افغان سوله؛ امریکا د افغانانو د خپلمنځیو خبرو سملاسي پیلېدل غواړي

اوبراین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ملي امنیت شورا وایي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرو کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د سملاسي پیلېدو پر اړتیا وغږېد.

دې شورا خپل ټوېټر کې ویلي، ښاغلي اوبراین له ولسمشر غني سره د امریکا د ملاتړ خبره هم وکړه.

"یو ځل بیا یې د داسې خپلواک، ولسواک او یو موټي افغانستان ملاتړ ته چمتووالی تکرار کړ چې بیا د نړیوالې ترهګرۍ سرچینه نه شي."

د امریکا ملي امنیت شورا دا هم وايي، چې ښاغلي اوبراین له ولسمشر غني سره خبرو کې د افغان ځواکونو ملاتړ بیا هم څرګند کړی.

"امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده، چې د افغان ولس لپاره یې لویې قربانۍ ورکړې دي."

د افغان چارواکو هیله منتیا

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته وینا کې هیله وښوده چې د افغانانو خپلمنځي خبرې ژر پیل شي:

"افغان حکومت په دې بوخت دی چې د خبرو نېټه اعلان او دا بهیر پیل شي."

هغه دا هم وویل، چې د سولې ملي پخلاینې د شورا غړي بشپړ دي او ډېر طالب بندیان خوشي شوي ځکه هیله شته چې خبرې ژر پیل شي.

خو د ښاغلي صدیقي له څرګندونو څو شیبې وروسته د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې شورا هغه ترکیب رد کړ چې دوه ورځې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا اعلان شوی و.

GMIC AFGHANISTAN

د عکس سرچینه، GMIC AFGHANISTAN

د عکس تشریح، صدیق صدیقي هیله من دی چې نږدې وخت کې خبرې پیل شي

د ښاغلي عبدالله له دفتر په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د نوموړي‌ او ولسمشر غني‌ ترمنځ د شوې سیاسي‌ هوکړې له مخې،‌ د دې شورا ایجاد د ښاغلي عبدالله واک دی.

خبرپاڼه وایي، پر همدې اساس د دې شورا د جوړېدو لپاره د ولسمشر غني فرمان ته اړتیا نه وه.

د ښاغلي عبدالله لخوا په خپره شوې اعلامیه کې همدا راز راغلي چې دا شورا باید جامع او ټولشموله اوسي‌ او په دې لړ کې سلا مشورې پیل شوې دي او ترکیب به یې ژر بشپړ شي.