په دوحه کې د افغانستان سولې خپلمنځي خبرو ته غبرګونونه

ګوتیریش

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، هیله لرم چې سوله به په کور د ننه او بهر کې د میلیونونو افغانانو راستنېدو ته لار هواره کړي.

د قطر په دوحه کې د افغانانو د سولې له خپلمنځي خبرو سره همهاله، دغو خبرو ته په افغانستان کې دننه او بهر بېلا بېل غبرګونونه ښودل کېږي. په ورته مهال، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې خبرو د پیلېدو د هرکلي تر څنګ ویلي چې د سولې په خبرو کې باید د قربانیانو غوښتنو او نورو بشري اړتیاوو ته پام وشي.

د بین الافغاني خبرو د پیلېدو په غبرګون کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو نورو سیاستوالو هم غبرګونونه ښودلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د افغانانو خپلنځي خبرو په تړاو ویلي، ''موږ ټولې خواوې هڅوو چې د سولې لپاره مټې ونغاړي. ټولې غاړې باید د سولې هڅو کې برخه ولري. د سږکال دوه اوربنده د ستایلو دي. ''

په دوحه کې د دې خبرو له پرانیستغونډې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ټوېټر لیکلي، خوښ دی چې د افغانستان د سولې عالي شورا له مرکچي مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر محمد حنیف اتمر سره یې دوحه کې د تاریخي سولې مذاکراتو په لړ کې کتلي.

دی وايي، ''افغانان سوله غواړي او د ۴۰ کلنې جګړې ختمولو ته هېڅکله دومره نه وو نژدې شوي لکه اوس چې دي. ''

قطر

په افغانستان کې دننه بیا د دغه هېواد د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خسارې د جبران په ګدون باید د هغو جدي جرمونو لپاره چې عام خلک پکې په نښه شوي وي، عدالت ته د لاسرسي حق پکې خوندي وي.

د بي بي سي خبریال محمد ندیم اشرف په خپل رپوټ کې وايي، د سولې بین الافغاني خبرو ته د ګڼو نورو افغان سیاستوالو په ګډون پخواني ولسمشر حامد کرزي هم غبرګون ښودلی او په یوه خبرپاڼه کې یې د دغو خبرو د پیلېدو هرکلی کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې لیکل شوي چې خلک تمه لري چې ژر تر ژره سوله او امنیت ولري.

په خبرپاڼه کې دغه راز د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره هېله ده دغه مذاکرات ژر پایله ورکړي.

د دوحې خبرو له پیل سره هممهاله د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان، سیاسي ډلو او طالبانو ترمنځ د پیل شویو خپلمنځي خبرو ملاتړ کوي.

د ایران دولت هیله ښودلې چې دغه خبرې به د بهرنیو له لاسوهنې پرته د افغانانو تر منځ ټاکلو موخو ته ورسیږي او د افغانستان تر څنګ به د سیمې د هېوادونو په امنیت کې هم رول ولوبوي.

د افغانستان د یوه بل ګاونډي هېواد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، ''مونږ د خپلې برخې کار کړی او خبل مسولیت مو سرته رسولی نور دافغانانو کار دی. راتلونکې د سولې ټولې خبرې د افغانانو په لاس کې دي چې څه کوي. د دغو خبرو سبو تاژ کوونکې به بیا هم خپل کار وکړي. پاکستان هم هغه هېواد دی چې د افغانستان تر څنګ ډېر زیانمن شوی. افغان ولس باید یواځې پرېنښودل شي. ''

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر یوسف احمد عثیمین وايي، ''د افغانسان دولت او اسلامي همکاریو سازمان د افغان سولې پروسه کې دخیل وو او مونږ ویاړو چې دغه پروسه بریا ته نږدې شوې. ''

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر یوسف احمد عثیمین وايي اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغان سولې ملاتړی دی.
د عکس تشریح، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشر یوسف احمد عثیمین وايي اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغان سولې ملاتړی دی.

له دې مخکې د د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل، ''افغانستان نور د نړیوالو تر هګرو لپاره خوندي ځای نه دی، نن چې بحث کوو باید د افغانسان لاسته راوړنې خوندي شي. مونږ هیله لرو چې دغه دوه اړخیزه اراده تل پاتې وي او مونږ یې ملاتړ وکړو. ''

د هند د بهرنیو چارو وزیر جینشن کار بیا د دوحې خبرو په مناسبت له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو یادونه کړې. نوموړی وايي، ''هند او افغانستان د یوې پېړۍ اړیکي لري. موږ د تمدن مشترکات لرو. هند د افغانستان د ودانولو یو نژدې ملګری او شریک دی. هند هرات او کندهار کې ګڼې ودانیزې پروژې لرلې دي. افغانانو ته یې د تعلیم سکالر شیپونه ورکړي دي. ''

بل لور ته د افغانستان پلازمېنې کابل په شهر نو سیمه کې د جګړې د قربانیانو د ملاتړ یوه بنسټ د سلګونه قربانیانو عکسونه په عام ځای کې نندارې ته ایښي چې موخه یې قربانیانو ته د عدالت غوښتنه یادوي.

د افغان عدالت غوښتونکو ټولینز بنسټ مرستیال عبدالواحد قادر وايي چې د سولې په خبرو کې د جګړې قربانیان هېر شوي او له همدې امله ورته هیلې هم نه لري.