د بلخ لرغونې سیمې او تاریخي اثار جګړو له ګواښ سره مخ کړي

بلخ
    • Author, نجیب الله پاڅون
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان شمال بلخ کې جګړې او ناامنۍ د دې ولایت ګڼې لرغونې سیمې او تاریخي آثار د ویجاړۍ له ګواښ سره مخ کړي.

د بلخ اطلاعاتو او کلتور مسوولین وايي ډېری تاریخي او لرغوني اثار په هغو سیمو کې دي، چې اوس مهال پکې جګړه روانه ده او یا هم د دولت مخالفینو په ولکه کې دي. د دغې ادارې په وینا په دې سیمو کې جګړو او خپلسرو کیندنو ډېری لرغوني اثار د له منځه تلو تر بریده رسولي.

ځايي فرهنګیان وايي که د بلخ لرغونتوب او د تاریخي سیمو اهمیت ته پاملرنه ونشي؛ نو د دغه لرغوني تاریخي ښار ویاړونه به له خلکو هېر شي، چې یو وخت د ګرځندویانو او سیلانیانو د پام وړ ځای ګڼل کېدل.

صفت الله ناصري له تېرو درېو کلنو راهیسې په بلخ ولسوالۍ کې د مولانا نومي خانقاه ساتونکی دی.

نوموړی وايي له کومې ورځې چې په دغه سیمه کې جګړه پیل شوې د خانقاه د رغېدو چارې په ټپه ودرېدلي او هغه شته پاتې برخه یې هم جګړو لا زیانمنه کړې.

بلخ
بلخ

د بلخ ولسوالۍ ختیځ لوري یو کیلو مترۍ ته د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار سلطان العلما مدرسه یا خانقاه چې اوه کاله وړاندې یې د رغېدو هڅې وشوې. ټاکل شوې وه ترکیه د دغې لرغونې ودانۍ پر بیا رغولو ۳ میلیونه ډالر ولګوي، خو د ناامنۍ له امله دا کار په ټپه ولاړ دی.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور اداره وايي ترکې هېواد غوښتل د مولانا خانقاه سربېره په دې سیمه کې کتابتون، جومات، مدرسه او د غونډو یو تالار هم جوړ کړي؛ خو اوس نه یواځې چې پراختیايي دا کارونه نه دي شوي بلکې اوس خپله اصلي خانقا د له منځه تلو له ګواښه تیریږي. د دغې ادارې رئیس مطیع الرحمن کریمي وايي:

"په بلخ کې چې موږ کومې لرغونې سیمې او تاریخي اثار لرو یو شمېر یې د ګواښ لاندې دي او یو شمېر یې د جګړو له امله د له منځه تلو سره مخ دي. زموږ لرغونې سیمې اوس هم د نامسوله کسانو له لوري کېندل کېږي، چې ډېری لرغونې سیمې په لرې پرتو ولسوالیو کې له منځه وړل شوې اود ناامنیو له امله هغه پاتې اثارو ته هم موږ لاسرسی نه لرو."

ښاغلي کریمي زیاته کړه، په بلخ کې ۵۹ لرغونې ابدات دغه ریاست سره ثبت شوي، چې د ۲۵سیمو د رغېدو چارې بشپړې شوي او د پاتې ۳۴ لرغونو سیمو د بیا جوړولو چارې د ناامنۍ ‌له کبله ځنډېدلي.

هغه وویل په بلخ ولسوالۍ کې زرګرتپه، د بلخ لرغونی بالاحصار، د مولانا خانقاه، دلبرجین غونډۍ، بلخ قلعه او نه ګنبد جومات یې ځینې بېلګې دي چې ډېری برخې یې روانو ناخوالو زیانمنې کړې او په ځينو سیمو کې د نامعلومه کسانو له لوري په خپل سرکیندنې هم روانې دي.

بلخ

بلخ د تاریخي او لرغونو سیمو په درلودلو سره د ګڼو کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو او سیلانیانو لپاره د پام وړ سیمه وه؛ خو اوس د ناامنیو له امله د سیلانیانو ورتګ کم شوی.

روستانه د مزار شریف ښار اوسېدونکې ده. نوموړې وايي پخوا به چې له دندې او کور کارونو څخه اوزګارېده د چکر او سیل لپاره به د بلخ لرغونو سیمو لکه نُه ګنبد (حج پیاده) بالاحصار، د مولانا خانقاه او خواجه پارسا سیمو ته تلل؛ خو وروستیو ناامنیو ترې دا هیله هم اخیستې.

ځايي لرغون پوهان وايي دولت باید د بلخ لرغوني ښار د ساتنې په موخه یوه ځانګړې اداره رامنځ ته کړي تر څو د دغه ښار تاریخي نوم ژوندی پاتې شي. په دوی کې فیاض مهرایین وايي جګړې او خپل سرکیندنو لرغوني

اثار د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کړي

بلخ
بلخ

بلخ د اریايي فرهنګ زانګو بلل کېږي. د دغه ولایت ډېری لرغونې سیمې په بلخ، چاربولک، چمتال، دولت اباد او خلم ولسوالیو او په مرکز مزارشریف ښار کې شته دي.

یو شمېر تاریخي ودانۍ او ځایونه په وروستیو کلونو کې رغول شوي، چې د خواجه ابو نصر پارسا، د جهان نما باغ، رابعه بلخي زیارت، فاطمه بلخي، د احمد خضروي بلخي زیارت، میرروزه دار مزار او د تخته پل جومات پکې شامل دي. د بیا رغاونې دغه کارونه د المان او ناروې په مالي مرسته ت سره شوي دي.