عبدالله: ډاډه یم چې د حکومت او طالبانو خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي

د عکس سرچینه، Abdullah abdullah/facebook
- Author, عنایت الحق یاسیني / نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ډاډ ښودلی چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي. قطر وار له مخه د دې خبرو د کوربه هېواد په توګه ټاکل شوی دی.
د پنجشنبې پر ورځ کابل کې د جګړې او سولې مطالعاتو انسټیټیوټ (ای ډبلیو پي ایس) کې د وینا پر مهالي ښاغلي عبدالله وویل، مشورتي لویې جرګې وښوده چې افغانان سوله غواړي او د دې سولې لپاره قرباني هم ورکولی شي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د افغان حکومت مرکچي پلاوی به طالبانو سره د مذاکرات پر مېز پرېکنده دریځ ولري او د افغانانو د غوښتونو دفاع به کوي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغانستان مرکچي پلاوی به څه مهال دوحې ته روانېږي، او طالبانو هم راتلونکې اوونۍ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل نه دي تائید کړي.
یادې ډلې د دې خبرو د پیلو لپاره د افغان حکومت له زندانونو د څلور سوه پاتې طالب زندانیانو خوشي کېدل یو شرط بللی و.
افغان حکومت له دې ډلې ۸۰ زندانیان خوشي کړي دي، خو د پاتې زندانیانو د برخلیک په هکله حکومت تر دې دمه کومه پرېکړه نه ده کړې.
طالبانو هم خبرو لپاره پلاوی اعلان کړی:
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د افغانانو خپلمنځيو خبرو لپاره د خپل ۲۱ کسیز پلاوي نومونه اعلان کړي. د طالبانو د قطر دفتر مرستیال شېر شېرمحمد عباس ستانکزی به د دې پلاوي مشري کوي.
د طالبانو پلاوي کې د دې ډلې د مشرتابه شورا ډېر غړي دی او او نورو یې د طالبانو واکمنۍ کې پر لوړو دندو کار کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو دې ۲۱ کسیز پلاوي کې دیارلس کسان د دې ډلې د مشرتابه شورا غړي دي او دا ښيي چې دا پلاوی به خبرو کې ډېر واک ولري.
افغان حکومت لا د مخه خپل پلاوی اعلان کړی چې د بېلابېلو سیاسي ډلو، مېرمنو او مدني ټولنو استازي پکې شامل دي او مشري یې معصوم ستانکزی کوي.
که څه طالبانو د خبرو لپاره پلاوی اعلان کړ، خو په غړو کې یې د طالبانو د پلاوي ټول کسان قطر ته نه دي تللي او ټاکلې چې لومړنۍ خبرې به دوحه کې کېږي.
شېر محمد عباس ستانکزي له بي بي سي سره خبرو کې له ګاونډیو هېوادونو او قطر وغوښتل چې دوحې ته یې د پاتې کسانو ورتګ کې مرسته وکړي:
"موږ له ګاونډیو هېوادونو او کوربه هېواد هیله کوو، چې د کسانو راوستلو او د دوی ویزو او اقامو کې او لوجسټیک امکاناتو برابرول کې پوره مرسته وکړي.
د طالبانو پلاوي کې څوک شامل دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي د خپل پلاوي نومونه په دې ډول بیان کړل.
- شېر محمد عباس ستانکزی
- شیخ عبدالحکیم
- مولوي عبدالکبیر
- مولوي نور محمد ثاقب
- ملا محمد ذاهد احمدزی
- ملا شیرین اخوند
- ملا عبدالطیف منصور
- قاري دین محمد
- ملا عبدالسلام حنفي
- ملا عبدالمنان عمري
- شیخ محمد قاسم ترکمن
- ملا محمد فاضل مظلوم
- ملا نورالله نوري
- ملا عبدالحق وثیق
- مولوي مطیع الحق خالص
- محمد سهیل شاهین
- ملا محمد نبي عمري
- انس حقاني
- خیرالله خیرخوا
- مولوي شهاب الدین دلاور
- ملا فرید
خبرې کله پیلېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د حکومت او طالبانو دواړو له خوا د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره د پلاوو ټاکل د دې ممکنه خبرو په لور یو پرمختګ بلل کېږي.
خو د ډېرو په اند د طالبانو د ۳۲۰ بندیانو نه خوشي کېدل د دې خبرو مخ کې لوی خنډ دی.
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې دې ډلې د حکومت زر او حکومت هم پنځه زره طالب بندیان خوشي کول.
دې بهیر کې له ځنډ سره سره حکومت ۴۶۰۰ بندیان خوشي کړل او د هغو څلور سوو بندیانو خوشي کولو ته یې مشورتي لویه جرګه را وبلله چې د دوی په خبره، لویو جرمونو کې ښکېل و.
تېره میاشت د سولې مشورتي لویې جرګې د دې ۴۰۰ بندیانو د خوشي کولو پرېکړه وکړه او ولسمشر هم په دې اړه فرمان لاسلیک کړ.
خو له دې ډلې یوازې ۸۰ تنه یې خوشي شوي دي او د نورو د خوشي کېدو لړۍ ځکه ودرېده، چې فرانسې او استرالیا اعتراض کړی چې هغه طالب زندانیان دې نه خوشي کیږي چې د دوی د وګړو په وژلو مجرم پیژندل شوي دي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېرمحمد عباس ستانکزي له بي بي سي سره خبرو کې بیا له افغان حکومت د دې بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
هغه وویل له امریکا سره د تړون له مخې یې چې پاتې بندیان خوشي شي دوی خبرو ته تیار دي.
د طالبانو او امریکا د تړون له مخې د بندیانو خوشي کېدو سره ټاکلې وه چې مارچ کې دا خبرې وشي، خو د بندیانو خوشي کېدو کې ځنډ دا خبرې هم ځنډولې دي.









