غزني کې موټربم برید؛ طالبان د ۲۸ او حکومت د ۳ کسانو د وژل کېدو خبره کوي

ده یک

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، له چاودنې وروسته د ده یک ولسوالۍ وداني.

د افغانستان غزني ولایت چارواکي وايي، تیره شپه شاوخوا ۳ بجې د ده یک ولسوالۍ په مرکز او اړوند نورو پوستو د وسلوالو مخالفانو له لوري حمله او موټر بم برید شوی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، نښته یو ساعت روانه وه، وروسته وسلوالو د هاموې په وسیله د ولسوالۍ په مرکز موټر بم برید کړی دی.

د هغه په خبره، دې برید کې ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دې برید کې "د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ ودانۍ تخریب ۲۸ عسکر قتل، ګڼ نورټپيان شول."

که څه هم ذبیح الله مجاهد د خپلو وسلوالو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه وايي، خو د غزني د والي ویاند وايي، د وسلوالو مخالفانو مرګ ژوبله هم شته، خو کره مالومات یې نه لري.

له بلې خوا د غزني د ملکي روغتون مشر باز محمد همت وایی روغتون ته ۱۱زخمیان ور وړل شوي چې دوه هغه یی په بله نیښته کې ټپيان شوي او پولیس دي او پاتې د ده یک ولسوالۍ د برید دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د دغه ولایت په جغتو، قره باغ او رشیدان ولسوالیو کې هم د بریدونو خبرې کوي او وايي:

"قره باغ کې د ولسي پاڅون دوه سرتېري برسېره ټپیان شوي، خو جغتو او رشیدان ولسوالۍ کې اتو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده."