امرالله صالح: طالبان له ۹ میاشتو راهیسې هلمند کې برید ته تیارېدل

امرالله صالح

د عکس سرچینه، MOI

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ( د اکټوبر ۱۶) وویل، وسلوال طالبان هلمند کې له نهو میاشتو راهیسې پراخ برید ته تیارېدل.

ښاغلي صالح د کندهار د پخواني امنیه قومندان مل پاسوال جنرال عبدالرازق د دویم تلین غونډه کې دا خبره وکړه چې د کابل لویې جرګې خېمه کې جوړه شوې ده.

د امرالله صالح په خبره، وسلوال طالبان د زرګونو خلکو له بې ځایه کولو پرته بله لاسه راوړنه نه لري:

"که طالب د هلمند بچی دی ولې د هلمند خلک ترې تښتي ولې د دوی له ظلم کرکه لري."

دې غونډې ته د ملي امنيت په چارو کې د ولسمشر سلاکار حمدالله محب وویل، جنرال رازق د افغانستان دوښمنانو ته دا ثابته کړې وه چې دا هېواد چا خیرات را کړی نه دی:

"د هېواد دفاع مو د هر چا مقابل کې کړې که هغه امپراتورۍ دي، چې زموږ هېواد ته یې په بده سترګه کتلي او که هغه هر هغه خلک دي چې د پنجاب هیرا منډيي ورته مقدسه ښکاري او د افغانستان جوماتونه ورته دارالحرب ښکاري. د افغانستان جوماتونه، روغتونونه، سړکونه ورته کافر ښکاري. "

نوموړي د سولې یادولو سره وویل: "له هغه چا سره سوله غواړو چې ځان افغان بولي او د افغانستان خلکو ته درناوی کوي. یخه هوا کې ۲۵ زره هلمندیان له کوره نه بې ځایه کوي، پلچکونه نه ورانوي، افغانستان کې د برېښنا او د هلمندیانو لپاره د روښنايي او تعلیم یو نمونه یو بنسټ او یو سبسټېشن ورته کافر نه ښکاري. "

دې غونډه کې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله وویل، که طالبان دا فکر کوي چې د ولسوالي نیولو یا یو ولایت باندې فشار راوستلو سره به برلاسي شي، نو دا هغه ناسمه محاسبه ده چې د کلونو اوږدو کې د افغان جګړې سبب شوې ده او افغانستان یې له سولې بې برخې کړی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"که طالبان دا فکر کوي چې امریکا له افغانستان ووځي او بیا افغانانو باندې د طالبانو امارت تپل کېږي نو دا هیڅ صورت او حالت کې د افغانانو لپاره د منلو نه ده، خو په بل شکل د جګړې د دوام سبب کېږي او دا ناسمه محاسبه باید ونه شي."

لا هم لښکرګاه ته تللې لارې بندې دي

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ماینونو له امله افغان پوځ ته مخته تګ ګران شوی دی.

په دا مهال له هلمند رپوټونه وايي، لا هم د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار هغه څلور لارې بندې دي او تګ راتګ پرې نه کېږي چې له دې مخکې یې دا ښار له نورو سیمو سره نښلاوه.

د بي بي سي خبریال مامون دورانی وايي، د لښکرګاه - ناوې، نادعلي - لښکرګا، ګرمسېر - لښکرګاه او کندهار - لښکرګاه لار بنده ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د جمعې په ورځ بي بي سي ته وویل، د لارې د خلاصون مشکل دا دی چې ډېر پلونه وران او په سړکونو کې ماینونه ښخ شوي دي.

د نوموړي په خبره، د ماینونو د شنډولو او د پلونو د جوړولو چارې روانې دي:

"له کومو سیمو چې شاتګ شوی هغه ځینې نیول شوې او اوس چا انځر نادعلي عمومي لارې د خلاصولو او ۶۰۱ لویې لارې د نیولو لپاره هڅې روانې دي او انشاالله ژر به عمومي لار پرانیستل شي او ولس به بې ستونزې تګ راتګ وکړي. "

د هلمند د تيرې اونۍ له جګړې مخکې له دغه ولایتي ښار سره د هلمند د نورو دریو ولسوالیو موساکلا، کجکي او نوزاد لارې لا د مخه تړلې وې.

وسلوالو طالبانو تېره یکشنبه پر دې ښار برید وکړ او وروسته یې د ښار څلورمه حوزه یا باباجي سیمه هم ونیوله.

د طالبانو د برید تمبولو لپاره له کندهار او کابل تازه دم سرتېري لاړل او وروسته چارواکو وویل، وسلوال یې په شا تمبولي دي.

طالبانو هممهاله د هلمند په ناوه او نادعلي ولسوالۍ کې هم بریدونه وکړل.

د هلمند امنیه قومندان خلیل الرحمان جواد بېګا ناوې ته روان و، چې په لار کې يې د ګاډو پر کاروان ماین چاودلی او بېرته مرکز ته ستون شوی دی.

په نادعلي کې هم د جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

بې ځایه شوې کورنۍ

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځايي چارواکي وايي، د لارو د بندوالي له امله ځینې خلک بې ځایه کېدلی نه شي.

د هلمند د جګړې له امله تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې او له کابل یا نورو ولایتونو دغو بې ځایه شویو ته د لارو بندېدو له امله د مرستو رسول هم سخت شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشره پاروتي راماسوامي د دې بې ځایه شویو کورنیو وضعیت یوه غمیزه بولي او د دې کورنیو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، د جګړې په دوام سره به لا ډېرې کورنۍ بې ځایه شي او "ملګري ملتونه د بې ځایه شویو د امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. "

د هغې په خبره، که د بې ځایه شویو شمېر ډېریږي نو دا یوه بشري اندېښنه ده او د زیاتې مرستې اړتیا هم لیدل کیږي.

له طالبانو غوښتنه

هلمند

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم د هلمند د جګړې په هکله خبر داری ورکړی وو او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د انساني ناورین د مخنیوي لپاره باید د ولسي وګړو خوندیتوب تضمین کړي او اجازه ورکړي چې د جګړې له سیمو په خوندي توګه ځانونه وباسي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسون د ولسي وګړو د خوندیتوب په اړه د یوناما د سې شنبې ورځې ټویټ بیا خپور کړی او طالبانو ته یې په خطاب کې لیکلي چې د دې ډلې له خوا د "بې ځایه جګړې له امله ولسي وګړي له خطر سره مخامخ کول د توجیه وړ نه دي، افغانستان سمدستي سولې ته اړتیا لري".

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د ناټو مشر هم د پنجشنبې په ورځ بیا له طالبانو وغوښټل چې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه- چې د منلو وړ نه ده- کمه کړي.