تخار کې پر جومات بمبار؛ د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي

تخار

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې چارواکي مني چې د دغه ولایت د مرکز تالقان اړوند هزاره قرلق سیمه کې په تېروتنه یو جومات بمبار شوی او له امله یې ۱۲ کسان وژل شوی چې ډېری ماشومان دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجري سیمه کې د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي وو چې دې پېښه کې ۱۲ کسان چې د مدرسې زدکوونکي او اکثریت ماشومان دي وژل شوي او ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. نوموړی وایي:

"تېروتنه کې برید شوی دی، حمله کې ۱۲ د جومات طالبان دي چې ډېری ماشومان دي شهید شوي دي."

وسلوال طالبان هم وايي، چې بمبار په جومات شوی او په زدکړو بوخت ۱۲ ماشومان پکې وژل شوي دي:

"د مسجد د امام په ګډون ۱۸ نور ژوبل شول او مسجد هم په په بشپړه توګه تخریب شو. "

خو د دفاع وزارت اعلامیه وايي، بېګا شپه یې دوه نیمې بجې هزاره قرلق کې د طالبانو په یوه غونډه بمبار کړی او د څو قوماندانانو په ګډون ۱۲ وسلوال یې وژلي دي.

دا وزارت وايي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په هکله سیمې ته پلاوی لېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

خو د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په جومات کې د ماشومانو وژل بې بنسټه بولي.

نوموړی خپل فیسبوک کې لیکي: "هغوی چې زموږ ځواکونه یې پرون په وینو لړلي وو له منځه لاړل او د نه انکارېدو ثبوت یې لرو."

نوموړی ګواښ کوي چې کومو کسانو د ده په خبره، دا ګنګوسه سرلیک کړې، قانوني چلن به ور سره وشي: "ما ثبوت پخپله ولید او په خپل دولتي او اخلاقي واک سره دا خبره کوم باوري اوسئ."

د تخار ولایتي شورا

د چارواکو په خبره، برید د تالقان ښار په هزاره قرلق کې شوی دی، چې د ښار ناامنه سیمه بلل کېږي.

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي ویلي، بمبار تېره ورځ مازدیګر شاوخوا ۳ بجې پر یوه جومات شوی، چې د سیمې ماشومان پکې د جومات ملا ته د سبق لپاره ورغلي وو.

دی وايي، په برید کې ماشومان وژل شوي او ټپیان دي.

امرالله صالح

د عکس سرچینه، @Amrullah Saleh

تالقان کې د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر حفیظ ساپي بي بي سي ته وویل، له دې پېښې اته ټپیان ولایتي روغتون ته وړل شوي: "څلور برسېرن ټپیان وو، رخصت شول د جومات د امام په ګډون څلور ټپیان لا هم روغتون کې دي. اکثریت ماشومان دي چې نجونې هم پکې دي."

د جومات امام څه وايي؟

د جومات امام عبدالولي له روغتون بي بي سي ته وویل، له ماسپښین لمونځ وروسته دا برید وشو: "ما ماشومانو ته درس ورکاوه دا کوم ماشومان چې شهیدان شوي دا ټول زما شاګردان وو."

دی وايي، خلکو لمونځ کړی او تللي وو، یواځې ماشومان د درس لپاره پاتې و: "کله چې برید وشو، زه بې هوشه شوم، اوس له خلکو اورم چې څومره کسان ټپیان او شهیدان شوي دي. دلته چې خلک زما پوښتنې راته راځي ترې اورم چې تر ۱۲ پورې شهیدان لرو او تر ۱۳ ټپیان."

نوموړی زیاتوي چې له پنځو شپږ کلونو نیولې تر ۱۳ کلونو په عمر ماشومان له کورونو درس ته ورتلل او مرګ ژوبله هم دغو ماشومانو ته اوښتې ده.

هزاره قرلق پخوا د بهارک ولسوالۍ برخه وه، خو تېر کال د دې سیمې د خلکو په غوښتنه حکومت د تالقان ښار برخه کړه.

تخار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تالقان ګاونډ بهارک کې د طالبانو برید سره تر څلوېښتو افغان سرتېري ووژل شول

وسلوالو طالبانو د چارشنبې په ورځ د سهار له دریو تر پنځو بجو د بهارک په سپین جومات کې د تخار د پولیسو د امنیت امر په ګډون تر څلوېښتو افغان سرتېري ووژل او تر اتو یې ټپیان کړل.

خو یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، دې برید کې تر ۶۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو له دې برید وروسته الوتکو تخار کې څو سیمې په نښه کړې دي، خو لا یې هم د مرګ ژوبلې کره مالومات نشته.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دا برید غندلی دی چې په وینا یې ولسي وګړي پکې وژل شوي دي.

د تخار په چارواکو نیوکې

تخار

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تخار روغتیايي چارواکي بهارک کې برید تر ټولو خونړی بولي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړې اداره یا نۍ د اعلامیې خپرولو سره د تخار په ځايي چارواکو نیوکې کوي چې د بهارک برید په هکله یې کره مالومات نه دي خپاره کړي.

دا اداره د ځايي خبریالانو له خولې وايي، ځايي چارواکو د محدودیت لګولو سره اړین مالومات له دوی سره نه دي شریک کړي او دې سره خلکو ته د مهمو امنیتي اطلاعاتو رسولو خنډ شوي دي.

نۍ زیاتوي افغانستان کې د بد امنیتي وضعیت له امله خلک په دې پوهېدل غواړي چې هېواد کې یې څه روان دي، ځکه د ادارو ویاندان اړ دي چې مالومات له خبریالانو سره شریک کړي او په خپل وخت د اطلاعاتو نه شریکول یا درواغجن مالومات شریکول خلک بې باوره کوي.