قریشي: هند نه غواړي‌ افغانستان کې حالات ښه شي

قریشي

د عکس سرچینه، PAKISTAN FOREIGN OFFICE

د عکس تشریح، ښاغلی قریشي وایي طالبان یې د سلا مشورې لپاره ورغوښتي دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي،‌ هند نه غواړي چې په افغانستان کې پیل شوی د سیاسي‌ جوړجاړي‌ بهیر بریالی شي،‌ او دې لاره کې خنډونه جوړوي.‌

ښاغلي قریشي دوشنبه سهار اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل،‌ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي یې د افغان سولې بهیر په اړه سلا مشورې ته ورغوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د سې شنبې پر ورځ به له دې طالب پلاوي سره ګوري، خو جزئیات یې ور نه کړل چې په دې کتنه کې به پر څه خبرې کېږي.

ښاغلي قریشي وویل، په افغانستان کې ګڼ خلک په دې بهیر کې د پاکستان رول ستایي، خو د ده په وینا،‌ ځینې ورانکارې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې سوله او ثبات راشي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تېر په څېر ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان سولې بهیر کې مرسته کړې،‌ خو په دې بهیر کې د لاسوهنې پالیسي نه لري.‌

طالب پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی دی:

طالبان

د عکس سرچینه، SUHAIL SHAHEEN TWITTER

د عکس تشریح، طالبان وایي، د دوی پلاوی د پاکستان په بلنه دې هېواد ته روان شوی دی.

بل لور ته د افغان طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی د ملا برادر په مشرۍ اسلام اباد ته تېره شپه ځايي وخت دوه بجې رسېدلی دی.

په اسلا اباد کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د ملا برادر په مشرۍ دې پلاوي کې شپږ کسان دي. دا په تېرو لسو میاشتو کې پاکستان ته د ملا برادر دویم سفر دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د دوی پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه دې هېواد ته روان شوی دی.

ښاغلي شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، طالب پلاوی به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاو پر برابرولو خبرې کوي.

ښاغلی شاهین وایي، د کورونا وېروس له کبله د طالبانو د سیاسي دفتر غړو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته خپل سفرونه ځنډولي وو، خو اوس دا لړۍ بیا پیل شوې ده.

افغان حکومت تر دې دمه پاکستان ته د طالب پلاوي د دې وروستي سفر په اړه څه نه دي ویلي.

پر طالب مشرانو د پاکستان د بندیزونو تازه کول:

طالبان دا اعلان په داسې حال کې کوي چې همدا دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپره شوه او په کې د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون پر یو شمېر ډلو له وړاندې لګول شوي حکومتي بندیزونه وِغځول شول.

طالبان پاکستان
د عکس تشریح، افغان چارواکي او نړیوال ملګري یې وايي چې افغان طالبان او ځینې مشران یې په پاکستان کې دي او هلته له ملاتړه برخمن دي

اعلامیه کې راغلي چې د جماعت الدعوه، جيش محمد، طالبان، حقاني شبکې او القاعده پر ۸۸ غړو او مشرانو به دغه بندیزونه سخت شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د پریکړې له مخې د پاکستان له خوا د طالبانو پر ځینو مشرانو د محدودیتونو غځولو هرکلی کړی او هغه یې "مهم پرمختګ" بللی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یوه ویډیو پيغام کې ویلي چې افغان حکومت به د دې ګام د ارزولو په اړه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړې.

"دا یو مهم پرمهم پرمختګ دی د بهرنیو چارو وزارت دا یاداشت کړی مطالعه کوي یې له هر اړخیزې ارزونې وروسته به پایلې له تاسې شریکې کړو".

په ځینو رسنیو کې د پاکستان د ګام پر طالبانو د تازه بندیزونو لګولو په توګه تعبیر شوی و، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سپیناوي لپاره په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بندیزونه له پخوا پر دې ډلو لګول شوي وو، او اوس د معمول له مخې تازه شوي دي.

یاده دې وي چې تېر ځل افغان طالبانو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته ښکاره سفر کړی و او اسلام اباد کې یې له یو شمېر پاکستانیو چارواکو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي وو.

هغه سفر داسې مهال شوی و‌ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې وې او د یاد پلاوي هغه سفر په وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په اسلام اباد کې و.