ملي امنیت: کابل کې مو د "داعش او حقاني شبکې ګډ مرکز" له منځه وړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په کابل کې يې هغه مرکز له منځه وړی چې دوی د "داعش او حقاني شبکې ګډ مرکز" بللی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي د کابل په شکردره ولسوالۍ او د ښار په یوولسمه ناحیه کې دا ګډ مرکز د ثناءالله په نامه کس مدیریت کاوه. دغې ادارې یاد کس د کابل لپاره د داعش ډلمشر او د حقاني شبکې همغږي کوونکی معرفي کړی.
د افغانستان د ملي امنیت د رياست په وینا دغه ډله د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې پر مراسمو توغندیز برید، د کابل په شوربازار سیمه کې د سیکانو په یوه عبادتځي وسله وال برید او د عبدالعلي مزاري پر مصلی د بريد په ګډون په کابل کې په یو شمېر مهمو بریدونو کې ښکېله وه.
د دغه ریاست په وینا په یادو عملیاتو کې د دغو ډلو اته غړي نیول شوي او پنځه نور يې وژل شوي.
د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ:
بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له فرمان سره سم پرون د سې شنبې په ورځ هم د څرخي پله له زندانه ۵۲ طالب زندانیان خوشي شول.
د دې شورا ویاند جاوېد فیصل په خپل ټویټر کې لیکلي، دا زندانیان ددې لپاره خوشي شول چې د کورونا وېروس سره په مبارزه او سوله کې پرمختګ وشي.

د عکس سرچینه، ONSCAfghan
دی وايي، د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به نن چارشنبه هم دوام پیدا کړي: "پر طالبانو غږ کوو، چې د برمته کړو ولسي او پوځي خلکو د خوشي کولو لړۍ چټکه او تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي."
د ملي امنیت شوار وايي، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر طالبانو غږ کوي، چې د حکومت له خوا د ورسپارل شوي لېست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او هغه ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.
له بلې خوا وسلوالو طالبانو پرون شل تنه زندانیان د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ کې خوشي کړل او ماښام ناوخته کندهار ښار ته ورسېدل.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کوي.
تراوسه افغان حکومت د طالبانو نږدې نهه سوه بندیان او طالبانو د حکومت تر ۱۲۰ ډېر بندیان خوشي کړي دي.

د عکس سرچینه، Taliban
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغو بندیانو له خوشي هرکلی کوي او وايي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو د پيل لپاره باید د بندیانو د ازادولو بهیر چټک شي.
د طالبانو پخواني غړي هم وايي چې د بندیانو له ازادولو سره، به طالبان په هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.
خو د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي، طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري، هره ورځ تاوتریخوالي کوي او افغانان وژني.










