قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرې
د قطر په دوحه کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې، چې د طالبانو او افغان پلاوو د مشرانو په ګډون د نړیوالو بنسټونو استازو او ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویناوې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غونډې ته وویل، د امریکا متحده ایالات نه غواړي خپل نظام په نورو ومني.
ژوندی پوښښ
وروستی, مجاهد: مذاکراتو کې د ښه نیت لپاره مو هلمند کې ۲۲ عسکر خوشي کړل
قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د خبرو پر لومړۍ ورځ، وسله والو طالبانو ویلي، په مذاکراتو کې د ښه نیت له امله یې د افغان حکومت اړوند ۲۲ عسکر له زندانونو خوشي کړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیان د طالبانو د مشر په امر خوشي شوي، چې په بېلابېلو جګړو کې طالبانو نیولي وو.
ښاغلی مجاهد وايي دا بندیان په سوېلي هلمند ولایت کې خوشي شول. د مجاهد په وینا، طالبان هڅه کوي د بین الافغاني مذاکراتو د جریان د چټکولو او باور فضا رامنځ ته کېدو لپاره داسې ګامونه واخیستل شي چې یاد بهیر خپلې مطلوبې پایلې ته ورسوي او په هېواد کې د بشپړ اسلامي نظام د حاکمیت او د تل لپاره د جګړې د اختتام سبب وګرځي.
مجاهد په پای کې ویلي، له مقابل لوري هم هیله کېږي چې ورته ګامونه واخلي اوله فرصتونو سالمه او ښه استفاده وکړي.

د عکس سرچینه، @Zabehulah_M33
د عکس تشریح، ذبیح الله مجاهدي ویلي، دغه ۲۲ عسکر سوېلي هلمند ولایت کې خوشي شوي د سولې بين الافغاني ناستې په اړه د بلخ اوسېدونکو نظرونه
حمدالله محب: مذاکراتو کې باید د نظام پر بقا سربېره پر تقویت یې هم اساسي بحثونه وشي, د افغانستان ملي امنیت شورا مشر
دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه دهدې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دواړو مرکچي پلاوو خپلې د تماس ډلې معرفي کړې

د عکس سرچینه، @N_Nadery
- دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروستی, پومپیو: افغانستان تر هر بل وخت اوس د جګړې ختمولو ته ډېر نژدې شوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلي، خوښ دی چې د افغانستان د سولې عالي شورا له مرکچي مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر سره یې دوحه کې د تاریخي سولې مذاکراتو په لړ کې کتلي.
دی وايي، افغانان سوله غواړي او د ۴۰ کلنې جګړې ختمولو ته هېڅکله دومره نه وو نژدې شوي لک اوس چې دي.
دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه دهدې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروستی,
د ایران غبرګون: د بهرنیو ځواکونو شتون د جنګ د دوام اصلي لامل دی
د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د قطر ناسته ستایلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان، سیاسي ډلو او طالبانو ترمنځ له شروع شویو خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.
د ایران دولت هیله ښودلې چې دغه خبرې به د بهرنیو له لاسوهنې پرته د افغانانو تر منځ ټاکلو موخو ته ورسیږي او د افغانستان تر څنګ به د سیمې د هېوادونو په امنیت کې هم رول ولوبوي.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د نظامي لارې د افغانستان د جنګ حل ناشونی دی او باید د خبرو له لارې دغې جنګ ته د پای ټکی کېښودل شي.
اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو ځواکونو شتون د جنګ د دوام اصلي لامل دی او بهرني ځواکونه دې په مسولانه ډول له افغانستان ووځي.
په دغه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران دولت د افغانانو تر خوا دی او په هر راز حالاتو کې د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي او د امریکا له لورې د ټاکنیزو سیالیوپر مهال د افغان سولې له نوم څخه ګټه اخیستنه په سخته غندي.

