د هلمند جګړه؛ "۳۵ زره کسان بې ځایه کړي، ۲۰۰ وژل شوي او ټپیان دي"

هلمند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د هلمند ولایت پېښو په وړاندې مبارزې ریاست وايي، په دې ولایت کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ویلي، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې له کبله شاوخوا ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي او نژدې ۲۰۰ نور وژل شوي یا ټپیان شوي. هلمند کې د جګړې له دوام، سره هم‌مهاله د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري ویلي، د تاوتریخوالي ډېرېدل د سولې بهیر له ځنډ او خنډ سره مخامخوي.

نوموړی وايي: "که د تاوتریخوالي کچه لوړه شي یا د اوږد مهال لپاره دوام وکړي، د دولتي مذاکراتي ټیم پر عمومي افکارو به هم فشار زیات شي. نور د جګړې او تاوتریخوالي دوام د خلکو لپاره د منلو او زغملو وړ نه دی."

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هلمند لښکرګاره شاوخوا او د هلمند په درېیو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د هلمند ولایت پېښو په وړاندې مبارزې ریاست وايي، په دې ولایت کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده اداره وايي، د جګړو له امله د زیانمنو او بې ځایه شوو کورنیو سروې روانه ده.

په همدې مهال، د افغانستان د دفاع وزارت وايي، مرستیال دفاع وزیر اسدالله خالد د امنیتي وضعیت ارزولو لپاره هلمند ته تللی او د امنیتي پلان په اړه له ځايي چارواکو سره پر خبرو بوخت دی.

په دې تاوتریخوالي کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او زرګونه وګړي بې ځایه شوي دي.

که څه هم د هلمند روانه جګړه کې د ولسي مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده اعلان شوې، خو نا دولتي سازمان ایمرجنسي چې په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو د اړوندو روغتونونو او کلینیکونو چارې مخته وړي، بي بي سي ته ویلي، د جګړې یوازې په تېرو دوو ورځو کې ۷۰ ټپیان ددغه سازمان اړوند ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او کابو لس کسان مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ویلي، د افغانستان سوېلي هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې له کبله شاوخوا ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي او نژدې ۲۰۰ نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د جګړې ختمولو لپاره د بهرنیو سفیرانو غوښتنه

افغانستان

د عکس سرچینه، HELMAN REFGEES DEPARTMENT

د عکس تشریح، د هلمند روانې جګړې له کبله زرګونه وګړي له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي

په هلمند کې د جګړې له تودېدا سره، په افغانستان کې د امریکا، کاناډا، او د اروپايي ټولنې سفیرانو د هلمند د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د کاناډا سفیر ډیوېډ متکلف پر ټوېټر لیکلي: "پر لښکرګاه او ځینو نورو سیمو د طالبانو بریدونه بشپړ د نه منلو دي. افغانان څنګه کولی شي د سولې په اړه پر طالبانو باور وکړي، حال دا چې دوی د ډېرو خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېږي؟".

هغه قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو ترمنځ د سولې خبرو ته په اشاره طالبانو ته په خطاب کې لیکلي: "په خبرو مذاکره وکړئ- نه په تاوتریخوالي! همدا اوس تاوتریخوالی پای ته ورسوئ".

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا هم د هلمند جګړه غندلې ده.

نوموړي ویلي، هلمند کې د طالبانو بریدونه باید یوازې ونه غندل شي، بلکې د درولو پر وړاندې یې اقدام هم وشي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي وو چې "طالبان باید سم لاسي پر هلمند بریدونه پای ته ورسوي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي؛ ځکه چې دا کار یې له امریکا سره له هوکړې سره مخالفت دی او افغانستان کې د سولې روان بهیر ته زیان رسوي".

په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن هم پر ټوېټر لیکلي، دا تاوتریخوالی نه یوازې خلکو ته د منلو نه دی، بلکې ویجاړي رامنځته کوي.

دی وايي، تاوتریخوالی باید ودرول شي چې ټولې غاړې د تلپاتې سولې لپاره خپل یون چټک کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلمیار په ګډون ځینو افغان چارواکو هم په هلمند او د هېواد په نورو سیمو کې د تاوتریخوالي پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.