روغتیا وزارت: د کورونا بودیجه کې فساد تر هغه هم ډېر دی چې رپوټ یې ورکړل شوی

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN HEALTH MINISTRY
د افغانستان د عامې روغتیا چارسمبالی وزیر وايي د روغتیا په برخه کې اداري فساد تر هغه ډېر پراخ دی چې د افغانستان د تفتیش عالې ادارې په رپوټ کې ویل شوي دي.
احمد جواد عثماني نن ( یکشنبې ۲۶ جولای ) یوه غونډه کې وویل دا فساد په ځانګړې توګه د تدارکاتو په برخه کې ډېر پراخ دی:
''زه د تفتیش د ځانګړې ادارې له خوا خپور شوی را پور تاییدوم. نه یوازې دا چې تاییدوم یې بلکې د روغتیايي خدمتونو برخه کې د کمروزي مدیریت کړکیچ او اداري فساد له هغه ډېر پراخ دی. شواهد یې شته او د تفتیش ځانګړې عالي ادارې سره ما په خپله همکاري کړې ده''.
د عامې روغتیا وزارت وايي د یوې ځانګړې ډلې له خوا د کورونا وېروس سره د مبارزې برخه کې د لګښتونو څار کیږي او که فساد وشي نو ښکیل کسان لویې څارنوالۍ ته ور پیژندل کیږي چې څېړنې وکړي.
د ښاغلي عثماني له دې وینا وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر اکمل سمسور د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لړ کې د شوي فساد په اړه څو تنه چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي او دا اداره د دې دوسیو او دې ادارې له خوا له معرفي شویو کسانو څېړنې او پوښتنې کوي.
ښاغلي سمسور د دې کسانو د هویت، شمېر او دا چې د کومې کچې چارواکي دي څه ونه ویل خو ټېنګار یې وکړ چې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د شوي مالي او اداري فساد په اړه د عامې روغتیا وزارت څېړنې روانې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دې وروستیو کې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د پراخ مالي او اداري فساد رپوټونه خپاره شول. ملي شورا هم په دې برخه کې پر حکومت او حکومتي چارواکو نیوکې کړي او د پراخ مالي فساد یادونه یې کړې ده.
بل لورته د افغانستان د تفتیش عالي ادارې له کورونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې دشوی فساد په اړه خپل رپورټ ولسمشر محمد اشرف غني ته پرون ماښام ( شنبه جولای ۲۵ )وړاندې کړی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي غنې د افغانستان لویې متفتشې غزال حارس ته ''دستور ورکړ چې ولایتونو لپاره کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د تخصیص شویو مرستو په تړاو سرتاسري تفتیش وکړي''.
ولسمشر غني دغه راز امر کړی چې ولایتي ادارې او مالیې وزارت مکلف دي چې په ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د مصرف راپور د تفتیش ادارې ته وسپاري.
د افغانستان د تفتیش عالي ادارې د راپور له اورېدو وروسته ولسمشر غني ویلي که '' فساد تثبیت شي نو لویه څارنوالي دنده لري چې هغه په جدي ډول وارزوي''.
د تفتیش د عالي ادارې څېړنې

د عکس سرچینه، JMIC
پرون د افغانستان د تفتیش عالي ادارې مشرې غزال حارس یوه خبرې غونډه کې وویل چې د کورونا وېروس لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې د فساد په تور د عامې روغتیا وزارت او یو شمېر ولایتونو چارواکي عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کوي.
د تفتیش د عالي ادارې مشرې غزال حارس وویل، کوويډ - ۱۹ رنځ ته په ځانګړو شویو پیسو کې يې د ناسم مدیریت او فساد ګڼ موارد مستند کړي.
سرپلټونکې غزال حارس په دې اړه د پلټنو د پایلو شریکولو پر مهال وویل، د کورونا وېروس لپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې یې په مرکز او ولایتونو کې د فساد او ناسم مدیریت ګڼ موارد موندلي.
که څه هم هغې د یادو کسانو د شمېر او دا چې په کوم موقف کې کار کوي څه و نه ویل:
''چې پلټنې بشپړې شي، په دندو کې د غفلت او د دولتي سرچينو د ناسم کارولو په خاطر د عامې روغتیا وزارت ځینې چارواکي عدلي قضايي ارګانونو ته معرفي کوو. له پلټنو وروسته چې ډېرې ژر به بشپړې شي، یو شمېر ولایتي چارواکي هم د دولتي سرچينو د ناسم کارولو له امله عدلي او قضايي مقامونو ته سپارو ''.

د عکس سرچینه، Reuters
هغه وايي، عامې روغتیا وزارت لا هم د وسایلو، درملو او توکو ډاډه او نهايي لستونه په واک کې نه لري. د هغې په وینا په ټول افغانستان کې د مصنوعي تنفس د مرستندویو ۳۳۵ ماشینونو له جملې يې یوازې د ۲۶۳ پر تثبیت توانېدلي.
خو په ورته مهال يې د پژواک خبري آژانس هغه راپور هم رد کړ چې ګنې له ۶۳ مرسته شویو دستګاوو دې ۳۲ ورکې شوې وي. هغې وویل له دغو ۶۳ دستګاوو ۵۶ يې تثبیت شوې چې شته دي.
د سرپلټونکې په موندنو کې د عامې روغتیا وزارت او ولايتي چارواکو لخوا د کورونا په بودیجه کې د فساد او ناسم مدیریت ګڼې بېلګې هم یادې شوې.
آغلې حارس د دغو موندنو د شریکولو پر مهال وویل په ولایتونو کې په لوړه بیه وسایل اخیستل شوي او یا هم داسې وسایل اخیستل شوي چې اړتیا یې نشته.

د عکس سرچینه، MOPH
په راپور کې د عامې روغتیا وزارت د ناسم او کمزوري مدیریت د بېلګې په توګه راغلي چې په پلازمېنه کې د کوویډ - نولس رنځورانو ته په دوو روغتونونو کې چې په ورځ کې ټولټال څه باندې ۱۰۰ مراجعین لري له ۱۱۰۰ ډېر کارکوونکي ګومارل شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور هم د دغو کارکوونکو په استخدام کې ستونزې مني.
هغه وايي لا هم د سرپلټونکې ادارې موندنې په رسمي ډول نه دي ورسره شريکې شوې خو دوی یې له مخې خپله هم پلټنې کوي او که څوک ګرم وپېژندل شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به یې معرفي کړي.
د سرپلټونکي اداره وايي، معلوماتو ته پر وخت د لاسرسي نشتوالی يې د پلټنو پر وړاندې ستره ننګونه ده. دغه اداره ادعا کوي چې ځینو ادارو ورسره پر وخت د معلوماتو په ورکولو کې همکاري نه ده کړې.
له دې وړاندې ځینو رسنیو د کورونا وېروس لپاره د حکومت په جلا شوې بودیجه کې د درغلیو په اړه رپوټونه خپاره کړي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سرپلټونکي اداره په افغانستان کې د فساد د مواردو په اړه د پلټنو لپاره تازه رامنځته شوې اداره ده چې وايي، د کورونا وېروس لپاره د ځانګړې شوې بودیجې پلټل يې لومړی ګام و او د فساد د نورو مواردو په اړه پلټنو ته دوام ورکوي.









