اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او پانګونې دوه ورځنی سیمینار د دوشنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۶) د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ پېل شو، چې پکې د دواړو هیوادونو چارواکو، د پارلمان غړو او سوداګرو ګډون کړی دی.
ښاغلي خان دې غونډې ته په وینا کې وویل، هیواد يې له افغانستان سره د سوداګرۍ پر ښه والي سربېره- هلته د ناامنۍ په ختمولو کې هم تر بل هر وخت زیاته هڅه کوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې په نامه دا غونډه د پاکستان ملي اسمبلۍ جوړه کړې ده چې سبا به هم روانه وي.
ښاغلی خان چې د دې دوه ورځني سیمینار د لومړۍ ورځې د لومړۍ برخې مشر مېلمه وو، په خپله وینا کې يې پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ، چې له افغانستان سره د تجارت د ښه کولو لپاره ټول اړین ګامونه پورته کړي.
"موږ پوره کوښښ کوو، دا دی زموږ د تجارت وزیر هم ناست دی، ما ورته ویلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ له خونو سره تعلقات زیات کړئ، چې څه ډول موږ له یوه بله ګټه اخیستلی شو او کوم تجارت سره کولی شو؟ نو څنګه چې هم په افغانستان کې سوله راځي، افغان ولس ته خو به يې ګټې رسېږي، خو ورپسې به يې د پاکستان ولس ته په خاصه توګه د پښتونخوا ایالت ته هم تر ټولو زیاته ګټه رسېږي، چې د ترهګرۍ په نامه جګړه کې تر ټولو زیاته متاثره شوې ده."
په دې غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې رييس میر رحمان رحماني په خپله وینا کې له لومړي وزیر عمران خان او پاکستانيو چارواکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې لپاره له زړه ګامونه پورته کړي.
ښاغلي خان د ښاغلي رحماني د دې غوښتنې په ځواب کې وویل، د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات ټول له یوه مخه هڅه کوي، چې په افغانستان کې سوله راشي.
"زه تاسو ته باور در کوم، له کله راهیسې چې زما حکومت راغلی، زموږ تمرکز په همدې وو، چې په څه نه څه ډول مو لومړی له امریکایانو سره د طالبانو په مذاکراتو کې ټول زور وکاراوه او بیا له افغان حکومت سره... نن زموږ بشپړه هڅه ده، چې تشدد کم شي. تاسو ته باور درکوم، چې زموږ حکومت، زموږ پوځ او زموږ استخبارات ټول دا هڅه کوي، چې په څه نه څه طریقه په افغانستان کې تشدد کم وي، جنګ بندي وي او سوله وي."
په دې غونډه کې له کابله راغلي افغان تاجر خان جان الکوزي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دی په دې باور دی، چې دواړو هیوادونو اوس دا منلې، چې تېر څلوېښت کاله د دوی ترمنځ وضعیت د دواړو هیوادونو ترمنځ تجارت ځپلی.

د اسلام اباد په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د ولسي جرګې ریيس میر رحمان رحماني، د افغان ولسمشر خاص استازي محمد عمر داودزي، د تجارت وزیر نثار احمد غوریاني، د افغان پارلمان غړیو او ګڼو تجارانو هم ګډون کړی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار محمد صادق وايي، په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د خپلمنځي سوداګري پر چټک پیاوړي کولو خبرې کېږي:
"دغه فورم په خپل ساخت کې تر ټولو ستر فورم دى چې پکې به د پارليمان وکيلان،تجاران او چارواکو په شمول تر پنځو سوو زيات ګډونوال ګډون وکړي. "
د افغان او پاکستاني چارواکو په وینا، د کانفرنس هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ خنډونو لرې کول او د تجارت بیا پراخول دي.
اسلام اباد کې دا غونډه له هغه وروسته ده چې دې وروستیو کې د افغانستان د ملي پخلاینې شورا د مشر په ګډون مختلف چارواکي اسلام اباد ته تللي دي.
د دواړو لورو سوداګر هیله من دي چې د پاکستاني چارواکو د پخلاینې ګرمې څرګندونې او اسلام اباد کې د افغان چارواکو تود هرکلي ته په پام به دا غونډه د خپلمنځي سوداګرۍ له مخې خنډونه لرې کړي.
وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري له دوه نیم میلیارد ډالرو تر یو میلیارد هم ټیټه شوې ده.
افغان حکومت تل پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې په خنډ اچولو تورنوي او وروستیو کلونو کې یې نورو بدیلو لارو ته په لاس اچولو سره د کراچۍ بندر اهمیت کمولو هڅه کړې ده.

د عکس سرچینه، PTI/TWITTER
د بي بي سي خبریال عبدالله شادان وايي، افغان حکومت درې برخو کې کار کړی دی: "اول یې د سوداګرۍ برخه کې له سوېل شمال ته پام کړی دی، له منځنۍ اسیا هېوادونو سره یې اړیکي پراخ کړي دي. دویم یې له ایران سره سوداګري پراخه کړې او د چابهار بندر درې اړخیز تړون یې کړی او دریم یې د سیمې هېوادونو سره اقتصادي دهېلېزونه پرانیستي دي. "
خو کارپوهان باوري دي چې د پاکستان سوداګریزه لار د افغانستان لپاره لا هم ډېر اهمیت لري او له دغه هېواد سره اقتصادي او سیاسي اړیکو عادي کېدل د دواړو هېوادونو په تېره د افغانستان د اقتصادي غوړېدا په ګټه دي.
له بلې خوا پاکستان هم دې وروستیو کې له افغانستان سره د سوداګریزو اسانتیاوو د زیاتولو هڅه کړې ده.
دغه هېواد د د تېر اګسټ وروستیو کې پر تورخم د بیروبار کمېدو لپاره په کورمه کې خرلڅي، شمالي وزیرستان کې ګلام/غلام خان او سوېلي وزیرستان کې انګور اډه بندر هم د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره پرانیستل.
پاکستان د افغانانو لپاره د ویزې اخیستلو کې هم اسانتیاوې اعلان کړې دي او وايي، د ویزې وخت یې اوږد کړی او د سوداګرو، زدکوونکو او ناروغانو لپاره ځانګړو سهولتونو ته هم پام پکې شوی دی.










