دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې؛ پرانیستونکې غونډه کې نړیوالو چارواکو ګډون وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
له څو میاشتو ځنډ او خنډ وروسته شنبه د سپتمبر پر دولسمه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان دولتي پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.
د دې مذاکراتو پرانیستونکې غونډه کې ګڼو نړیوالو چارواکو ګډون درلود، او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو قطر ته د روانېدو پر مهال دا خبرې 'تاریخي ' وبللې.
دې بین الافغاني خبرو کې د افغان دولت ۱۹ کسیز مرکچي پلاوي مشري معصوم ستانکزی او د طالبانو د ۲۱ کسیز پلاوي مشري عبدالحکیم حقاني کوي.
د افغانستان سولې چارو وزارت په یوه ټویټر پیغام کې له طالبانو سره د خبرو په لړ کې د اجنډا ترتیب او نورو اړوند موضوعاتو لپاره د تماس ډلې نومونه یاد کړي دي.
محمد معصوم ستانکزی، احمد نادر نادري، ضرار احمد مقبل، فوزیه کوفي، مولوي عنایتالله بلیغ، محمد ناطقي او خالد نور هغه کسان دي چې د تماس ډلې غړي بلل شوي.
د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د دواړو مرکچي ډلو له منځه د تماس ډلو پر ټاکلو توافق شوی دی.
د دغو مذاکراتو په پرانیستغونډه کې د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان، امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی.
عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې ته وینا کې وویل:
''موږ هیله من یو چې بشري اوربند رامنځ ته شي، بېخبناوې رامنځ ته شي چې ټول افغانان ګټه ترې واخیستلی شي. ټول افغانان دې سولې ته یوموټی شي. موږ د ملي پخلاینې لپاره ژمن یو، په تېر اختر کې مو دا ثابته کړه او اوربند مو ومانه، موږ درې ځله اوربند وکړ. ''

د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته د عمومي اوربند په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، 'په یوه مناسب وخت به یې په اړه وغږېږي. '
د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډې ته وینا کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني وویل:
"نړۍ ته ډاډ ورکوي چې تر خپله وسه به هلې ځلې کوي چې بين الافغاني خبرې مثبته پايله ورکړي".

د عکس سرچینه، AFP
د خبرو پر لومړۍ ورځ څه وشول؟
د بین الافغاني خبرو پرانیستغونډه د قطر پلازمېنه دوحې په شراټن هوټل کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر سلطان بن سعد المریخي په خبرو پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې له وینا وروسته د طالب مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني له بي بي سي سره په ځانګړو خبرو کې وویل، د سولې خبرو ته ځکه هیله من دی چې افغانانو تېرې ناخوالې او ترخې تجربې لیدلې دي. نوموړي د بي بي سي اسماعیل سعادت ته وویل، ''پر اوربند به هله خبرې کېږي چې کله دواړه خواوې مخامخ مذاکرات پیل کړي. ''
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بین الافغاني خبرو غونډې ته وینا کې وویل، ''په راتلونکو میاشتو کې به په هغو مسایلو خبرې وکړو چې په تېرو کې ترې تېر شوي یو، باید صبر کړو او حوصله ولرو. ''
نوموړي زیاته کړه:
''د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني دا به ستاسو خپل لاس کې وي . زه غواړم د افغانستان د تیرو شلو کلونو ګټې خوندي وي او د مېرمنو سیاسي ونډه ډیره مهمه ده. نن دلته ډیرې میرنې راغلې او مونږ له دوی هر کلی کوو، ستاسو هر پرېکړه له امریکا له مرستو سره هم اړیکه لري. ''
ښاغلي پومپیو وروسته پر ټویټر ولیکل، خوښ دی چې د افغانستان د روغې جوړې د عالي شورا له مرکچي مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر سره یې دوحه کې د تاریخي سولې مذاکراتو په لړ کې کتلي.
دی وايي، 'افغانان سوله غواړي او د ۴۰ کلنې جګړې ختمولو ته هېڅکله دومره نه وو نژدې شوي لکه اوس چې دي. '

د عکس سرچینه، AFP
بین الافغاني خبرې ولې دومره وځنډېدې؟
دا خبرې باید په فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ له خپلمنځي تړون وروسته مارچ کې پیل شوې وای، خو د بندیانو تبادلې یوه ناندریز بهیر اوږدېدو له کبله وځنډېدې.
دغه راز په هېواد کې پرلپسې روانه جګړه هم د دې خبرو د ځنډ او خنډ لامل شوه. خو د پنجشنبې پر ورځ قطر ته د وروستیو شپږ طالب بندیانو له خوشي کېدو وروسته طالبانو د شنبې ورځې په خبرو کې د ګډون اعلان وکړ.
د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې هوکړې ته رسېدو له یوه کاله زیات وخت ونیو او ډېر شنونکي په دې اند دي چې بین الافغاني خبرې ښايي تر هغو هم ډېرې پېچلې او زیات وخت ونیسي او ځینې پکې د ښځو حقونو لړ کې د یو څه پرمختګ قرباني کېد و وېره هم څرګندوي.
د طالبانو لپاره هم دا خبرې ننګونکې بلل کېږي، ځکه تمه ترې کېږي چې د افغانستان لپاره باید یو ثابت سیاسي نظر وړاندې کړي.
تر اوسه د دوی نظر د ډېرو په اند مبهم و ، دوی ویل غواړي یو 'اسلامي ' خو ' ټولشموله 'حکومت وویني. په دې خبرو کې ښايي دا هم جوته شي، چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې طالبان څومره بدل شوي دي، چې هاغه وخت یې د شرعي قوانینو د یوه سخت تعبیر له مخې واکمني کوله.











