سمنګان کې د ملي امنیت پر ودانۍ د طالبانو برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

د ویډیو تشریح، د سمنګان ملي امنیت پر ودانۍ موټربم برید شوی، نښته روانه ده

وسلوالو طالبانو دوشنبه سهار د سمنګان په ایبک ښار کې د ملي امنیت پر ودانۍ برید وکړ، چې په پایله کې یې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې. د سمنګان چارواکي وايي، دوشنبه سهار ایبک ښار کې ملي امنیت او ښاروالۍ ته څېرمه لومړی موټر بم برید وشو او بیا وسلوال د ملي امنیت ودانۍ ته ننوتل.

د سمنګان والي عبدالطیف ابراهیمي وايي په دغه برید کې د یوې مېرمنې په ګډون د ملي امنیت ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي او د ټپیانو شمېر ۶۳ تنو ته رسېدلی، چې پکې درې ماشومان او اته مېرمنې شاملې دي.

نوموړی وایي چې دوه تنه بریدګر هم وژل شوي. تر دې وړاندې د څلورو بریدګرو د وژل کېدو خبره هم کېدله.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس صمیم مصمم بي بي سي ته ویلي، د برید له ځایه د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۴۳ ټپیان روغتون ته وړل شوي. نوموړی وايي، ډېری ټپیان ولسي وګړي دي.

پر خواله رسنیو د برید د ځای انځورونه ښیي چې شاوخوا ودانیو ته هم سخت زیان اوښتی دی.

د ارګ غبرګون: طالبان تاوتریخوالی او د جګړې دوام غواړي

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني د سمنګانو برید غندلی او وایي، طالبان د جګړې دوام غواړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی. په اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ویل شوي، طالبان لا هم پر تاوتریخوالي او د جګړې پر دوام ټینګار لري.

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه په افغانستان کې د سولې هیلو ته زیان رسوي، نو ځکه باید طالبان د سولې په اړه د افغانانو او نړیوالو غوښتنه ومني.

د ملي مصالحې مشر عبدالله عبدالله هم پر دې برید خواهشیني ښودلې او دا ډول (ړانده) بریدونه یې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل برخه کې د شویو ژمنو، د تاوتریخوالي کمولو او سولې او پخلاینې خلاف عمل بللی دی.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، سمنګانو کې یې پر ملي امنیت دا برید "په شمالي ولایتونو کې د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې کړی دی".

ښاغلي مجاهد په برید کې د لسګونو استخباراتي مامورینو د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.

د افغانستان نورو برخو کې تاوتریخوالی:

چاودنه

له تېرې ورځې راهیسې د افغانستان یو شمېر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې وشوې دي. د کندوز ولایت چارواکو منلې چې د طالبانو په دوو جلا بریدونو کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۴ غړي وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د بدخشان په ارغنجخوا ولسوالۍ په مرکز هم برید کړی، ځايي چارواکي وايي دغلته هم ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي. له تېرې ورځې راهیسې د غزني، لوګر، بلخ او زابل ولایتونو ځینې برخې هم د نښتو شاهدې وې.

پرهمدې مهال افغان چارواکو ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لسګونو طالب جنګیالیو ته مرګژوبله اړولې ده.

د بندیانو د خلاصون لړۍ دوام لري، خو اختلافونه شته:

د افغانستان بېلابېلو برخو کې وروستي بریدونه داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خلاصون لړۍ د ځینو اختلافونو سره سره بیا هم روانه ده.

زندانیان

د عکس سرچینه، ONSC

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي، د طالب زندانیانو له ډلې شاوخوا شپږ سوه کسان نه خوشي کوي

د افغانستان ملي امنیت شورا یکشنبه وویل، تازه یې په بېلا بېلو ولایتونو کې له زندانونو سل طالب بندیان خوشي کړي چې په راتلونکو ورځو کې به هم ځینو ولایتونو کې نور طالب بندیان هم خوشي کړي.

بل لور ته وسلوالو طالبانو د افغان حکومت هغه وړاندې رد کړی چې د خپلو شپږ سوو نویو زندانیانو لېست دې حکومت ته وسپاري.

افغان چارواکي وایي، د طالبانو په لومړني لېست کې سلګونه کسان په جدي جرمونو کې ښکېل دي او نه خوشي کېږي، خو طالبان کولی شي پر ځای یې نور بندیان مالوم او لېست یې حکومت ته وسپاري.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د حکومت دا وړاندیز رد کړی او ټینګار کوي چې د سولې تر خبرو وړاندې باید د دوی ټول پنځه زره زندانیان خوشي شي.

د افغان حکومت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه ۴۱۱۹ طالب بندیان خوشي شوي او طالبانو هم په دې مودې کې څه باندې ۷۷۹ د حکومت اړوند بندیان خوشي کړي دي.

طالبانو هم ویلي چې کندهار کې طالبانو د افغان حکومت لس پوځيان خوشي کړي دي.