ارګ: طالبان دې د دولتي اسیرانو د خوشي کولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي

د عکس سرچینه، ARG
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، حکومت د سولې پروسه کې پرخپلو ژمنو عمل کوي او له طالبانو هم غواړي چې د دولت د اسیرانو د خوشي کولو په هکله خپلې کړې ژمنې عملي کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سې شنبې پر ورځ د افغان پوځ څلور کومانډویان خوشي کړي وو.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي نن پرخپله ټوېټر پاڼه پرله پسې ټویټونو کې لیکلي چې حکومت د طالبانو یو شمېر پاتې بندیان خوشي کړي او په خبره يې دا دوه اړخيز بهیر دی چې دوی يې څاري. نوموړي لیکلي:
"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې پروسه کې پخپلو ژمنو عمل کوي. د سولې پروسه کې د دولت ژمنې د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په رڼا کې تر سره کېږي. موږ منتظر یو چې طالبان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اسیرانو د خوشي کولو په اړه خپلې ژمنې بشپړې کړي".
ښاغلي صدیقي همدا راز لیکلي چې د بندیانو د تبادلې "کاري او تخنيکي" پروسه لا هم دوام لري.
طالبانو د افغان پوځ ۴ کومانډویان خوشي کړل

په طالبانو کې یوې معتبرې سرچينې بي بي سي ته ویلي، دوی د افغان پوځ د هغو کومانډو سرتېرو له ډلې چې د دوی په بند کې دي، څلور تنه یې خوشي کړي دي. رپوټونه وایي چې دا کومانډویان کندهار کې د والي دفتر ته سپارل شوي، خو ولایتي سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې ویلي، افغان حکومت هم په تیرو دوو ورځو کي د وسلوالو طالبان د پاتې ۳۲۰ زندانیانو له ډلې شاوخوا ۲۰۰ کسان خوشي کړي او یوازې سل تنه طالب زندانیان اوس د افغان حکومت په بند کې پاتې دي.
د سرچینې په وینا، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر سر پټه معامله شوې، چې له مخې به یې د هرو پنځوس طالب بندیانو په بدل کې د افغان پوځ یو کومانډو سرتېری خوشي کېږي.
سرچینې بي بي سي ته ویلي، تمه کېږي چې د چارشنبې پر ورځ به افغان حکومت دا پاتې سل تنه طالب بندیان هم خوشي کړي، او طالبان به هم د افغان پوځ دوه نور کومانډو سرتېري ازاد کړي.
دغه سرچینه وایي، له دې سره به د دواړو لوریو لخوا د بندیانو د خلاصون او تبادلې بهیر بشپړ شي.
خو هېره دې نه وي چې افغان حکومت د طالبانو په بند کې د خپلو کومانډو پوځیانو شمېر شاوخوا شل تنه یاد کړی.
بل لور ته د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم بي بی سی سره خبرو کې منلې چې په تېرو دوو ورځو کې د دوی یو شمېر بندیان خوشي شويدي.
نوموړي بي بي سي ته وویل "زموږ بندیان خوشي شوي او موږ دا یو مثبت قدم بولو چې د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره به زمینه برابره کړي".
خو افغان حکومت تر دې دمه د دواړو لوریو لخوا د خوشي شویو زندانیانو په اړه چوپتیا غوره کړې .
دوحه کې مخامخ خبرې پیلېدونکې دي:

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
په ورته وخت کې د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د افغان حکومت یو پلاوي قطر ته رسېدلې، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه زیاتويچې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر به هم د سې شنبې او چارشنبې ترمنځ شپه دوحې ته ورسېږي.
ویل کېږي چې ملا برادر تېره اوونۍ اسلام باد ته له سفر وروسته تر دې دمه هماغه هېواد کې و.
د طالبانو لخوا د افغان پوځ خوشي شوي کومانډویان شاوخوا دوه کاله وړاندې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کي د طالبانو لخوا نیول شوي وو.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه ټویټ کي د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو له خو د زندانیانو د آزادولو د لړۍ بیا پیلېدل مثبت ګام یاد کړي او تمه یې ښودلې چي د بین الافغاني خبرو لپاره ژر لاره هواره شي او د دواړو لوریو استازي به مخامخ خبرو ته سره کېني.
هېره دې نه وي چې د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم تېره اوونۍ ډاډ ښودلی و چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ بین الافغاني خبرې به ژر پیل پیل شي.
همدا راز د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم دوشنبه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تیلیفوني خبرو کې د افغانانو د خپلمنځيو خبرو د سملاسي پیلېدو پر اړتیا غږېدلی.









