د ملي امنیت شورا: د طالب بندیانو په خلاصون باید د سولې مخامخ خبرې پیل شي

طالبان

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره له افغان زندانونو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو مخ‌شرط وړاندې کړی.

په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې د حکومت له خوا د دوی د ۳۰۰ بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د طالب بندیانو له خلاصون سره باید د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

دغې شورا پر خپله فېسبوک پاڼه د سې شنبې په ورځ (غویی ۱۶مه) لیکلي: "افغان دولت له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي."

د ملي امنیت شورا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کړې چې د سولې د هڅو په لړ کې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، له څرخي پله زندانه ۱۰۲ نور طالب بندیان خوشي شول.

د ملي امنیت شورا پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت لخوا له ورسپارل شوې لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.

بل خوا، طالبانو ویلي، د افغان دولت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کوي، خو وايي دا جریان کافي نه دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، "دا جریان کافي نه دی باید پروسه ګړندۍ شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي."

طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره له افغان زندانونو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو مخ‌شرط وړاندې کړی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان له افغان زندانونو د خپلو بندیانو خوشي کېدل مني، خو افغان حکومت وايي، تر اوسه یې شاوخوا ۸۵۰ طالب بندیان خوشي کړي او تر سلو ډېر حکومتي پوځيان، چارواکي او ولسي وګړي د طالبانو له خوا خوشي شوي دي.

امریکا: د سولې بهیر له مهالوېش سره سم مخته نه ځي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، دا چې طالبان په افغانستان کې د اوکم په عملي کولو کې پاتې راغلي، د سولې بهیر له اټکل سره سم چټک پرمخ نه ځي.

نوموړی وايي، د سولې بهیر "تر مهالوېش شا ته پاتې دی." ښاغلي اسپر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ بروکېنګز انستېتیوت کې کړې دي.

دی وايي، امریکا به له افغان دولت او وسله والو طالبانو سره د سولې د هوکړې د بشپړې عملي کولو لپاره د اړتیا وړ لارې مخته بېولو ته دوام ورکړي.

په پام کې وه چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې تر لاسلیکېدا وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره او په هېواد کې ۱۸ کلنې جګړې ته د خبرو له لارې حل ولټول شي.

اسپر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د دفاع وزیر وايي، که څه هم طالبانو د اورکم هوکړه کړې وه او پر نړیوالو ځواکونو یې د برید نه کولو خبره منلې وه، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه ډېر کړل.

د بین الافغاني خبرو پیل هغه مهال له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، چې پر واک د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې لا پسې ډېرې شوې.

د امریکا د دفاع وزیر وايي، که څه هم طالبانو د اورکم هوکړه کړې وه او پر نړیوالو ځواکونو یې د برید نه کولو خبره منلې وه، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه ډېر کړل.

د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویلي وو، د طالبانو د نه منلو ډېرېدونکي بریدونه له دیپلوماتیک حل سره همکاري نه شي کولی.

همدا تېره ورځ په سوېلي هلمند ولایت کې د طالبانو برید لږ تر لږه پنځه افغان امنیتي ځواکونه ووژل.