د پاکستان حکومت د بنګو کر قانوني کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان حکومت درملو کې د کارولو لپاره د محدودې اندازې بنګو کرلو اجازه ورکړه او دې برخه کې یې اړوند چارواکو ته د ګام پورته کولو حکم وکړ.
بنګ به د حکومت تر څار لاندې کرل کېږي او خصوصي سکتور یا څانګه پکې شامله نه ده.
حکومت وايي، د بنګو له کر به راتلونکو دریو کلونو کې پاکستان د یو میلیارد ډالر په اندازه عاید ولري.
د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ وزیر فواد چوهدري اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د بنګو کر ته پېښور، جیلم او چکوال سیمې غوره شوې دي.
نوموړي دا هم وویل، بنګ د سرطان په ګډون د هغو ناروغیو درملو کې کارېږي چې پکې ناروغ له سختو دردونو سره مخ وي.
د بي بي سي ترلاسه شوي سندونه ښيي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د روان کال اپرېل کې د نشه يي توکو ضد وزارت ته ویلي چې د بنګ د کر په تړاو د ساینس او ټیکنالوجۍ، د خوړو خوندیتوب او سوداګرۍ وزارت سره په ګډه ستراتیژي جوړه کړي چې پکې بنګ درملو کې په کور د ننه کارولو ترڅنګ هغو هېوادونو ته هم ولېږل شي چې درمل ترې جوړوي.
دې سندونو کې دا هم ویل شوي چې کومو سیمو کې بنګ کرل کېږي، نو د نشه يي توکو ضد ځواکونه به هلته څارنه کوي.
له ۲۵ میلیارد ډالرو ډېر نړیوال کاروبار
فواد چوهدري وايي، د بنګ له بوټي تېل هم اېستل کېږي او که کوم لوبغاړی ټپي شي هغه یې هم کارولی شي.
د نوموړي په خبره، د بنګ په بوټي له ۱۹۸۳ کال څېړنه پیل شوې، خو اغېزناکه څېړنه یې پر ۲۰۱۶ کال شوې ده.
ښاغلی چوهدري وايي، د پاکستان ګاونډي چین کې پر ۴۰ زره هکتاره او کاناډا کې پر یو لک هکتاره ځمکه بنګ کرل کېږي.
هغه زیاته کړه چې نړۍ کې د بنګ د کر سوداګري ۲۵ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
نوموړی وایي، بنګ اوس نساجۍ یا د ټوکر جوړولو صنعت کې هم کارېږي، ځکه د مالوچو کر کم شوی او متبادل یې بنګ بلل کېږی.
ریښتیا هم علاج کوي؟
ډاکټر محمد هارون وايي، پاکستان اول ځل درملو کې بنګ کاروي، خو په خصوصي ډول د درملو په توګه د دې بوټي کارول نوې خبره نه ده.
هغه بي بي سي ته وویل، دا بوټي درد لرې کوي، خو داسې کره ثبوت نشته چې وښيي بنګ د کومې ناروغۍ علاج هم کوي.
د بنګو قانوني کر

د عکس سرچینه، AFP
برتانیا، اسټرالیا، برازیل، کاناډا، فنلېنډ، جرمني، ایټالیا، نیدرلېنډ، نیوزېلنډ، پولېنډ، پرتګال، سریلانکا، تایلېنډ او څو نورو هېوادونو کې بنګ د طبي موخو لپاره کرل کېږي.
د امریکا ۳۳ ایالتونو کې هم بنګ د طبي موخو لپاره قانوني کارېږي، خو د امریکا د مرکزي حکومت د قانون له مخې اوس هم د شېډول ۱ نشه يي توکو نوملړ کې شامل دی.
د بنګو بوټي کې سلګونه مختلف کیمیايي مواد دي چې ځینې پکې د نشې حالت پیدا کوي، خو د طبي موخو لپاره له کارېدونکي بنګ دا توکي لرې کېږي.
پوهان د دې بوټي د طبي ګټو په هکله د پراخو څېړنو غوښتنه کوي، خو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې دا د یوه خطرناک نشه یي توکي په توګه پېژندل کېږي چې له همدې کبله پرې د څېړنو کړۍ محدوده پاتې شوې ده.
د نړۍ مختلفو کلتورونو کې زرګونه کلونه پخوا هم د بنګ کارولو شواهد شته.
د ۲۰۲۰ کال مۍ کې اسراییل کې د ۲۷۰۰ کاله پخواني معبد اثارو کې داسې کیمیايي توکي وموندل شول چې ساینسي تجربې وښوده دا بنګ دي.








