غزني او زابل کې موټربم بریدونه؛ ۳۱کسان وژل شوي
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د یکشنبې په ګهیځ (قوس/لیندۍ پر نهمه) شاوخوا اوه نیمې بجې د غزني ښار ته نږدې "کلای جوز " سیمه کې موټربم برید شوی.
غزني کې د بي بي سي خبریال محمد پاکنیا وايي، برید د هاموې پوځي ګاډي په مټ شوی دی. د برید مسئولیت چا نه دی منلی.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر باز محمد همت بي بي سي ته ویلي، د برید له ځایه تر اوسه روغتون ته ۳۰ مړي او ۲۸ ټپیان وروړل شوي، چې ټول پوځيان دي.
د افغانستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غزني کې د امنيتي ځواکونو یوې اډې ته نژدې یوه ځانمرګي بریدګر لس پوځیان وژلي او اوه نور ټپیان دي.
دفاع وزارت وايي، ځانمرګي غوښتل دغې اډې ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو برید پرې وکړ او هغه پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.
د غزني ولایت پولیسو هم بي بي سي ته ویلي، په دې ولایت کې د ملي اردو پر یوه کنډک موټربم برید شوی.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي، برید د غزني ښار اړوند درېیمې حوزې (کلای جوز) سیمه کې د ملي اردو پر کنډک شوی. نوموړی وايي، مرګ ژوبله شته، خو دقیق معلومات لا تر اوسه نه لري.
د عامه نظم پولیسو دا کنډک په وروستیو کې ملي اردو ته سپارل شوی و.

د (کلای جوز) سیمه د غزني ده یک ولسوالۍ ته پر غځېډلې لار پرته ده. (ده یک) د غزني له ناامنه ولسوالیو ده، چې نژدې یو کال مخکې افغان ځواکونو ددې ولسوالۍ مرکز له طالبانو ونیو، خو طالبان یې په ډېری برخو کې فعال دي.
زابل کې د ولایتي شورا رئیس پر موټر برید
بل خوا، د غزني په ګاونډ زابل ولایت کې چارواکي وايي، د زابل د ولايتي شورا پر مشر عطا جان حق بیان موټربم برید شوی، چې د زابل د امنیه قومندان حکمت الله کوچي په وینا، یو کس پکې وژل شوی او شل نور ټپیان دي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، برید نن سهار داسې مهال شوی، چې ښاغلی حق بیان له کوره دفتر ته روان و. دی وايي په دې برید کې ښاغلی حق بیان، دوه یې ساتونکي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ نور کسان ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Social Media
سیال وايي، چاودنې خلکو ته مالي زیانونه هم رسولي. تر اوسه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د یکشنبې ورځې د شپږ نیمو بجو غونډې رپوټ کې ویلي، تېره ورځ کابل کې دوه ترهګریزې او درې جرمي پېښې شوې وې.
دی وايي، په خیرخانه کې د قاضیانو پر موټر برید او د ولسي جرګې د وکیل فکوري بهشتي پر موټر بریدونه شوي وو.









