د قطر د امیر مور ته د افغان مېرمنو پرانیستي لیک کې څه دي؟

ناصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ښځو اغلې ناصر ته لیکلي چې ټوله نړۍ له کورونا وېروس سره پر مبارزه بوخته ده خو افغانان پر دې وبا سربېره له جګړې سره هم مخ دي او ځورېږي.

د افغان ښځو شبکې په نوم یوې ټولنې د قطر د امیر مور موزه بنت ناصر المسند ته پرانیستي لیک کې پر وسله والو طالبانو د فشار را وړلو غوښتنه شوې چې په افغانستان کې اوربند ته غاړه کېږدي.

افغان ښځو همدا راز اغلې ناصر ته لیکلي چې ټوله نړۍ له کورونا وېروس سره پر مبارزه بوخته ده خو افغانان پر دې وبا سربېره له جګړې سره هم مخ دي او ځورېږي.

په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو د درې میاشتيني رپوټ یادونه هم شوې، چې پر بنسټ يې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر پنځو سوو ډېر خلک د تاوتريخوالي له کبله وژل شوي دي.

په وژل شویو کې يې یو سل پنځوس ماشومان هم دي.

د لیک له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ له شوې هوکړې سره سره بیا هم په افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی او خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

لیک ولې د قطر د امیر مور ته لیکل شوی؟

د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې تر لسو لکو ډېر افغانان له رواني ستونزو کړېږي.

د عکس سرچینه، ADEK BERRY / GETTY

د عکس تشریح، د روغتیا نړيوال سازمان د شمېرو له مخې تر لسو لکو ډېر افغانان له رواني ستونزو کړېږي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر دی او د همدغه هېواد په کوربه‌توب هلته د روان کال په فرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې وه.

په دوحه کې د وسله والو طالبانو دغه سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کې پراینستل شوی او له هماغه راهیسې طالب مشران هلته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له مخې په تېرو پنځو ورځو کې په دغه هېواد کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر دوولس سلنه ډېر شوی چې په خبره يې، ښايي دا شمېرې لا ډېرې پورته شي.

په افغانستان کې تر اوسه پر کورونا د اخته کسانو شمېر شاوخوا درو زرو ته رسېدلی او نږدې ۷۵ تنه يې له کبله مړه شوي دي.

د افغان ښځو شبکه وايي، په افغانستان کې د ننه او بهر زرګونه ښځې، مېندې او خوېندې د دوی د غږ ملاتړې او په دغه هېواد کې له روانې جګړې ډېرې اندېښمنې دي.

د دوی په خبره، د روژې په مبارکه او برکتي میاشت کې د کورونا وېروس له نړېوالې وبا او ګرځبندیز سره سره دوی روژه په خوله دي او عبادت کوي خو بهر د بمونو غږونه او د خپلو عزیزانو د وژل کېدو خبرونه اوري.

ښځې

د عکس سرچینه، JONAS GRATZER / GETTY

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې تر لاس لیکېدو وروسته باید په افغانستان کې د افغانانو خپل منځي خبرې پېل شوې او پر یوه تل پاتې اوربند بحث شوی وای.

خو تر دغو خبرو وړاندې د طالبانو یو شرط د دوی د بندیانو خوشي کېدل وو چې تر اوسه دغه بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ دی او له کبله يې د افغانانو د خپل منځي خبرو پړاو نه دی پېل شوی.

د کورونا وبا او د سولې او اوربند د ځنډېدو له وجې افغانان سخت په اندېښنه کې دي.

د یادولو ده چې د کورونا نړېوالې وبا تر خپرېدو مخکې په افغانستان کې د سیاسي کړکېچ له کبله د سولې خبرو اترو دغه دویم پړاو ځنډېدلی و او دې وبا لا وځنډاوه.