هلمند: "بمبار او ځمکنیو عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان اوښتی"

حبیب الرحمان وایي د شپې لس بجې وي، چي لومړی د چورلکو نه په سیمه کي کوماڼدځواکونه کښته شوه او ورپسې د بې پیلوټه الوتکو ږغونه هم اوریدل کېدل .

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، حبیب الرحمان وایي د شپې لس بجې وي، چي لومړی د چورلکو نه په سیمه کي کوماڼدځواکونه کښته شوه او ورپسې د بې پیلوټه الوتکو ږغونه هم اوریدل کېدل .

د هلمند ولایتي شورا او د موسا کلا ولسوالۍ ځایي خلک وایي، تېره شپه د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې ۴۰ ولسي وګړي وژل شوي دي، خو د هلمند ولایتي اداره او مرکزي حکومت ادعا کوي چې دغو عملیاتو کې یې وسلوال طالبان او د القاعده غړي وژلي دي .

د هلمند ولایتي اداره وایي د هغو ادعاوو په اړه پلټني کوي، چي ګواکې دې برید کي ولسي وګړي وژل سوي دي .

حبیب الرحمان د موسا کلا اوسیدونکی او د تیري شپې د پیښي عیني شاهد دی. نوموړی وایي د شپې لس بجې وي، چي لومړی د چورلکو نه په سیمه کي کوماڼدځواکونه کښته شوه او ورپسې د بې پیلوټه الوتکو ږغونه هم اوریدل کېدل .

نوموړی وایي الوتکو تر څه ځنډ وروسته پر هغه موټر برید وکړ، چي ښځي او کوچنیان پکې سپاره او د زوم کورته یې نکریزې وړې.

حبیب الرحمان وایي اوس هم بولدوزر ورته ولاړ دي او تر خاورو لاندي دښځو او کوچنیانو مړي راباسي .

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجيد اخونزاده وايي، تر ۴۰ ولسي وګړي په بمبار او عملیاتو کې وژل شوي دي:
د عکس تشریح، د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجيد اخونزاده وايي، تر ۴۰ ولسي وګړي په بمبار او عملیاتو کې وژل شوي دي:

"اوس هم بولدوزر ورته ولاړ دی کنډوالې را لرې کوي، دې ځای کې ښځې او ماشومان لاندې شوي دي".

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د دې پېښې په غبرګون کې د موسی کلا ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو لاریون هم کړی.

لاریون کوونکي د افغان او بهرنیو ځواکونو پر ضد شعارونه ورکوي او غوښتنه یې کوله چې د پېښې عاملان باید په سزا ورسول شي.

د هلمند د ولایتي شورا غړی عبدالمجيد اخونزاده وايي، تر ۴۰ ولسي وګړي په بمبار او عملیاتو کې وژل شوي دي:

"اول په وسلوالو بمبار شوی، کله چې هغوی د واده خلکو کې د ځان پټولو هڅه کړې نو پر دوی بمبار او هم ځمکني عملیات شوي دي".

د دې شورا مشر عطاالله افغان هم وایي تېره شپه د موسا کلا په دوو سیمو کنجک او شواروز سیمو کې عملیات او هوایي بریدونه شوي دي .

ښاغلی افغان وایي په دې عملیاتو کې د وژل شوو لویه برخه ولسي خلک دي، چي د واده د نکریزو د شپې په مراسمو بوخت وو.

یوې سرچینې بي بي سي ته وویل د لشکرګاه ښار ته له لسو ډېر ټپیان اېمرجنسي روغتون ته وړل شوي چې ولسي وګړي دي.

د دې سرچینې په خبره، په ټپیانو کې دوو سا ور کړه، خو لا یې هم وارثان نه دي مالوم.

هلمند
د عکس تشریح، وسله وال طالبانو وایي چې عملیاتو کې ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم یوه اعلامیه کې وايي، چې د ملي امنیت ۰۳ قطعې په دوو سیمو کې په چاپه اچولو او بمبار سره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

موسا کلا ولسوالۍ د افغانستان په سوېل کې د طالبانو یو مهم مرکز بلل کېږي او له څو کلونو راهیسې د دې ډلې په لاس کې دی.

د حکومت ددریو ادارو درې ډوله خبرې

د دې برید په هکله لومړۍ ملي امنیت ریاست اعلامیه کې وویل چې د ۰۳ قطعې عملیاتو کې د هلمند په تخت پل سیمه کې د القاعده پنځه بهرني وسلوال وژلي دي.

ور پسې د هلمند رسنیز دفتر هم اعلامیه کې وايي، چې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو او بمبار کې د ۶ بهرنیانو په ګډون ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې د بمبار له امله د طالبانو ډیپوګانو اور اخیستی او ولس ته ترې مرګ ژوبله اوښتې.

په کابل کې دفاع وزارت هم ویلي، چې د هلمند همدغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ۲۲ بهرني طالبان وژلي او ۱۴ نور یې نیولي دي.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له بي بي سي سره خبرو کې وویل، له ځايي خلکو ترلاسه شوي مالومات ښيي چې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي ویاند وایي چې بمبار شوې سیمه د مخالفو وسلوالو لاس کې ده او دوی هڅه کوي چې د پېښې د ډول او د ولسي مرګ ژوبلې په هکله مالومات له کشفي اورګانونو ترلاسه کړي.