د کووېډ-۱۹ لومړنی واکسین کولی شي "۹۰ سلنه خلکو ته خونديتوب ورکړي"

Person getting vaccine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا نوی واکسین شپږو هېوادونو کې ازمویل شوی

ابتدايي شننې ښيي چې د کورونا ویروس پر ضد لومړنی واکسین کولی شي تر ۹۰سلنه ډېر خلک له کوویډ ۱۹ ناروغۍ خوندي وساتي. دا واکسین د امریکا په متحده ایالتونو، جرمني، برازیل، ارجنټاین، جنوبي افریقا او ترکیه کې آزمویل شوی.

د دې واکسین جوړوونکو کمپنیو Pfizer and BioNTech ویلي چې دا پرمختګ "د ساینس او انسانیت" په ډګر کې ستره ورځ ده".

د دوی واکسین په شپږو هېوادونو کې پر ۴۳۵۰۰ کسانو آزمویل شوی چې هېڅ ډول اندېښنه په کې نه ده لیدل شوې.

دا مهال د کورونا وېروس ضد نژدې دولس واکسینونه د جوړېدو په حال کې دي اووروستيو پړاوونو ته رسېدلي، خو دا لومړنی واکسین دی چې له پایلو سره رامخته کېږي.

د واکسین دوه خوراکه یا ډوزه اخیستل کېږي چې په منځ کې یې باید درې اوونۍ واټن وي، او د دوا جوړونې شرکتونه وايي چې د دوهم خوراک له اخیستو یوه اوونۍ وروسته یو کس د کورونا وېروس پر وړاندې خوندي وي.

عام خلک دا واکسین څه وخت ترلاسه کولی شي؟

File photo of a person receiving a vaccination

د عکس سرچینه، PA Media

د Pfizer شرکت په دې باور دی چې وبه کړی شي ۵۰ میلیون ډوزه د دې کال تر پایه وړاندې کړي او د ۲۰۲۱ کال تر پایه یو اعشاریه درې میلیارده به جوړ کړي.

خو لوژستیکي ستونزه هم د واکسین په لېږد او ساتنه کې شته، ځکه واکسین باید په خورا سړې هوا کې وساتل شي چې کچه یې تر منفي ۸۰ټیټه وي.

د خوندیتوب د دوام په اړه هم پوښتنې شته او دغو شرکتونو د بېلابېل عمر لرونکو خلکو ترمنځ د واکسین پر اغېز ډېر معلومات نه دي وړاندې کړي.

د Pfizerشرکت مشر ډاکتر البرت بورلا وایي، موږ یو لوی ګام اخیستی چې په نړۍ کې روغتیايي ناورین پای ته ورسوو.

وړاندې شوې ډېټا او اطلاعات نهایي نه دي. دا د هغو ۹۴ کسانو دی چې په کوویډ-۱۹ اخته کېدو ته داوطلبان ول. کره پایله هله راځي چې ټولې پایلې اعلان شي.

بریتانیا وار له مخه د واکسین ۴۰ میلیونه خوراکه فرمایش ورکړی چې ۲۰ میلیونو کسانو ته به کفایت وکړي.