تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملي امنیت شورا: د طالب بندیانو په خلاصون باید د سولې مخامخ خبرې پیل شي
په داسې حال کې چې وسله والو طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې د حکومت له خوا د دوی د ۳۰۰ بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د طالب بندیانو له خلاصون سره باید د سولې مخامخ خبرې پیل شي.
دغې شورا پر خپله فېسبوک پاڼه د سې شنبې په ورځ (غویی ۱۶مه) لیکلي: "افغان دولت له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي."
د ملي امنیت شورا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کړې چې د سولې د هڅو په لړ کې د ولسمشر غني د فرمان له مخې، له څرخي پله زندانه ۱۰۲ نور طالب بندیان خوشي شول.
د ملي امنیت شورا پر طالبانو غږ کړی، چې د حکومت لخوا له ورسپارل شوې لست سره سم، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې طالبانو تښتولي، له ځنډ پرته خوشي کړي.
بل خوا، طالبانو ویلي، د افغان دولت له زندانونو د طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کوي، خو وايي دا جریان کافي نه دی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، "دا جریان کافي نه دی باید پروسه ګړندۍ شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي."
طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره له افغان زندانونو د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو مخشرط وړاندې کړی.
دا لومړی ځل دی چې وسله وال طالبان له افغان زندانونو د خپلو بندیانو خوشي کېدل مني، خو افغان حکومت وايي، تر اوسه یې شاوخوا ۸۵۰ طالب بندیان خوشي کړي او تر سلو ډېر حکومتي پوځيان، چارواکي او ولسي وګړي د طالبانو له خوا خوشي شوي دي.
امریکا: د سولې بهیر له مهالوېش سره سم مخته نه ځي
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي، دا چې طالبان په افغانستان کې د اوکم په عملي کولو کې پاتې راغلي، د سولې بهیر له اټکل سره سم چټک پرمخ نه ځي.
نوموړی وايي، د سولې بهیر "تر مهالوېش شا ته پاتې دی." ښاغلي اسپر دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ بروکېنګز انستېتیوت کې کړې دي.
دی وايي، امریکا به له افغان دولت او وسله والو طالبانو سره د سولې د هوکړې د بشپړې عملي کولو لپاره د اړتیا وړ لارې مخته بېولو ته دوام ورکړي.
په پام کې وه چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له هوکړې تر لاسلیکېدا وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره لاره هواره او په هېواد کې ۱۸ کلنې جګړې ته د خبرو له لارې حل ولټول شي.
د بین الافغاني خبرو پیل هغه مهال له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوه، چې پر واک د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه مشر عبد الله عبد الله ترمنځ سیاسي ترینګلتیاوې لا پسې ډېرې شوې.
د امریکا د دفاع وزیر وايي، که څه هم طالبانو د اورکم هوکړه کړې وه او پر نړیوالو ځواکونو یې د برید نه کولو خبره منلې وه، خو پر افغان ځواکونو یې بریدونه ډېر کړل.
د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویلي وو، د طالبانو د نه منلو ډېرېدونکي بریدونه له دیپلوماتیک حل سره همکاري نه شي کولی.
همدا تېره ورځ په سوېلي هلمند ولایت کې د طالبانو برید لږ تر لږه پنځه افغان امنیتي ځواکونه ووژل.