د روغتیا وزارت: افغانستان کې د کورونا وېروس دویمه څپه پیل شوې

احمد جواد عثماني

د عکس سرچینه، احمد جواد عثمانی

د عکس تشریح، د افغانستان روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي، د کورونا دویمه څپه کې سل په سلو د کرنتین عملي کېدو پلان نه شته.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانستان کې د کورونا وېروس دویمه څپه رسماً پیل شوې ده او له بهره افغانستان ته د ټولو راتلونکو مسافرو د کورونا ازموینه به اجباري وي.

په تېرو ۲۴ ګړیو کې افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو ورځنی شمېر تر ټولو لوړې کچې ۲۴۳ کسانو ته رسېدلی دی، چې ۷ ترې مړه شوي او ۱۳۵ بېرته رغېدلي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په وروستیو ورځو کې دولتي روغتونو ته د کورونا وېروس په تړاو د مراجعه کوونکو شمېر د پخوا پرتله لس سلنه زیات شوی.

د افغانستان روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني نن په یوه خبره غونډه کې وویل، د کورونا وېروس په دویمه څپه کې د خلکو د اقتصادي حالت په خاطر د سل، سلنه کرنتین رامنځته کېدو پلان نه شته، خو د دغه ساري وېروس مخنیوي په موخه خلکو ته د ټولو روغتیايي لارښوونې د مراعت کولو سپارښتنه کوي.

ښاغلي عثماني وویل، د افغان کابینې د پرېکړې له مخې به، د لیندۍ تر پایه د ودونو ټول هوټلونه تړلي وي:

"دې ته په کتلو، چې افغانستان د کورونا دویمې څپې ته داخل شوی، د کابینې د دوشنبې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ودونو هوټلونه به د لیندۍ میاشتې تر پایه تړلي وي. په همدې خاطر د افغانستان روغتیا وزارت له کابل ښاروالۍ او اړوندو ادارو سره د دغه حکم عملي کولو کې په ګډه کار کوي."

پیچکاري

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د کووېډ-۱۹ لومړنی واکسین کولی شي "۹۰ سلنه خلکو ته خونديتوب ورکړي"

د عامې روغتیا وزیر سرپرست وزیر وویل، افغانستان هم د هغو ۹۲ هېوادونو په ډله کې دی، چې د واکسین نړیوال سازمان غړیتوب لري، د ۲۰۲۱ کال تر نیمايي به واکسین بازار ته راووځي او د همدې کال تر پایه به د افغانستان د ټول نفوس کابو ۲۰ سلنه وګړو ته واکسین ورکړل شي.

له دې مخکې افغانستان ته د داخلېدونکو مسافرو د کورونا ازموینه نه کوله، خو له دغه هېواده بهر ته د تلونکو مسافرو د کورونا وېروس ازموینه لازمي وه.

تر اوسه د افغانستان روغتیا وزارت نژدې ۴۴ زره د کورونا وېروس مثبتې پېښې یې ثبت کړې، چې له همدې شمېر څخه څه باندې ۳۵ زره بېرته جوړ شوي او څه باندې ۱۶۴۵ مړه شوي دي.

په تېره غويي میاشت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اټکل کړی و چې د دې هېواد ۸۰ تر‎ ۸۵ سلنه خلک به په کورونا وېروس (کوویډ-۱۹) ناروغۍ اخته شي او اټکل دی چې سل زره افغانان به ووژني.

په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس ۵۵۵۲۳۰۰۸ پېښې تایید شوې او ۱۳۳۶۵۳۷ کسان مړه شوي دي.

یوازې امریکا کې په کورونا د ټول ټال اخته کسانو شمېر ۱۱۳۰۸۸۴۳ کسانو ته رسېدلی او ۲۴۷۶۲۱ کسان ترې مړه شوي دي او په دویم نمبر کې برازیل راځي، چې د کورونا ۵۹۱۱۷۵۸ مثبتې پېښې لري او ۱۶۶۶۹۹ کسان ترې مړه شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای