خلیلزاد: ځینې بهرنۍ او کورنۍ کړۍ افغانستان کې د اوسني خراب وضعیت دوام غواړي

خلیلزاد
د عکس تشریح، ښاغلي خلیلزاد وویل، افغانستان او طالبان په تېرو ۱۹ کلونو کې بدل شوي دي

د قطر دوحه کې د بین الافغاني خبرو په درشل کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بي بي سي ته ویلي، روانې خبرې د اوږدې جګړې ختمولو لپاره یو تاریخي فرصت دی. نوموړی وايي، په کور د ننه او بهر ځینې کړۍ شته چې افغانستان کې د اوسني روان وضعیت دوام غواړي، خو په وینا یې دوی اقلیت دي.

نوموړي د بي بي سي اسمعیل سعادت ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، هوکړې ته د دواړو غاړ د رسېدو په صورت کې د جګړې ختمېدل ممکن دي.

کله چې له ښاغلي خلیلزاد وپوښتل شول،‌ نولس کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ او د دوی له منځه وړلو خبرې کېدې، خو اوس دا دی په واک کې د دوی د ورګډولو یا واک ته د دوی د ورستنولو خبرې کېږي، په دې موده کې څه بدل شول؟

ښاغلي خلیلزاد وویل، افغانستان او طالبان په تېرو ۱۹ کلونو کې بدل شوي دي:

"افغانستان هغه افغانستان ته نه دی چې ۱۹ کاله پخوا و، هیله لرم طالبان باید پوه شي چې اوس نوی افغانستان دی. طالبان هم هغه طالبان نه دي چې ۱۹ کاله پخوا وو. هغه وخت دوی له القاعده سره همکاري درلوده، اوس باید له هغوی سره همکاري ونه لري او د دوی تر واک لاندې سیمو کې روزنې او فعالیت ته اجازه ورنه کړي، باید له نورو افغانانو سره کېني او د افغانستان ستونزه حل کړی. د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري."

د مرکچیانو لس کسیزه ډله

د قطر دوحه کې د افغان حکومت او طالب مرکچیانو لس کسیزه کمېټه به د خبرو پر دویمه ورځ پخپلو کې سره کېني او د خبرو پرمخ بېولو لپاره به سره غږېږي. دوی به د خبرو پر څرنګوالي، اجنډا او دا چې پر کومو موضوعاتو کله او څنګه خبرې وشي، بحث کوي. پر دوشنبه به د دواړ ټیمونو ترمنځ مخامخ خبرې او بحثونه پیل شي.

را روانو خبرو کې به امریکایان او نور بهرنیان نه وي او یوازې افغانان به پخپلو کې بحث سره کوي. یوازې کوربه هېواد قطر به د ځای چمتو کولو او تخنیکي چارو برخه کې د اسانچاري په توګه همکاري کوي.

طالبان

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبان هیله لري چې په دې خبرو کې پام‌وړ پرمختګ وشي

ښاغلي خلیلزاد وویل، طالبان اوس حاضر دي چې القاعدې ته به اجازه نه ورکوي . دوی د همکارۍ ګامونه لا له وړاندې اخیستي دي.

کله چې له خلیلزاد وپوښتل شول، تر ډېره د طالبانو شرطونه عملي شوي، ځواب یې دا و چې له طالبانو سره امریکا هوکړه لري دوی هم باید زموږ شرطونه ومني.

خلیلزاد وايي، دا خبرې به له نژدې څاري او که کومه ستونزه رامنځ ته شي، دوی به یې هوارولو کې همکاري کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالي حنیف اتمر دوحه کې بي بي سي ته وویل، له غونډې راضي دی او د سولې راتلو ته لېوال دی.

