هلمند کې چاودنې د سرحدي ځواکونو یو قومندان وژلی

د ویډیو تشریح، جنرال ذبیح الله مهمند

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د افغان ځواکونو یو زغروال ګاډی د سړک غاړې پر ماین ختلی، چې د پوله ساتو ځواکونو د څلورمې پلې لیوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل پکې وژل شوی او درې نور کسان پکې ټپيان شوي.

د هلمند سیمه ییزې ادارې ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه نن (شنبه، نومبر ۳۰مه) د مارجې او ناوې ولسوالیو ترمنځ د جرنامو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړی وايي، په دې چاودنه کې د خصوصي "شمشاد" تلوېزیون یو خبریال سردار محمد سروري او دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، چې د طالبانو په دې چاودنه کې د جنرال مقبل سربېره دوه نور سرتېري هم وژل شوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل عبدالقدیر بهادرزي بي بي سي ته وویل، په چاودنه کې د دوی د سرحدي ځواکونو د پلې لوا قومندان جنرال ظاهر ګل مقبل او یو سرتېری وژل شوي دي.

ښاغلي بهادرزی په پېښه کي د یوه سرتېري او د یوه خصوصي تلویزیون د خبریال د ټپي کېدو خبره هم وکړه.

جنرال ظاهر ګل مقبل په ۱۳۴۵ کال د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ کې زیږېدلی و.

د راپورونو له مخې، ټپیان په مرکز لښکرګاه ښار کې ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي.

د افغانستان دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د جنرال مقبل وژل کېدل د افغانستان لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بللې ده.

جنرال ظاهر ګل مقبل

د عکس سرچینه، سرحدي ځواکونه

د عکس تشریح، جنرال ظاهر ګل مقبل په تېره مارچ میاشت کې هم یوځل ټپي شوی و

ځايي چارواکي وایي، د سرحدي ځواکونو د ګاډو یو کاروان مارجې ولسوالۍ ته پر لاره و، چې سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.

افغان ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې د هلمند مارجه ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي دي.

که څه هم وسلوالو طالبانو د نننۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډله ادعا کوي چې په مارجه کې یې د افغان پوځیانو عملیات ناکام کړي او دولتي عسکرو ته یې د سرزیان اړولی دی.