کورونا وېروس: راتلونکې وبا به له کوم ځایه راشي؟

د ویډیو تشریح، کورونا وېروس: راتلونکې وبا به له کوم ځایه راشي؟

کوویډ-۱۹ ناروغۍ په نړیواله کچه ډېر مالي او اقتصادي زیانونه اړولي او لا یې هم اړوي، خو دا لومړی ځل نه دی چې یو وېروس نړیوال ګواښ ګرځېدلی، د روانې پېړۍ له پیله د سارس، د خوګ والګي، مېرس او اېبولا په څېر وېروسونه پیدا شوي دي.

تر اوسه سلګونه وېروسونه موندل شوي چې انسان ته لېږدېدلی شي او ساینسپوهان د نویو وېروسونو ډولونه له نژدې څاري. نو ایا پر دغو ګواښونو سترګې پټولی شو؟