جنرال سکاټ مېلر: هلمند کې د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سرغړونه ده

هلمند جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان امریکایی جنرال سکاټ مېلر

افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي په هلمند کې د طالبانو روانه جګړه له هغې هوکړې سرغړونه ده چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ تېره فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوې ده.

نوموړي ویلي چې دغه بریدونه د افغان سولې پر روان بهیر او په دوحه کې پر روانو بین الافغاني مذاکراتو هم منفي اغیز کولی شي.

جنرال مېلر پر طالبانو غږ کړی چې سملاسي په هلمند کې جګړه پای ته ورسوي او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي له دې وړاندې هم پر دې ډلې د تاوتریخوالي د کمولو غړ کړی دی، خو طالبانو تر دې دمه دا غوښتنې رد کړې دي.

د هلمند جګړې ته د ارګ غبرګون

هلمند جګړه

د عکس سرچینه، AFGHAN GOVERNMENT MEDIA OFFICE

د عکس تشریح، د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي د جګړې دوام ښيي چې طالبان سولې ته ژمنتیا نه لري

بل لورته د افغان ولسمشرویاند صدیق صدیقي نن ( دوشنبې اکتوبر ۱۲) یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت پر هلمند د طالبانو بریدونه په "جدیت محکوموي" او د دې بریدونو مانا ده داده چې " طالبان د افغانانو هغه غوښتنه نه مني چې د تل پاتې سولې لپاره یې لري".

"موږ د جګړې پر پای ته رسولو ټېنګار کوو . له بده مرغه د طالبانو وروستي بریدونه او هغه ورانی چې دوی عام المنفعه ځایونه ته اړولی د دې لامل کیږي چې د افغانستان خلک د سولې له روان بهیره ناهیلي شي".

هغه وویل د طالبانو جګړه په دې معنی ده چې دوی سولې ته ژمنتیا نه لري، او د خلکو او نړیوالو غوښتنې ته ارزښت نه ورکوي.

ښاغلي صدیقي پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې دوام لپاره بهانه نه ده پاتې او په کار ده چې طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

بهرنیو ځواکونو هلمند کې پر طالبانو بمبارۍ کړې دي

هلمند جګړه

د عکس سرچینه، USFORCE IN AFGHAINSTAN

د عکس تشریح، امریکايي ځواکونه وايي که طالبان بریدونو ته دوام ورکړي دوی به بیا هم د افغان ځواکونو ملاتړ کوي

افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګېټ پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې په تېرو دوه ورځو کې افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې له افغان ځواکونو نه د دفاع لپاره هوايي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي دا دفاع یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په رڼا کې شوې ده او که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي نو دوی به یې ملاتړ کوي.

له دې وړاندې د هلمند امنیه قوماندان ویلي وو، پر لښکرګاه او شاخواو سیمو د طالبانو پراخ بریدونه په شاتمبول شوي او د طالبانو هغه پلان یې شنډ کړی چې دده په وینا د هلمند د نیولو لپاره یې جوړ کړی.

امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد ویلي په ځوابي بریدونو کې ۱۷۰ طالبان وژل شوي دي.

دوحه کې خبرې، افغانستان کې جګړه

قطر
د عکس تشریح، دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي

د هلمند پر مرکز او شاوخوا سیمو کې یې طالبانو داسې مهال پراخ بریدونه کړي او ځینې سیمې یې نیولي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.

دواړه پلاوي لا هم د خبرو پر کړنلاره نه دي سلا شوي او په ځینو مواردو کې جدي اختلاف شته. د دې اختلاف د هواري لپاره د رپوټونو له مخې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې پیل کړيدي.

پر هلمند د طالبانو برید وروسته له هغه چې دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاس لیک شوې تر ټولو پراخ بلل شوی.

طالبانو پر هلمند د برید په اړه ډېر څه نه دي ویلي، یوازې ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د خلکو له خوا د هلمند د بریښنا سب سټیشڼ ته لږ زیان اوښتی وو خو د دوی وسله والو خلک منع کړل.