له کورونا وېروس د خونديتوب لپاره نوې هڅې

د عکس سرچینه، EPA
یو شمېر پوهانو هڅې پېل کړې دي چې وپوهېږي د کورونا وېروس په مقابل کې د بدن دفاعي یا ايميني سيسټم څه غبرګون ښيي.
روغتیاپوهان د برتانیا په ۱۷ مرکزونو کې دا څېړنې کوي. دوی غواړي پوه شي چې کورونا وېروس نه انسان تر څومره مودې خوندي پاتېدلی شي او د دې ناروغۍ د سختېدو ډول ولې ژر ژر بدلېږي؟
د دې لپاره د برتانیا د څېړنو او نوښتونو مرکز او د روغتیايي څېړنو ملي موسسې ۶،۵ میلیونه پونډه تر لاسه کړي دي.
د لندن د یو سي ايل پوهنتون پروفیسره، وېروس پېژندونکې او د همدې څېړنډلې غړې مالامایني وايي:
"په اصل د وېروس په مقابل کې دفاعي سیسټم هماغسې غبرګون ښکاروي لکه نور کله چې پر یوه وېروس یو څوک ککړېږي. دا چې په پرمختللي پړاو کې د ناروغۍ شدت یا سختي څومره ده، د ناروغۍ له اخته کېدو ورسته څومره دوام کوي او د بدن غبرګون به د واکسین په وړاندې څه وي دغو ټولو ته دفاعي سیستم غبرګون ښيي".
د کورونا وېروس د خپرېدو له پیله تر اوسه پوهانوهڅه کړې چې پوه شي بدن دغه وېروس ته څه ډول غبرګون ښي.
پروفيسره مایني وایي، که ناروغي نرمه، د منځنۍ کچې او یا هم سخته وي د وجود د دفاعي سيسټم غبرګون هماغسې وي لکه په کتابونو کې يې چې یادونه شوې. 'د بدن د دفاعي سیستم ټول پيچلي غړي له یوه بل سره په ډېر ښه ډول کار کوي'.
سخته کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه څېړنډله هیله منه ده چې ومومي د سختې ناروغۍ پر مهال د بدن د دفاعي سیسټم غبرګون څه دی او یو څوک څومره موده خوندي ترې پاتې کېدلی شي.
په هانکانګ کې تازه یوه داسې لومړنۍ پېښه ثبت شوې چې پر کورونا یو تن بیا یا ني دوهم ځل هم اخته شوی دی.
د دې ډلې علمي څېړونکی پروفيسر پال موس وايي، "دا د میلیونونو هغو ترمنځ یوازينۍ پېښه وه. باید بابېزه ونه ګڼل شي".
هغه وایي داسې ښکارې چې د کورونا وېروس په وړاندې دبدن دفاعي سیستم د وخت په تېرېدو سره ټیټيږي او دا د اندېښنې وړده خو دا چې یو کس دوهم ځلې هم پر کورونا اخته شي هېڅ کومه نښه نه لري. دوی وايي له دې ښکاري چې د بدن دفاعي سیستم يې د کورونا په مخنيوي کې بریالی شوی.
د روغتیاپوهانو دا څېړنډله د هغو کسانو په اړه هم څېړنې کوي چې پر کورونا له اخته کېدو خوندي پاتې شوي دي.
پوفیسور موس وایي، اصلي پوښتنه داده چې په نرمه یا خفيفه کورونا اخته کېدل به یو څوک له دې وساتي چې پر نوې کورونا يا يې پر نورو سختو ډولونو اخته نه شي؟








