طالبان: د بندیانو د خلاصون لړۍ باید نوره هم چټکه شي

د عکس سرچینه، @suhailshaheen1
افغان طالبانو په تېرو ۳ ورځو کې د افغان حکومت له زندانونو د خپلو سلګونو بندیانو د خلاصون هرکلی کړی دی، خو ټینګار کوي چې له کورونا وېروس د بندیانو د خوندي ساتلو لپاره باید دا لړۍ نوره هم چټکه شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې تېرو ۳ ورځو کې د دوی ۳۰۰ بندیان خوشي شوي، خو وایي چې دا جریان کفایت نه کوي.
ښاغلي شاهین همدا راز ویلي چې طالبان به هم له خپلې خوا د بندیانو خلاصون ته دوام ورکوي، او ټینګار کوي چې دا چاره به د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته لاره هواره کړي.
له یوې اوونۍ ځنډ وروسته افغان حکومت د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ بیا پېل کړې ده. په دې لړ کې ۹۸ تنه نور طالب بندیان یکشنبه ماښام د څرخي پله له بندخونې نه خوشې شول.
د دغو بندیانو په خوشې کیدو سره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمیر ۷۴۸ تنو ته رسیږي.
طالبانو هم تر دې دمه په کندهار، لغمان او کندوز ولایتونو کې په څو پړاوونو کې یو شمېر بندیان خوشي کړي دي.
افغان حکومت د ځینو خوشي شویو بندیانو په ا ړه ویلي وو چې ولسي خلک دي، خو په کندوز کې د خوشي شویو بندیانو په اړه یې ومنله چې د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري پکې وو.
له طالبانو د "بشردوستانه" اوربند غوښتنه:

د عکس سرچینه، GMIC
بل لور ته افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې د کورونا وېروس د لا خپرېدو د مخنيوي او پر دې وېروس اخته کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دې "بشردوستانه" اوربند ومني.
دا څرګندونې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي نن (دوشنبې، غویی ۱۵/ مئ ۴) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.
خو طالبان وايي امریکا او افغان حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي. دې ډلې وړاندې هم د اوربند په اړه د افغان حکومت غوښتنه رد کړې وه.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ټېنګار وکړ چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې طالبان د کورونا وېروس موضوع بابېزه ونه ګڼي او تاوتریخوالی کم کړي، څو پر کورونا اخته کسانو ته په وخت ګټورې مرستې ورسېږي او د وېروس د خپرېدو مخنیوی وشي.
ښاغلي صدیقي وویل، که طالبان تاوتریخوالي او جګړې ته دوام ورکړي که وضعیت خرابېږي، نو بیا به یې پړه د دوی پر غاړه وي.
د افغان ولسمشر ویاند په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونو ته په اشارې سره وویل دې بریدونو پر سولې د خلکو باور کم کړی دی خو ټینګار یې وکړ چې سوله لا هم د افغانانو او افغان حکومت لپاره لومړیتوب دی.
صدیق صدیقي وايي، د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ د بندیانو د خوشي کېدو په برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي خو د ده په وینا، اوس مهمه خبره دا ده چې طالبان څه کوي؟ غواړي سوله وکړي او که جګړه روانه ساتي؟
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره رد کړه چې دوی سولې ته ژمن نه دي. هغه پر افغان حکومت او امریکا تور پورې کړی چې د سولې پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو ویاند د بندیانو خوشې کولو ته اشاره کړې او زیاتوي چې په دې برخه کې هم امریکایانو او هم افغان دولت پر وخت ګام نه دی پورته کړی او د ده په وینا د سولې تړون نه عملي کوي.
ذبیح الله مجاهد ویلي څه چې پيښیږي مسؤلیت یې د هغو دی چې د ده د ادعا له مخې د سولې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې په پام کې وه چې له افغان دولت او نورو سیاسي اړخونو سره د د طالبانو د خبرو له پیل وړاندې پنځه زره طالب او زره د افغان دولت اړوند بندیان خوشې شي.
که څه هم افغان حکومت له شپږ سوو زیات طالب بندیان او طالبانو هم له سلو زیات کسان خوشې کړي خو دا چاره هغسې چې پتیل شوې وه ترسره نه شوه.









