سمنګان؛ کان کې د ایسارو کسانو "د ژوندي پاتېدو هیلې کمې دي"

کان
د عکس تشریح، د یو شمېر کان کیندونکو برخلیک تر اوسه نه دی مالوم

د افغانستان شمال ته په سمنګان ولایت کې چارواکو د چارشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، په دره صوف ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان کې له ایسارو کسانو یې د پنځو مړي واېستل.

کان کې دا چاودنه پرون د جون په نهمه ځايي وخت نږدې دوولس بجې شوې ده.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیز د بي بي سي خبریال حمید فهیم ته وویل، مرستندویه ډلې د پېښې ځای(شباشک کان) ته رسېدلې او تراوسه یې پنځه مړي له کان اېستلي، خو لا هم د پاتې کسانو برخلیک مالوم نه دی.

د نوموړي په خبره، کان کې چاودنه پرون په داسې مهال وشوه چې ۱۸ کسان پکې په کار بوخت و:

"یو کس ځای په ځای مړ شو، بل زخمي و ماښام مړ شو او ۱۶ پکې ایسار شول".

خو د کانونو وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي بي بي سي ته وویل، دوی ته رسېدلي مالومات ښيي چې نږدې ۱۶ تر ۱۸ کارګر لا هم دغه کان کې بند پاتې دي.

کان
د عکس تشریح، چارواکي وايي، د ګاز له امله د ژغورونکو کار هم له ځنډ او خنډ سره مخ دی.

د افغانستان شمال کې د ډبرو سکرو ادارې مشر ریاض الدین شریفي بي بي سي ته وویل، چاودنه د کان داسې برخه کې شوې چې بې قانونه اېستل کېده.

د نوموړي په خبره، دې چاودنې سره دغه برخه او ور سره څنګ کې دوه نورې برخې کېناستلې او ډېر ورانی یې کړی دی.

نوموړی وايي پېښه کې د پنځو را ایستلو مړو په ګډون اته کسان مړه شوي او لس نور لا هم ورک دي: موږ ناهیلي یو او فکر کوو چې ټول کسان مړه شوي دي.

د دره صوف ولسوال محمد سلطان سلطاني هم بي بي سي ته وویل، کان کې د ګاز تراکم ډېر دی، چې ور سره د ژغورونکو کار سخت شوی ځکه ښايي د مړو شمېر ډېر شي:

"ډېر امکان شته چې هغوی هم مړه شوي وي، ځکه چاودنه ډېره سخته وه. ډاکټران او امبولانسونه هم سیمې ته رسېدلي دي".

د کانونو وزارت وايي، د دې پېښې په تړاو به له نورو اړوند ادارو سره په ګډه پلټنې وشي.

سمنګان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان شمال ته سمنګان کې دره صوف د ډبرو سکرو لوی کان لري.

تېرو کلونو کې په دغه کان کې بې مسلکه او خپل سرو کندنو له امله هم پېښې شوې چې پکې لسګونه کسان وژل شوي دي.

افغانستان کې د ډبرو سکاره ژمي کې د کورونو تودولو لپاره کارېږي او هم پاکستان ته صادرېږي.

ریاض الدین شریفي وايي، په سمنګان او نورو ولایتونو کې د ډبرو سکرو د کندلو پنځه سوه بې قانونه سورنګونه دي.

نوموړی زیاتوي، بیا بیا یې چارواکو ته دا اندېښنه ویلې چې بې قانونه سکاره اېستل، مرګوني دي، خو لا هم د زورواکو له خوا دا بې قانونه کار روان دی.