د دولت مرکچي پلاوي دوحې ته له روانېدو مخکې ولسمشر غني او عبدالله سره وکتل

د عکس سرچینه، Arg
یو شمېر سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی به د چارشنبې او پنجشنبې ترمنځ شپه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره دوحې ته روانېږي.
په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله نن چارشنبه په ارګ کې له دې مرکچي پلاوي سره غونډه کړې او د بین الافغاني مذاکراتو په اړه یې ورته سپارښتنې کړې دي.
د دغه پلاوي مشري محمد معصوم ستانکزی کوي.
د ارګ د اعلامیې له مخې، ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله دولت پلاوي ته ډاډ ورکړ چې "د ملي ټیم په توګه د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ له ځانه سره لرئ او ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني".
ولسمشر غني پلاوي سره په خبرو کې ویلي:
"خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي. د افغانستان د خلکو هیله داده چې د سولې په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي، ترڅو ژر تر ژره تلپاتې او باعزته سولې ته چې زموږ د ټولو هیوادوالو هیله ده ورسېږو".

د عکس سرچینه، Arg
غونډې ته په وینا کې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، ''د طالب بندیانو ازادول اسانه تصمیم نه و او د حکومت مرکچي پلاوی سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو د هیلو استازیتوب کوي. ''
د حکومت لوژستیکيډله وار د مخه دوحې ته رسېدلی
بل لور ته د یو شمېر سرچینو په وینا د افغان حکومت یوه لوژستیکي ډله وار د مخه دوحې ته رسېدلې ده.
دغه ډله پنځه کسيزه ښودل شوې چې په قطر کې د افغان مذاکراتي پلاوي لپاره هلته د اوسېدو او د سفر ځينې چارې تنظيم کړي.
د یادولو ده چې دا مذاکراتي ډله نه بلکې د سفر په چارو کې اسانتیاوې رامنځ ته کوونکې هغه ده.
سرچينو همدا راز ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به د حکومت مذاکراتي ډله هم قطر ته لاړه شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په همدې حال کې د ملي مصالحې عالي شورا هم ویلي چې د افغانانو د خپل منځي خبرو لپاره ټول خنډونه لرې شوي دي او مذاکره کوونکي پلاوي دوحې ته د سفر چمتوالی نیولی دی.
د دې شورا ویاند فریدون خوځون پرخپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي.
'د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ټول خنډونه لرې شوي دي. د بندیانو د تبادلې بهیر به ژر پای ته ورسېږي اوبین الافغاني مذاکرات به پیل شي.
مذاکره کوونکي پلاوي، دوحې ته د سفر بشپړ چمتووالی نیولی دی'.
بل لور ته د طالبانو یوې معتبرې سرچينې بي بي سي ته ویلي، دوی د افغان پوځ د هغو کومانډو سرتېرو له ډلې چې د دوی په بند کې دي، څلور تنه یې خوشي کړي دي. رپوټونه وایي چې دا کومانډویان کندهار کې د والي دفتر ته سپارل شوي، خو ولایتي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې ویلي، افغان حکومت هم په تیرو دوو ورځو کي د وسلوالو طالبان د پاتې ۳۲۰ زندانیانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ کسان خوشي کړي او یوازې سل تنه طالب زندانیان اوس د افغان حکومت په بند کې پاتې دي.








