پر ټوېټر د امریکایي ځواکونو او طالب ویاند تر منځ پر اوربند بحث شوی

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګټ د وسله واله طالبانو ویاند ته په ځواب کې لیکلي چې 'د تاوتريخوالي کمښت سخت اړین دی او دا کار د افغان امنیتي ځواکونو په مشرانو، طالب جګړه مارو او ملاتړو ځواکونو پورې تړلی دی.'

ډګروال لګټ همدا راز د شنبې په ورځ (غویی ۱۳/ ۲ مې) د طالب ویاند په ځواب کې پر ټوېټر لیکلي چې بریدونه نور برېدونه رامنځ ته کوي او ترې ډډه کول پخپله مقابل لوری هم له بریدونو ډډه کولو ته اړ باسي.

'د وژنو او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره باید ټولې خواوې له بریدونو ډډه وکړي.'

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد يې په ځواب کې په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د دريځ د روښانېدو غوښتنه کړې او ورته لیکلي يې دي چې، 'د حل‌لار د دوحې پر هوکړې عمل کول دي. پخپلو بې‌بنسټه او پاروونکو خبرو اوسنی وضعیت مه خرابوئ.'

ښاغلي مجاهد د طالبانو د دريځ په اړه لیکلي چې، 'موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو او تر پایه به ژمن پاتې شو.'

د ذبیح الله مجاهد په ځواب کې ناټو ځواکونو یوه خبرپاڼه خپره کړه.

د امریکايي ځواکونو په دغه خبرپاڼه کې طالب ویاند ته په ځواب کې لیکل شوي، دې ته په کتو چې په افغانانو کې پر خپله خبره او قول درېدل خورا مهم دي نو د قطر په دوحه کې دې له ملا برادر سره د جنرال مېلر وروستۍ کړې خبرې سمې او په پوره پام وژباړل شي.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د سولې په شرطونو کې د ټولو خواو نظامي برخې ځانګړی رول لري، د تاوتريخوالي کمښت ته اړتیا ډېره ده. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې نظامي قومندانان دې سیاسي حل لارې ته وروګرځي. د کورونا وېروس د خپرېدو په درشل کې به د طالب او حکومتي بندیانو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو او تل پاتې اوربند ته لار پرانيزي.

همدا راز په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې د دوحې د هوکړې تر لاسلیک مخکې یوه اوونیز 'اورکم' سولې ته د افغانانو هيلې ډېرې کړې وې، خو اوس د تاوتريخوالي له ډېرېدو سره هغه خوشبيني بیا له لاسه وتلې ده.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې د ځینو مادو یادونه شوې چې یو شمېر يې پلې شوې او ځينې يې لا پاتې دي.

ناټو ځواکونو له ټولو خواو غوښتي چې سولې ته د رسېدو لپاره دې په تاوتريخوالي کې لږ تر لږه ۸۰ سلنه کمښت راولي.

دغو ځواکونو په اعلامیه کې زیاته کړې چې د دوحې په خبرو کې پر دې ټينګار شوی و چې امریکايي ځواکونه به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د اړتیا پر مهال به يې دفاع هم کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال مېلر د سولې په اړه ژمنو باندې تر اوسه ولاړ دی او ځواکونو يې د یوې اونۍ اورکم مودې راوروسته عملیات او ان یو هوايي برید هم نه دی کړی.

په همدې حال کې ځينې څاروونکي په دې اند دي چې که افغان حکومت د دوحې هوکړې ته په کتو د طالب بندیانو د خوشي کېدو لړۍ په چټکۍ سره تر سره کړي نو طالبان د اوربند منلو ته چمتو دي.

وسله والو طالبانو مخکې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو لپاره د پنځه زره طالب بندیانو د خوشي کولو شرط ايښی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکيني سلاکار او د افغانستان د مسئلو کارپوه بارنټ روبېن هم د طالبانو او د پرېکنده ملاتړ ځواکونو د ویاندانو تر منځ پر ټوېټر دغه بحث ته غبرګون ښودلی.

ښاغلي روبېن لیکلي، که چېرې د بندیانو په خوشي کولو کې بېړه وشي نو داسې ښکاري چې طالبان اوربند مني. ښايي افغان حکومت هم د بندیانو د خوشي کولو رېسک یا خطر ومني خو که په ځواب کې يې د طالبانو له لوري کوم روښانه یا د باور وړ ضمانت و اوسي.