دفاع وزارت: د غزني د پروني برید مسوول له ۷ ملګرو سره ووژل شو

د عکس سرچینه، MOD
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد په غزني ولایت کې یې د یکشنبې ورځې د موټربم برید مسوول له ۷ نورو وسلوالو سره وواژه.
د دفاع وزارت د بیان له مخې، د حمزه وزیرستاني په نوم دغه کس د غزني د ګېرو ولسوالۍ په علي شېرخېل کلي کې بېګا په هوايي برید کې ووژل شو.
که څه هم د پروني برید پړه کومې ډلې نه ده منلې، خو دفاع وزارت یې مسوولیت په وسلوالو طالبانو اچوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ګهیځ (قوس/لیندۍ پر نهمه) ومنله چې شاوخوا اوه نیمې بجې د غزني ښار ته نږدې "کلای جوز " سیمه کې موټربم برید شوی.
هغه مهال د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، دې برید کې لس پوځیان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.
خو د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته وویل، د برید له ځایه روغتون ته ۳۰ مړي او ۲۸ ټپیان وروړل شوي، چې ټول پوځيان دي.
د اوبۍ د امنیه قومندان وژل کېدل

له بلې خوا د هرات د اوبۍ ولسوالۍ سرپرست امنیه قومندان محمد رفیق الکوزی نن په یوه نیښته کې وژل شوی او یو ساتونکی یی ټپي شوی دی.
د هرات د امنیه قوماندنۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده بي بي سي ته وویل نوموړی نن سهار د ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو لپاره وتلی و چې د ولسوالۍ له مرکز ۱۵ کیلومتره لرې په نیښته کې ووژل شو.
ښاغلی الکوزی پخوا په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و او له څلورو کلونو راهیسې یې د اوبۍ د امنیه قوماندان د سرپرست په توګه کار کاوه.
د هرات په ختیځ کی پرته اوبۍ په دی ورستیو کې نا امنه شوې او کله کله یې د مرکز شاوخوا هم نیښتې کېږي.









