عکس سرچینه، Qatar Official Sources

د عکس تشریح، طالب پلاوی قطر کې له عرب او امریکايي چارواکو سره خبرو کې.

د افغان سولې خبرو لومړی پړاو د تېر سپټمبر پر ۱۲ د قطر پلازمېنه دوحه کې پرانیستل شو.

له نږدې اتیا ورځو وروسته دواړه پلاوي د خبرو پر چلنلار هوکړې ته ورسېدل او وروسته دې خبرو کې پر شل ورځنۍ دمه سلا شول.

د افغان حکومت او طالبانو د دې خبرو تر پیلېدو مخکې هم مختلفو هېوادونو د دې مذاکراتو د کوربتوب غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د جولای پر ۱۶ کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی دی.

د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.

د ویډیو تشریح، د سولې مذاکرات: د دولت مرکچي پلاوی دوحې ته ځي