د هلمند ځايي کډوال د انځور په ژبه

د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، دې جګړې ته نور تازه دمي افغان ځواکونه ورواستول شول.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما ویلي، د هلمند درې ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۳۵ زره کسان له خپلو مېنو کوچېدلي او مرکز لښکرګاه ته یې پنا وړې ده.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، هلمند کې د جګړې له دوام، سره هممهاله د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، ولسي وګړو ته چې هر ډول لېږدوونکې وسیله په لاس ورغې خپله د اړتیا وړ توکي یې پکې د جګړې له سیمو بار کړي او خوندي سیمو ته یې ځانونه رسولي.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، په کډوالو کې کوچني ماشومان او ښځې هم دي، چې ډېری یې لومړۍ شپه تر شنه اسمان لاندې په تش نس تېره کړې ده.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، دغو ځايي بې ځایه شویو ته د هلمند مرکز لښکرګاه کې تر یوه حده سرپناه ورکړل شوې ده.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس تشریح، د هلمند نادعلي ولسوالۍ کې سیمه ییز اوسېدونکي د طالبانو او افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال په یوه جومات کې راغونډ شوي.ورته مطالب