جنرال مېکېنزي: د افغانستان د سولې، پرمختګ او امنیت ملاتړ ته دوام ورکوو

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قوماندان وايي هېواد به یې افغانستان کې د سولې پرمختګ او امنیت لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي. جنرال کېنېت مېکنیزي دا څرګندونې نن سې شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کړې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د وینا پاڼې له مخې په دې کتنه کې د سولې بهیر، امنیتي وضعیت، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او د ګډ امنیتي مشارکت د لا پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
وینا پاڼه زیاتوي، جنزال مېکېنزي ټېنګار کړی چې دې لپاره افغانستان ته راغلی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې د سولې او پرمختګ ترڅنګ د امنیت ټېنګښټ لپاره د امریکا د متحده ایالتونو ملاتړ او همکاري پر خپل ځای ده تر څو (افغانستان بیا د ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل نه شي).
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا دې کتنه کې ټېنګار کړی چې طالبان باید له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي.
جنرال مېکېنزي داسې مهال کابل ته ځي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی لا هم ډېر دی او افغان حکومت او طالبان پر یو بل د دې وضعیت پړه ور اچوي.
په ورته مهال د ناټو عمومي منشي یان ستولتنبرګ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''د طالبانو له بریدونو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د سولې پر بهیر باور کموي. موږ له ټولو لوریو غواړو چې په چټکۍ سره بین الافغاني خبرې پیل کړي. ناټو متحدین به د سولې بهیر ملاتړ لپاره زموږ پر پوځي حضور مشورې روانې وساتي. ''
د دوحې تړون ۱۳۵ ورځې؛ امریکا او طالبان یو بل په سرغړونو تورنوي

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته وسله وال طالبان وايي، له پنځو اډو د امریکايي سرتیرو له وتلو پرته د دوحې تړون نورې برخې په بشپړه توګه نه دي عملي شوي او په کار ده چې دا تړون بشپړ عملي شي. خو امریکایي چارواکي افغانستان کې د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي، روان تاوتریخوالی د طالبانو د ژمنو سره په ټکر کې دی.
په ورته وخت کې افغان حکومت وایي وسله والو طالبانو د دوحې تړون سره سم عمل نه دی کړی او پر افغان ځواکونو یې بریدونه پراخ کړي او ګڼ شمېر ملکي وګړي یې وژلي دي. ''
افغانستان کې سوله او جګړه؛ درې جلا دریځونه:
د طالبانو له خوا نن (سې شنبه جولای ۱۴مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې د دوحې له تړون د ۱۳۵ ورځو تېرېدو ته په اشارې سره راغلي چې دې موده کې له پنځو اډو د امریکايي سرتیرو وتل او په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمېر کمېدل مثبت ګام دی.
طالبان وايي، دې موده کې یې پر بهرنیو ځواکونو هېڅ برید نه دی کړی، خو وايي، د بندیانو د خلاصون، له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو لېرې کول او په ځینو سیمو کې عملیات هغه برخې دي چې د امریکايي لوري او افغان حکومت له خوا نه دي عملي شوي.
د طالبانو په اعلامیه کې پر دې اندېښنه ښودل شوې چې د دې ډلې د مشرانو د تور لېست موضوع حل شوې نه ده او غوښتنه یې کړې ده چې پر دې باید (جدي غور وشي او عملي ګامونه پورته شي).
طالبان ادعا کوي چې د دوحې هوکړې نه په سرغړونه امریکايي ځواکونو او افغان حکومت په غیر جګړه ییزو سیمو کې هوايي بریدونه کړي او د عملیاتو پر مهال یې د افغان حکومت د ځواکونو ملاتړ کړی او د افغان هوايي ځواکونو الوتکې د "امریکايي پیلوټانو" له خوا کارول شوي دي.
په دې اعلامیه کې ادعا شوې چې په تېرو لسو ورځو کې په څو ولایتونو کې امریکايي ځواکونو "ګڼ شمېر ډرون بریدونه او بمبارونه" کړي دي.
طالبانو د دې بریدونو د ژر تر ژره بندیدو غوښتنه کړې ده.
د امریکا دریځ: د طالبانو لخوا تاوتریخوالی د دوحې تړون سره په ټکر کې دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغه خپره شوه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر بیان کې د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار کې د طالبانو له خوا پرونی برید وغانده او هغه یې د نه منلو وباله.
افغان چاراکي وايي، دې برید کې د ملي امنیت کارکوونکو ترڅنګ لسګونه ولسي وګړو ته د سر زیان اوښتی او د سیمې اوسېدونکو ته دروند مالي زیان رسېدلی دی.
زلمی خلیلزاد د ټوېټونو لړۍ کې دا برید د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون سره ټکر کې بولي:
"ولایتي مرکز کې د طالبانو دا برید د افغانانو خپلمنځي خبرو په نتیجه کې د اوربند تر کېدو پورې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د دوی له ژمنو سره ټکر کې دی".
زلمی خلیلزاد زیاتوي، دا ډول بریدونه د منلو نه دي او د هغو خلکو د پیاوړتیا لامل یې بولي چې د سولې مخالف دي.
نوموړی وايي، وروستیو ورځو او اونیو کې تاوتریخوالی زیات شوی او بې وجې ډېر افغانان وژل کېږي.
نوموړی دا هم وايي، د ټولو بندیانو د خوشي کولو، تاوتریخوالي کمولو او د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د پرمختګ لپاره خپلې هڅې کوي.
د افغان حکومت دریځ: د طالبانو بریدونه د سولې هیلې زیانمنوي

د عکس سرچینه، ARG
د افغان ولسمشر ویاند تازه په یوه بیان کې د طالبانو له خوا د کېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي:
"د طالبانو له خوا وروستی تاوتریخوالی او پر ښارونو، پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه او د سړک غاړې ماینونه چې خلک یې قربانیان دي او پر دولتي کارکوونکو بریدونه د نړیوالې ټولنې او خلکو هغو هیلو ته زیان رسوي چې د خبرو د پيل او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره یې لري".
ښاغلي صدیقي صدیقي نن سې شنبه کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، د طالبانو له خوا د بریدونو ډېرېدل له هغې هوکړې سره (ښکاره تناقض) ښيي چې دې ډلې له امریکا سره لاسلیک دی.
ښاغلي صدیقي وویل، افغان دولت دریځ د سولې ده د سولې برخه کې ګامونه پورته کړي، خو د ده په وینا افغانان او نړیواله ټولنه د دوحې تړون کې د طالبانو د ژمنو په اړه (عمده پوښتنې) لري.
د بندیانو خلاصون؛ د جنجال ریښه
د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او دا ډله هم د حکومت زر قیدیان خوشي کوي.
د افغان حکومت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه ۴۱۱۹ طالب بندیان خوشي شوي او طالبانو هم په دې مودې کې څه باندې ۷۷۹ د حکومت اړوند بندیان خوشي کړي دي.
وړاندې، د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي وو، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د 'سختو جرمونو له کبله محکوم ' شوي دي، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري، خو طالبان وايي، که یې له نوملړ سره سم بندیان خوشي نه شي خبرې نه پیلېږي.
بل لور ته د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تېرو شپږو میاشتو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یوه تازه رپوټ کې چې نن ( سې شنبه جون ۱۴ ) خپور شو ویلي چې د طالبانو ډله په دې موده کې د ملکي وګړو د ۴۸.۵ سلنه برخې مسؤله ده.
خو طالبان ملکي وګړو ته د دوی له خوا د اوښتې مرګ ژوبلې خبره تل رد کړې ده.









