د هلمند جګړې اوومه ورځ؛ د نښتو له سیمو ۱۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې

کډوال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د هلمند د کډوالو چارو ادارې مشر سید محمد رامین وايي، تر اوسه اوزه زره بې ځایه شوې کورنۍ ثبت شوې دي.

افغان حکومت او امنیتي چارواکي وايي، د جګړې پر اوومه ورځ هم د هلمند نادعلي او ناوه ولسوالیو کې او لښکرګاه د لویې اکمالاتي لارې په اوږدو کې جګړه روانه ده.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزی وايي، وسله والو طالبانو ته د هلمند جګړه ډېره مرګ ژوبله اوښتې. دی ادعا کوي چې د طالبانو ۸۵ مړي کوټې ښار ته وړل شوي، هغه ادعا چې طالبانو یې په اړه لا څه نه دي ویلي.

ولي محمد احمدزي رسنیو ته په یوه استول شوې وېډیو کې ویلي، افغان امنیتي ځواکونه به تر خپله وسه هڅه وکړي چې لښکرګاه ښار د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

بل خوا، د وسله والو طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي پر ټوېټر لیکلي، چې د هلمند جګړه کې د دوی د ۳۰۰ جنګیالیو وژل کېدل حقیقت نه لري.

نوموړي دا ادعا هم کړې ده چې هلمند کې تصفیه شوې سیمې ټولې د طالبانو په ولکه کې دي او افغان ځواکونه هېڅ خوا ته پرمختګ نه لري.

خو قومندان احمدزی وايي، چې د جګړې ټولو سیمو کې افغان امنیتي ځواکونه دي او پر طالبانو یې کړۍ راتنګه کړې ده.

بل خوا د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي، د جګړې له درېیو ولسوالیو او ورڅېرمه سیمو شاوخوا لس زره کورنۍ بېځایه شوې دي.

ددغې ادارې مشر سید محمد رامین وايي، تر اوسه اوزه زره بې ځایه شوې کورنۍ ثبت شوې دي.

د نوموړي په وینا، ۵۶۰۰ بې ځایه شوې کورنۍ په لښکرګاه ښار کې ځای پرځای شوې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د حکومتي شمېرو له مخې، ۳۰۰۰ کورنۍ د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دي چې د مرستندویو ادارو مرستې هلته نه شي رسېدلی.

وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي وو، د هلمند جګړې لومړیو درېیو ورځو کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده.

هلمند کې د جګړې له وېرې یو بې ځایه شوی وايي، شپږ ورځې کېږي چې کورنۍ یې لالهانده ګرځي او سرپناه ته ځای نه لري.

دغه کډوال وايي، د دوی په نامه ورغلې مرستې اړمنو کسانو ته نه دي رسېدلې او دوی خپل مالونه او ډک کورونه پرېښي دي.

یو بل بې ځایه شوی وايي، لس کورنۍ په یوه کورنۍ کې له مجبوریته اوسېږي.

په ورته وخت کې، هلمند کې د ایمرجنسي روغتون چارواکي وايي، له تېرو کابو دوو اونیو راهیسې دوی ته د ماین چاودنو ۲۰۰ قربانیان وروړل شوي دي.

هلمند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، وړاندې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي وو، د هلمند جګړې لومړیو درېیو ورځو کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده.

یاده سرچینه وايي، د تېرې یوې اونۍ له جګړې پیلېدا راهیسې دوی ته د جګړې له سیمو تر ۱۲۰ ډېر شدید ټپیان وروړل شوي دي.

تېره ورځ (جمعه، اکتوبر ۱۶مه) هلمند کې د جګړې اور لا هم سوړ شوی نه دو او حکومتي ځواکونو هڅه کوله د مرکز لښکرګاه پر ۶۰۱ لویه لاره د وسلوال طالبانو ولکه ختمه او دغه لار پرانیزي.

د ناوې او نادعلي ولسوالیو ځینو برخو کې لاهم جګړه روانه وه او د جګړې دواړه غاړې یو پر بل ګوزارونه کول.

تېره ورځ (جمعه، اکتوبر ۱۶مه) د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، وسلوال طالبان هلمند کې له نهو میاشتو راهیسې پراخ برید ته تیارېدل.

د امرالله صالح په خبره، وسلوال طالبان د زرګونو خلکو له بې ځایه کولو پرته بله لاسه راوړنه نه لري:

"که طالب د هلمند بچی دی ولې د هلمند خلک ترې تښتي ولې د دوی له ظلم کرکه لري."