کندهار کې ځانمرګي برید ۴۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده

میوند کې د لویې لارې پر کنډک ځانمرګی برید
د عکس تشریح، وروستیو کې چاودنو او بریدونو په کندهار کې ملکیانو ته پرلپسې مرګژوبله اړولې.

کندهار کې چارواکي وايي بیګاه شپه په میوند ولسوالۍ کې د لویې لارې د ساتنې پر ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې د پوځیانو ترڅنګ ګڼو ملکي خلکو ته هم په کې مرګژوبله اوښتې او په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.

د پېښې له ځایه د کندهار میرویس روغتون ته ۳۶ ټپیان او څلور مړي ور وړل شوي دي.

د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، تېره شپه شاوخوا لس بجې د میوند ولسوالۍ د لویې لارې پر یوه کنډک موټر بم برید شوی دی.

د رپوټونو پر بنسټ، ځانمرګي بریدګر په یوه مازدا ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي کړي ول او د میوند ولسوالۍ د بازار په خوله کې یې د لويې لارې د ساتنې یوه مرکز ته څېرمه چاودنه ورکړې ده.

د رپوټو له مخې، په وژل شویو کې دوې ښځې، یو نارینه او یوه ماشومه نجلۍ شامله ده. په ژوبلو شویو کسانو کې ۱۶ ولسي وکړي دي، چي شپږ یې مېرمنې دي.

میوند کې د لویې لارې پر کنډک ځانمرګی برید

عیني شاهدانو ویلي، ګڼ دوکانونه او کورونه او همدارنګه د لویې لارې کنډک ودانۍ نړېدلې او ګڼ کسان ترې لاندې شوي.

وروسیتو کې کندهار او شاوخوا ولایتونو کې چې جګړه هم روانه ده ګڼو ملکيانو ته مرګژوبله اوړي. پرون هم په ارغنداب ولسوالۍ کې یوې چاودنې مرګژوبله واړوله.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دغه او ځینې نورې پېښې چې ملکیانو ته په کې مرګژوبله اوښتې غندلي او پر ټولو خواوو یې غږ کړي چې له عملیاتو او بریدونو دې ډډه وکړي.