جنیوا کنفرانس: افغان دولت راتلونکو څلورو کالو لپاره مرستې ترلاسه کول غواړي

کنفرانس

د عکس سرچینه، ARG

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو او همکارۍ په تړاو د جنیوا نړیواله دوه ورځنۍ غونډه سبا دوشنبه (نومبر ۲۳ / لېندۍ دریمه) د نږدې ۱۰۰ نړیوالو سازمانونو او د افغانستان د متحدو هېوادونو د استازو په ګډون په حضوري او انلاین بڼه پیلېږي.

افغان دولت تمه لري دې غونډه کې به نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ له مخې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره خپلې مالي او سیاسي ژمنتیاوې تازه او ورته دوام ورکړي.

د افغانستان د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د افغان دولت پلاوي جینیوا ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، افغان حکومت به په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پروګرام وړاندې کړي، چې د ده په وینا هدف یې افغانستان کې ثبات، پرمختګ او پر ځان بسیاینه ده.

ښاغلي صدیقي ویلي چې د دې پروګرام په رڼا کې به افغانستان د تل پاتې سولې، غذايي خوندیتوب، بې وزلۍ سره د مبارزې، پر عایداتي سرچینو پانګونې او له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره خپل څلور کلن پلان وړاندې کړي.

نوموړي ویلي: "افغانستان تمه لري چې نړیواله ټولنه زموږ د اهدافو او برنامو د تحقق لپاره د افغانستان دولت او ملت سره همکاري وکړي ".

دغه راز د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په یوه ویډیويي پيغام کې تمه ښودلې چې نړیواله ټولنه به د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره خپل مالي او سیاسي ژمنې تازه کړي او د یوه ښه همکار په توګه به پاتې شي.

نوموړي هغو ژمنو ته چې نړیواله ټولنه یې د مرستو په مقابل کې له افغان دولته غواړې، په اشارې سره ویلي، دې برخه کې اصلي مورد له فساد سره مبارزه ده، او د ده په وینا افغانستان دې او نورو برخو کې د کار لپاره چمتو او ژمن دی.

ښاغلي مسجدي ټېنګار کړی چې افغان حکومت د جنیوا د تېر کانفرانس ۹۰ سلنه ژمنې عملي کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې نوی کمیسیون

کمېسیون

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د فساد ضد کمېسیون غړو یکشنبه ارګ کې لوړه وکړه

بل لور ته د جنیوا د دې مهم کانفرانس له پیل یوه ورځ وړاندې له اداري فساد سره د نوي کمیسیون پنځه واړو غړو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې لوړه وکړه.

دا کمېسیون څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني له خوا جوړ شو، او د لوړې مراسمو پر مهال ښاغلي غني له دوی وغوښتل چې په پيل کې خپل لومړیتوبونه وټاکي.

څو ورځې وړاندې د دې کمېسیون د اعلان پرمهال ښاغلي غني ټېنګار کړی و چې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي پیاوړې کېږي او "ډېر تمرکز به د لوړپوړو چارواکو لخوا کېدونکي فساد سره د مبارزې په اړه وي".

خو د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې ادارې یا سیګار په دې وروستیو کې ویلي، د سیستماتیک فساد پرضد د افغان حکومت چارې کمزورې دي او اغیز نلري.

سیګار ادعا کړې چې افغانستان کې د فساد ضد مبارزه د غونډو جوړولو او پر کاغذ د مقرراتو لیکلو تر بریده محدوده پاتې شوې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې کمیسیون د رامنځته کولو هر کلی کړی و.

د اداري فساد په اړه د افغانانو نظرونه

افغانۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ شمېر افغانان دولتي ادارو کې له فساده سر ټکوي

په ورته وخت کې د افغانستان د مدني بنسټونو د ټولنې له خوا په ۳۱ ولایتونو کې د یوې تازه نظر پوښتنې ۹۹ سلنه ګډونوالو ویلي چې په دولتي ادارو کې فساد شته او ۷۲ سلنه کسانو ویلي، له اداري فساد سره مخ شوي دي.

دې نظر پوښتنه کې ۱۷۵۰ کسانو ګډون کړی او پایلې یې یکشنبه (د نومبر ۲۲ /لېندې ۲ ) کابل کې خپرې شوې.

د ګډونوالو له ډلې څه باندې ۷۰ سلنه کسانو ویلي په حکومتي ادارو کې فساد ډېر زیات دی.

نږدې ۳۳ سلنه ګډونوالو ویلي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې لږ اغېز لري، نږدې ۲۳ سلنه کسانو ویلي د دې مرستې اغیز ډېر دی، خو ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي دا مرستې بیخي ډېر اغیز لري.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې ډېر مالي او اداري فساد په کې شته. په تېرو کلونو کې دې برخه کې ډېرې هڅې شوې، بیلابیلې ادارې فعالې دي او ځینې نوې رامنځته شوي دي، خو له دې ټولو سره بیا هم فساد پراخ او د افغان دولت او خلکو په وړاندې له لویو ننګونو شمېرل کیږي.