د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر خبرې
وروستی, حامد کرزی: هیله ده د قطر خبرې د تلپاتې سولې پیلامه شي
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د بین الافغاني خبرو په غبرګون کې ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د او د طالبانو اسلامي تحریک د استازو ترمنځ رسمي خبرې ښه خبر او د هیلمندۍ او ډېرې خوشحالۍ لامل دی.
ښاغلي کرزي چې دې غونډې ته نه دی تللی، پر فېسبوکپاڼه لیکلي، دا د تلپاتې سولې او ثبات او د افغانستان د خلکو د درد او مصیبت ختمولو لپاره یو واقعي فرصت دی.
حامد کرزی وايي، د افغانستان خلک تمه لري چې په دوحه کې مذاکراتي خواوې د خپل اسلامي او ملي مسئولیت په درک کولو د تلپاتې سولې، د هېواد د ساتنې او ثبات، د ملي یووالي ټینګښت او د افغانستان د مسلمان ملت ګټو ته په پام سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
دی وايي، د تاریخ په دې حساس پړاو کې زموږ په ګران هېواد کې صوله او امنیت د ټولو هېوادونو لومړیتوب دی. داسې سوله چې په برکت یې د پردیو اوږدمهاله مداخلې پای ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، @karzai.h
د عکس تشریح، ښاغلي کرزي چې دې غونډې ته نه دی تللی، پر فېسبوکپاڼه لیکلي، دا د تلپاتې سولې او ثبات او د افغانستان د خلکو د درد او مصیبت ختمولو لپاره یو واقعي فرصت دی. دوحه کې د طالبانو ویاند: د خبرو لپاره مهالوېش نه لرو
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته وویل، لکه څنګه چې ملا برادر وویل، موږ یو اسلاامي نظام غواړو او ښه اقتصادي وضعیت رامنځ ته کړو.
هغه د ښځو د حقونو په اړه وویل: "څه چې په شریعت کې راغلی."
محمد نعیم د عمومي اوربند په اړه وویل، په یوه مناسب وخت به یې په اړه وغږېږي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر
د قطر دولت له ټولو هغو هڅو ملاتړ کوي چې د افغان سولې بهیر بریالی کولی شي .
هیله لرو چې افغانان له سولې خوند واخلي او دا د دوی حق دی چې په سوله کې ژوند وکړي، او قطر به ددې بهیر ملاتړ وکړي.
وروستی, یوسف احمد عثیمین, د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغان سولې ملاتړی دی. د ۲۰۱۹ جولای کې د سعودي مکه کې د افغان علماوو کنفرانس وغوښتل چې افغانستان کې جګړه ختمه شي او پر ښکېلو غاړو یې غږ وکړ چې د خپلو خلکو له وژلو لاس واخلي او د سوله ییز افغانستان لپاره هلې ځلې وکړی او له سیاسي لارې حل لاره ولټوي او افغانستان ته تلپاتې سوله او ټیکاو راشي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر
د افغانسان دولت او اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې پروسه کې دخیل وو او مونږ ویاړو چې دغه پروسه بریا ته نږدې شوې .
ټول هغه ګروپونه چې دغې برخه کې دي، همغږي دي او د شته مصوبې په اساس مخته ځي د اسلامي همکاریو سازمان له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي.
مونږ غواړو پخلاینې ته لاره هواره شي او ټول اړخونه باید تل پاتې سولې ته لاره هواره کړي او د طالبانو او امریکا ترمنځ په شوې هوکړه خوښ یو چې په پایله کې طالب زندانیان خوشې شول او روانو خبرو ته یې لاره هواره کړه.
نادر نادري: همدا ډول رنګارنګي مې خوښېږي
دې X پوسټ نه تېرشئایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه دهدې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
وروستی, ینس سټولټنبرګ, د ناټو سرمنشي
افغانستان نور د نړیوالو تر هګرو لپاره خوندي ځای نه دی، نن چې بحث کوو باید د افغانسان لاسته راوړنې خوندي شي. مونږ هیله لرو چې دغه دوه اړخیزه اراده تل پاتې وي او مونږ یې ملاتړ وکړو .
ناټو د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کړي
نن زمونږ لپاره یو فرصت دی، چې ګټه ترې واخلو.