د ویډیو تشریح، اتمر: ایران له امریکا سره مخالفت لري، ځکه یې استازی نه و

طالبان اسلامي نظام غواړي

د قطر دوحه کې د افغان جګړې ختمېدو لپاره د تاریخي خبرو پرمهال افغان طالبان په هېواد کې د اسلامي نظام پر جوړېدو ټینګار کوي، خو د افغان حکومت پلاوی له طالبانو بشري اوربند غواړي. امریکا ویلي "ټوله نړۍ له تاسو غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږئ."

د قطر دوحه کې د شنبې په ورځ د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شوې، چې طالبانو پکې د اسلامي نظام جوړېدو ټینګار درلود،‌ خو د افغان حکومت پلاوي له طالب استازو د بشري اوربند رامنځ ته کېدو غوښتنه کوله.

د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، له تېرو کلونو راهیسې افغانستان کې روانه جګړه هېڅ ګټونکی نه لري.

طالبانو د اوربند په اړه تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.

د امریکا متحدو ایالتونو دواړه غاړې هڅولې چې د څلورو لسیزو جګړې د ختمېدو او د زرګونو ولسي وګړو د وژل کېدو د مخنیوي لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په افغانستان کې د امریکا جګړه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.‌

د خبرو اهمیت

د ویډیو تشریح، له سهيل شاهين سره خبرې

دا د طالبانو او افغان حکومتي پلاوي ترمنځ لومړنۍ مخامخ خبرې دي. دا خبرې څو ځله د نامالومو لاملونو له کبله وځنډېدې او طالبانو د افغان حکومت له استازو سره له مخامخ خبرو ډډه کوله او افغان حکومت د امریکا ګوډاګی بولي.‌

دواړه غاړې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو او په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د پخواني شوروي له یرغل راهیسې د روانې جګړې د ختمېدو په هڅه کې دي.‌

د رسمي شمېرو له مخې، د روان کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې پرمهال کابو ۱۲ زره ولسي وګړي وژل شوي.

د قطر ناستې پرانیستغونډه کې عبدالله عبدالله وویل،‌ د سم‌لاسي اوربند غوښتونکی دی.‌

رویټرز خبري اژانس وایي دا مسله "له هغو مهمو موضوعاتو یوه ده چې ټول افغانان یې غواړي او د جګړې ختمېدلو ته لېوال دي."

په ورته وخت کې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، هیله لري چې "په دې خبرو کې ریښتینی پرمختګ وشي".

نوموړي دا هم وویل چې "غواړو افغانستان یو مستقل او یوموټی هېواد او اسلامي نظام پکې واکمن شي او ټولې پرګنې پکې یوشان حقونه ولري".

د امریکا متحده ایالتونو په تېره فبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره سره د سولې هوکړه وکړه،‌ چې له مخې یې د افغان حکومت له زندانونو د شاوخوا پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کول یو شرط و، چې په کابو اوو میاشتو کې پوره شو.

عبد الله عبد الله

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، عبدالله عبدالله د سم لاسي اوربند غوښتنه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل "باوري یم دلته ټول پوهېږي چې دې شېبې ته د رسېدو لپاره ډېرې هلې ځلې او قربانۍ شوې دي".

نوموړی زیاتوي: "ټوله نړۍ ددې خبرو د بریالي کېدو تمه لري او په بریا کې یې پر تاسو تکیه کوي".

د مرکچیانو ترمنځ صمیمانه فضا

په بي بي سي کې وتلې خبریاله لیز دوسیت وايي، دوحې ته ډېری راغلو افغانانو دا یوه صمیمانه ورځ بللې ځکه چې د جګړې د ختمېدو پر یوه میکانیزم او هوکړې ته د رسېدو لپاره سره راغونډ شوي.

دا وايي، مرکچیان ټینګار لري چې د لومړۍ ورځې خبرې څومره چې تمه کېده، تر هغې هم ښې ترسره شوې، خو لاهم د دواړو غاړو ترمنځ په ګڼو مسلو کې اختلافونه شته چې مهمه مسله د اوربند، سیاسي نظام او شخصي ازادیو ده.